د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې د پاکستان لاهور ښار کې د مرګونې ککړې هوا له امله هره ورځ لسګونه زره کسان د تنفسي ناروغیو له کبله په روغتونونو کې بسترېږي.
د لاهور ښار د روغتیا برخې مسؤلین وايي، چې لاهور کې د ککړې هوا له کبله هره ورځ ۷۰ زره کسان روغتونونو کې بسترېږي.
د پاکستان حکومت بیا لاهور ښار کې بېړنی روغتیايي حالت اعلان کړی، ښوونځي تړل شوي او د دولتي ادارو مامورینو ته یې له کور څخه د کار کولو سپارښتنې کړي.
د یادونې وړ ده چې څو ورځې وړاندې د پاکستان لاهور ښار د نړۍ په کچه له چټلو ښارونو څخه وبلل شو د راپورونو له مخې هلته اوس د هوا ککړتیا درجه ۱۰۶۸ ته رسېدلی دی.