Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»سیاسي لیکني»د پاکستان لاسوهنه؛ د افغان مخالفینو ملاتړ او د سیمې لپاره یې ستراتیژیک زیانونه
    سیاسي لیکني

    د پاکستان لاسوهنه؛ د افغان مخالفینو ملاتړ او د سیمې لپاره یې ستراتیژیک زیانونه

    صابر افغانصابر افغان23 اگست 2025څرگندونې نشته5 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    پاکستان د افغانستان ګاونډی هېواد دی، خو دا ګاونډیتوب هېڅکله په دوستۍ، تفاهم او ښېګڼه پای ته ندی رسېدلی، بلکې دا هېواد همېشه د خوځښتونو د جوش او د طرفینو د اخ و ډب سرچینه پاتې شوی دی. لکه څرنګه چې د پاکستان په دولت کې په داخلي کچه هم په دې وروستیو کلونو کې د ثبات او دوام نښې کمرنګه وې، له ګاونډیانو سره یې اړیکې هم همېشه له کړکېچ، بې‌ باورۍ او سیاسي جنجالونو سره مل وې او ډېری وختونه د ورانکارۍ، نا امنۍ او تفرقې ملاتړی پاتې شوی. پرته له دې چې دا حقیقت درک کړي چې خپله بقا یې هم پر یوې نازکې رسۍ ولاړه ده، سیاست او زیاتره پرېکړې یې له بهر څخه د نورو د اجنډاوو له مخې تصویب او عملي کیږي، اصلي رول یې هم پردي لوبغاړي لوبوي.

    په هر صورت، د پاکستان بدې سترګې همېشه د افغانستان په لوري پاتې شوې او لکه زهرجن مار، تل یې خپل زهر د خپل ګاونډي په رګونو کې خپاره کړي. دغه هېواد هېڅکله له افغانستان سره د سولې، تفاهم او متقابل احترام پر بنسټ اړیکې نه دي جوړې کړې. نه یې د رښتینې دوستۍ نیت درلوده، نه یې هڅه کړې چې له افغان حکومتونو سره په صداقت عمل وکړي، تر څو د یوه بل مټ او وزر شي، نه یې د نویو لارو پلټنه کړې، بلکې په ګاونډیتوب کې یې د سیمې او سرحد نا امني او ګواښونکي جنجالونه راولاړ کړي دي.

    په اوسني پړاو کې چې د افغانستان اسلامي امارت له څلورو کلونو راهیسې واک ته رسېدلی او د پخواني جمهوریت مشران له هېواد څخه تښتېدلي، پاکستان په دې حساسه مرحله کې هم د یوې غیر مسؤلانه او ناسمې پرېکړه له مخې د اسلامي امارت د مخالفینو ملاتړ کړی او په ښکاره یې ترشا ولاړ دي.

    دغه ګام نه یواځې د سیمې پر سیاسي معادلاتو منفي اغېز کولی او د اختلافاتو اور بلولی شي، بلکې د پاکستان دننه اوسنی نازک وضعیت نور هم پېچلی کوي. دا پرېکړه کولای شي چې د پاکستان خلک په موافق او مخالف سره ووېشي او د دې هېواد له وړاندې کمزوري سیاسي بنسټونه لا نور هم لړزولي شي.

    بل لوري ته د پاکستان دننه سیاسي، ټولنیز او اقتصادي وضعیت له ستونزو سره مخ دی. ولس یې په څو برخو وېشل شوی او د حکومت پر ضد د بېلابېلو ډلو پاڅونونه ورځ تر بلې پراخېږي. په داسې شرایطو کې مناسبه نه وه چې پاکستان دې د افغانستان په کورنیو چارو کې ښکاره لاسوهنه وکړي، مخالف لوري راوپاروي او خپل ځان نور هم بدنام کړي. دا کار آن د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد هم خام، غیرمسؤلانه او د افغانستان په چارو کې د پاکستان ښکاره لاسوهنه بللې ده.

    حتی د پاکستان یو شمېر سیاسي شنونکي هم دا پرېکړه ناسمه بولي او وایي چې د اور لمبو ته پوکي وهل دي؛ ځکه دا چاره افغانستان او هند ته د یووالي زمینه برابروي، چې کیدای شي دواړه د پاکستان پر وړاندې یو ګډ دریځ خپل کړي او له دې لارې پر پاکستان فشار نور هم زیات شي. دغه پرېکړه کولای شي چې د افغانستان او هندوستان ترمنځ مشترکات نور هم پیاوړې کړي. ځکه د هند او پاکستان ترمنځ شخړه اوږده تاریخي مخینه لري. دا دوه هېوادونه که څه هم یو وخت د یوه بدن غړي وو، خو اوس ټوټې، ټوټې شوي دي. په ځانګړې توګه د دواړو ترمنځ د کشمير لانجه یو دوامداره شخړه ده چې وخت نا وخت د نظامي او سیاسي تاوتریخوالي لامل کېږي.

    په دې کې هېڅ شک نشته چې پاکستان په سیمه کې د امریکا یوه سوځېدلې مُهره بلل کېږي، چې هر وخت یې امریکا د خپلو ګټو لپاره د فشار د وسیلې په توګه کارولی شي. د افغان مخالفینو ملاتړ هم یواځې د پاکستان خپله پرېکړه نه ده، بلکې دا یو بهرنی امر هم دی، تر څو پر افغانستان فشار زیات او د افغانستان په وړاندې د تحریمونو او سیاسي انزوا فضا لا ژوره شي.

    له دې هر څه سره، سره باید ومنو چې پاکستان یو خپلواک هېواد دی، حکومت لري او د افغانستان په څېر د استقلال په حساسو مراحلو کې نه دی، کولی شي په اسانۍ سره سیاسي پرېکړې وکړي او کله له فشار کار واخلي. همدا وضعیت پاکستان ته په سیاسي ډګر کې یو څه برلاسی ورکوي او د دې هېواد تبلیغاتي لمن پراخوي. خو بیا هم په داسې یو مهم پړاو کې چې افغانستان د خپلواکۍ جشن نمانځي، له دې موقعې ناسمه استفاده، د افغانستان پر وړاندې دسیسې جوړول، خنډونه جوړول او طعنې ورکول، نه یوازې غیرعاقلانه کار دی، بلکې داسې ناوړه پایلې به هم له ځان سره ولري، چې د هېچا په ګټه به نه وي.

    نو له همدې امله دې افغانستان د مقابل جهت په توګه، د ګاونډي هېواد د دې پرېکړې پر وړاندې، بدیلې لارې او مناسبې حللارې ولټوي او اجازه دې نه ورکوي چې پاکستان د دې سیاسي لوبې ګټونکی شي؛ ځکه دلته د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا مطرح ده او د مخالفینو ملاتړ د افغانستان د ملت او حکومت پر وړاندې د سنګر نیولو په معنی دی.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهخبريال او څېړونکی ميرويس افغان: پر هېواد او خاوره مئينو افغانانو، که طالبان دي يا د طالبانو مخالفين په يوه خوله د اسلام اباد غونډه وغندله
    راتلونکي مقاله هرات کې د کم‌یابه مرغانو د غیر قانوني ښکار په تړاو اته تنه نیول شوي

    مربوطه لیکنې

    د پاکستان تبلیغاتي څرګندونې او د امنیت شورا بې‌دلیله اندېښنې

    22 اگست 2025

    د پاکستان تبلیغاتي څرګندونې او د امنیت شورا بې‌دلیله اندېښنې

    22 اگست 2025

    د پرځېدلي جمهوریت ناپاکې امنیتي لیکې د یو منظم حکومت بدیل کېدلی شي؟

    22 اگست 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 23 اگست 2025

    د امریکا دفاعي استخباراتو ادارې مشر له خپلې دندې ګوښه شوی

    نړیوالو رسنیو راپور ورکړی، چې د امریکا دفاع وزارت د دغه وزارت دفاعي استخباراتو ادارې…

    د ټرانسپورټي ستونزو د حل په موخه ځينو هېوادونو ته ټرانسپورټي اتشې استول کېږي

    23 اگست 2025

    پاکستان کې د پرځول شوي جمهوريت سفیر نجيب الله علي‌خېل: تاريخ ښودلې چې د نورو اجنډاوو‌ پر اساس په پردي ملکونو کې راټولېدل مو هېڅکله ثبات ته نه شي رسولی

    23 اگست 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د امریکا دفاعي استخباراتو ادارې مشر له خپلې دندې ګوښه شوی

    23 اگست 2025

    د ټرانسپورټي ستونزو د حل په موخه ځينو هېوادونو ته ټرانسپورټي اتشې استول کېږي

    23 اگست 2025

    پاکستان کې د پرځول شوي جمهوريت سفیر نجيب الله علي‌خېل: تاريخ ښودلې چې د نورو اجنډاوو‌ پر اساس په پردي ملکونو کې راټولېدل مو هېڅکله ثبات ته نه شي رسولی

    23 اگست 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،005 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،949 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،972 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.