پاکستاني پوځ بېگاه شپه د خوست او پکتیکا په ځینو سیمو بمباري کړې وه، چې له امله یې د سیمې ځايي ماشومان او ښځې شهیدان شوې وې.
د پکتیا د ډنډ پټان ولسوالۍ کې نن سهار له اوو بجو راهیسې د پاکستان د پوځ له لوري د هاوان ډزونه پیل شوي، چې له امله یې د سیمې درې تنه ټپیان شوي دي.
ځايي خلک وايي، د ډنډ پټان ولسوالۍ اړوند سیمو کې هر ځای مرمۍ لگېږي، چې خلک یې په کورونو کې ایسار کړي دي.
له بل لوري د پکتیکا روغتیايي مسوولین وايي، د پاکستان د پوځ د ډیسي توپونو له امله تر اوسه د ښرنې روغتون ته ۵۷ جسدونه راوړل شوي دي، چې د ټپیانو شمېر له دې هم ډېر دی.
د پکتیکا د ښرنې روغتون ویاند اسحاق عمري وايي، ډېری جسدونه د برمل ولسوالۍ څخه ور وړل شوي دي، چې ښځې، ماشومان او د پاخه عمر کسان پکې دي.د عمري په خبره، په ټپیانو کې هم ښځې او ماشومان شامل دي.
که څه هم د دفاع وزارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي؛ خو هندوکش ته د سیمې ځايي خلکو ویلي چې اوسمهال په ډنډپټان او برمل ولسوالۍ کې د دواړو لورو ترمنځ جگړه روانه ده.