د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی چي، د روانې غبرګولي میاشتې په لومړۍ او دویمه نېټه د پاکستان له زندانونو ۲۸۷ تنه افغان بندیان ازاد او هېواد ته راستانه شوي دي.
ياد وزارت د کندهار او ننګرهار ولایتونو د سرحدي آمريتونو د معلوماتو له مخې ويلي، یاد کسان د اسنادو پر درلودلو سربېره د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي او له یوې تر ۱۰ ورځو په بند خونو کې ساتل شوي وو.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت زیاته کړې، چې یاد کسان د مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي سیمو ته لېږدول شوي دي.