پاکستاني رسنۍ: د پاکستان په پارلمان کې د واکمن ائتلاف غړو پرون دوشنبه په رایه ګیرۍ کې ددې هېواد د پوځ لوی درستیز په ګډون د وسله والو ځواکونو د مشرانو کاري مودې وخت ډېر کړ او د لوی درستیز کاري موده چې پخوا درې کاله وه، پنځو کالونو ته لوړه کړله.
د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند غړیو د پارلمان دا پرئکړه غندلې ده.
د پارلمان تازه پرېکړه په دې معنی چې د پوځ اوسنی لوی درستیز، جنرال عاصم منیر به چې دوه کاله کېږي په دې مقام کې دی د ۲۰۲۷ میلادي کال د نومبر تر میاشتې په خپلې څوکۍ پاتې شي.
د پارلمان غونډې پر مهال چې په تلویزیون کې په مستقیمه توګه خپرئده، د تحریک انصاف ګوند غړیو د منظورو شویو لایحو کاپیانې وڅیرلې او د پارلمان مشر په لور یې ور وغورځولې.