لیکوال: عادل افغان
په پاکستان کې د فبرورۍ د اتمې له جنجالي ټاکنو ۲۴ ورځې وروسته، د روانې اونۍ د یکشنبې په ورځ، د دغه هېواد ملي اسمبلۍ د ۲۰۱ رایو په تایید سره، شهباز شریف د دغه هېواد د ۲۴ام لومړي وزیر په توګه وټاکه.
شهباز شریف د مسلم لیګ (ن) پاکستان پیپلز پارټۍ او یو شمیر نورو ګوندونو ګډ نوماند و او د هغه سیال د سني اتحاد شورا نوماند عمر ایوب خان و، چې ۹۲ رایې یې ترلاسه کړې.
شهباز شریف تر ټاکل کېدو وروسته په خپله وینا کې وویل چې د هېواد اقتصادي، مالي او امنیتي ستونزې به هوارې کړي. هغه په داسې حال کې دغه ژمنه کوي، چې پاکستان له اوږدې مودې راهیسې پر اقتصادي ننګونو سربېره، له شدیدې قیمتۍ، نا امنیو او لوړې کچې بېکارۍ سره مخ دی.
که څه هم د پاکستان دغه ټاکنې لانجمنې وې، د پراخو درغلیو راپورونه یې خپاره شول، خو داسې ښکاري چې نوی حکومت د یاد هېواد د پوځ په خوښه رامنځته شو.
خو اصلي پوښتنه اوس دا ده، چې ایا د پاکستان نوی حکومت به بیا هم تېرې ناکامې تجربې تکراروي او که به یې له خپلو ناکامو سیاستونو عبرت اخیستی وي؟!
د افغانستان – پاکستان لانجمنې اړیکې
په تېرو دوو لسیزو کې په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ اشغال پر مهال، په دغه هېواد کې د ګاونډیو هېوادونو پر وړاندې شدیده کرکه موجوده وه.
د ګاونډیو هېوادونو پر وړاندې د دې کرکې د خپرولو تر شا د هغو بهرنیو کړیو لاس و، چې په تېرو دوو لسیزو کې يې په افغانستان کې مداخله کوله. په دې موده کې له ګاونډیو هېوادونو او په ځانګړې توګه پاکستان سره د افغانستان د ډېرو ستونزو اصلي علت همدا کرکه وه.
خو واک ته د اسلامي امارت له رسېدو سره سم، اوسني حکومت ته له تېر جمهوریت څخه ډېرې ستونزې په میراث پاتې وې. تمه وه چې پر افغانستان د امارت له واکمنۍ وروسته به د افغانستان او پاکستان اړیکې ښې شي.
په پیل کې دا اړیکې ښې معلومېدې. آن پاکستانیو چارواکو د اسلامي امارت لپاره په نړیواله کچه لابي کوله، چې په رسمیت وپېژندل شي او تعامل ورسره وشي. امارت هم له پاکستان سره همکاري کوله، له ټي ټي پي سره یې د مذاکراتو کوربهتوب وکړ.
د ټي ټي پي او پاکستان ترمنځ مذاکرات ښه روان وو او خبره دې ته رسېدلې وه چې بریالي شي، خو په ډراماتیک ډول د سولې خبرې بې پایلې شوې او آن پاکستان اعلان وکړ چې نور له ټي ټي پې سره خبرې نه کوي.
بریدونه لا پسې زیات شول، پاکستاني لوري پر اسلامي امارت فشار زیات کړ او پر نړیوالو سټیجونو یې هم پر امارت ګوزارونه پیل کړل. اسلامي امارت ځینې ګامونه پورته کړل، خو پاکستاني چارواکو بیا بیا وویل چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد کارول کېږي.
ورو ورو د افغانستان او پاکستان ترمنځ هم ترینګلتیا زیاته شوه، د پاکستان موقت حکومت په یوه بې ساري ګام کې د لکونو افغان کډوالو د ایستلو پرېکړه وکړه، چې دا پر اسلامي امارت د فشار لپاره د پاکستان له اړخه ستر کار و او فضا یې لا زیاته خړه پړه کړه.
د پاکستاني چارواکو او ټي ټي پې ترمنځ خبرې ښې روانې وې، پر ډېرو مسایلو توافق شوی و، ډېره نږدې وه چې توافق وشي، خو پاکستانی لوری په شا شو.
له دې سره یو بل مهم تحول دا و چې عاصم منیر د پاکستان د پوځ مشر شو، هغه د خبرو پر ځای جګړې ته تمایل درلود، خبرې لغوه شوې او جګړه زیاته شوه. ستونزه له همدې ځایه پیل او ورو ورو زیاته شوه.
پاکستاني چارواکو له امارت غوښتل چې د ټي ټي پي پر ضد ګام واخلي، هغوی فعالیت ته پرې نږدي، ویې نیسي، بندي یې کړي او آن پاکستان ته یې وسپاري.
د امارت لپاره دا غوښتنه ځکه د منلو نه وه چې یو خو په تېرو شلوکلونو کې ټي ټي پي د ناټو او امریکا پر ضد له دوی سره مرسته کړې، له بله اړخه دا چاره ورته د خپلو ارزښتونو خلاف ښکاري.
تر دې مهمه دا چې امارت د یوه نوي حکومت په توګه نه غواړي د ټي ټي پي دښمني واخلي، د خپل ځان پر ضد یوه بله جبهه خلاصه کړي. دوی پوهېږي چې که پر ټي ټي پي زیات فشار راوړي، د دې امکان شته چې پر داعش واوړي، ځکه د داعش ځیني مهم وژل شوي او ژوندي غړي د ټي ټي پي غړي وو. دا هغه څه دي چې امارت ته ترې ستر خطر پېښېدلی شي.
اسلامي امارت د ښه ګاونډيتوب او حسن نیت په موخه خپله ټوله هڅه وکړه، خو د پاکستان ناکام حکومت بیا هم خپلې ناکامۍ پالیسۍ او سیاستونو ته مخ کړه، پر اسلامي امارت د فشار راوړلو لپاره یې د ټولو اسلامي او انساني اصولو خلاف، سلګونه زره افغان ګډوال په یخ ژمي کې را و ایستل، د دوی مالونه یې ضبط کړل، قیمتي توکي او پیسې یې ترې غلا کړې، له افغانستان سره پر فرضي کرښه یې دروازې وتړلې، چې په پایله کې یې د افغان سوداګرو مالونه او مېوې د کرښې ها خوا او دېخوا خراب کړل، دې ټولو منفي اقداماتو نه د پاکستان کاوکه اقتصاد سم کړ، نه یې پرې امنیت ټینګ شو او نه یې هم کومه بله ګټه ورته وکړه، بلکې خپل ظالم او پر پردیو ګټو ولاړ سیاست یې ټولې نړۍ ته په ډاګه کړ.
د پاکستان نوی حکومت باید څه وکړي؟
د پاکستان د نوي حکومت پر وړاندې اوس دوه انتخابه موجود دي: یو دا چې د تېر ناکام، ظالم او د امریکا او غرب پر ګټو ولاړ سیاست ته دوام ورکړي او ځان تر ګړنګ لاندې وغورځوي، بل دا چې خپلې تېرې ناکامۍ ومني، لاس ترې واخلي، پر خپل ګاونډ او سیمه کې نوي واقعیتونو ته غاړه کېږدي، د امریکا او غرب د غلامۍ ځنځیر لېرې کړي.
که د پاکستان نوی حکومت لومړي انتخاب ته مخه کوي، بیا هم له امارت او افغانانو سره دوه مخې لوبه کوي، امریکايي پروژو ته یې سترګې نیولې وي، بې ځایه تورونه لګوي، د خپلې ناکامۍ پړه پر امارت اچوي، نوي واقعیتونه نه مني، په خپل ګاونډ افغانستان کې د اسلامي امارت پیاوړی حکومت نه مني، د فشار سیاست خپلوي، نو پایله به یې د تېر په څېر وي، نور به هم په پورونو کې ډوبېږي، خپل سفارتونه او هوايي شرکتونه به پلوري، خپلې شتمنۍ به پلوري، امنیت به یې لا تر دې خرابېږي، په نړیواله کچه به لا ډېر بې عزته کېږي او بلاخره به تر داسې ګړنګ لوېیږي چې بیا راپورته کېدل به یې ناشوني وي.
خو که د دې برعکس له تېر عبرت اخلي، خپلې ناکامۍ ومني، په خپل ګاونډ افغانستان کې پیاوړی امارت ومني، دوه مخې لوبه پرېږدي، متقابل احترام ته مخه کړي، د فشار سیاست پرېږدي، نو بیا شونې ده چې له دې وضعیته راووځي، افغانستان ته کراچۍ بندر ته د تګ راتګ زمینه برابره کړي، سوداګریزو هوکړو ته ژمن پاتې شي، نو امارت به هم د خپلې مثبتې پالیسۍ او حسن نیت له مخې دوی ته منځنۍ اسیا ته د سوداګرۍ لارې بېرته پرانیزي.
اوس نو توپ د پاکستان په میدان کې دی، انتخاب له پاکستان سره دی، یا به ځان جوړوي یا به یې تر ګړنګ غورځوي.