Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د پاکستان په کشمیر کې توند لاریونونه
    لیکني

    د پاکستان په کشمیر کې توند لاریونونه

    صابر افغانصابر افغان15 مې 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    لیکوال: عمران آغا

    د یوه هېواد سیاسي ثبات د سیمې او نړۍ په کچه هغه وخت رامنځ ته کیږي چې قوي مرکزي حاکمیت شتون ولري، دا حاکمیت پر ملت په جبر او زور نه وي تپل شوی، بلکې حاکمیت او سلطه د یوه ملت د هیلو ثمره او آینده وي، د دې ترڅنګ د یوه هېواد د سیاسي ثبات لپاره قوي اقتصاد هم د ملا د تیر حیثیت لري.

    په دې وروستیو کې د پاکستان تر حاکمیت لاندې د آزاد کشمیر په مرکز مظفر آباد او میرپور سیمو کې د ځایي خلکو او پولیسو ترمابین د بريښنیایي لګښتوتو او غنمو د لوړې بیې پخاطر نښتې شوي چې مرګ ژوبلې هم لري.

    د آزاد کشمیر سیمه چې د پاکستان تر حاکمیت لاندې ده، اولس یې له زیاتو کړاونو سره لاس او ګرېوان دی، د پاکستان لخوا ورته هیڅ توجه نه کیږي خو د دې برعکس وخت ناوخت ځورول کیږي.

    د جغرافیوي موقعیت له مخې د آزاد کشمیر سیمه د پرېمانه اوبو څخه برخمنه ده چې د برېښنا د تولید پراخ ظرفیت هم لري، د دې ترڅنګ د کشمیر یو له مهمو حاصلاتو څخه غنم حسابیږي.

    د پاکستان دولت د دې پر ځای چې د کشمیر له خپلو اوبو څخه د کشمیر اولس ته برېښنایي خدمات او د کشمیر مهم حاصلات ( غنم) په ارزانه بیو وړاندې کړي، برعکس د برېښنايي خدماتو بیې لوړې او غنم تر احتکار وروسته قیمته پلوري.

    د پاکستان دولت په دې ورستیو کلونو کې د پیسو نړیوال صندوق (IMF)، چین او عربي متحده امارتو څخه په میلیاردونو قرضدار دی، سیاسي ثبات یې هم ورځ تر بلې خرابیږي، ګوندونه ورځ تر بلې د حکومت څخه سرغړونه کوي تر ټولو ښه نمونه یې د عمران خان پلویان دي.

    آزاد کشمیر د پاکستان له لوري په جبر او زور نیول شوی دی، د پاکستان له دولت څخه کاملا ناراضه دي، د ژوند ابتدائي سهولتونه حتی نه دي ورته برابر شوي، د دولت او اولس تر مابین کله ناکله حتی مسلح برخورد هم کیږي او دا مبارزه به یې لا دوام لري.

    د یادونې وړ ده چې د کشمیر عمومي جغرافیه له ۱۹۴۷ ھ ق کال او هند تر استقلال وروسته په لاندې برخو وویشل شوه:آزاد کشمیر د پاکستان تر حاکمیت لاندې، د اقصی چین په نامه سیمه د چین تر حاکمیت لاندې، د جامو او کشمیر په نوم سیمه د هند تر حاکمیت لاندې.

    مخکینۍ مقالهپاکستان د پښتنو او بلوچانو وروسته کشمیریان ځپي
    راتلونکي مقاله د هوا پیژندنې ادارې نن د هېواد په ۲۲ ولایتونو کې د سختو اورښتونو اټکل کړی

    مربوطه لیکنې

    د مخالفو ډلو په پاشلتیا کې د بهرنیو هېوادونو رول

    22 جون 2025

    جنګونه او درسونه؛ اُمت باید څه ترې زده کړي؟

    17 جون 2025

    افغانستان ته د وروستیو جګړو پیغام او چالشونه

    17 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 22 جون 2025

    بهرنیو چارو وزارت: د ایران د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا نقض د منلو نه دی

    د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د یوې اعلامیې په خپرولو سره د اسرائیلي…

    د ښځو له نامه د مقاومت جبهې ګټه اخیستنه؛ د فرانسې د پرېکړه‌لیک تر شا څه دي؟

    22 جون 2025

    مولوي امیرخان متقي له خپل پاکستاني سیال سره پر دوه اړخیزې سوداګرۍ او ټرانزیټ خبرې کړي

    22 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    بهرنیو چارو وزارت: د ایران د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا نقض د منلو نه دی

    22 جون 2025

    د ښځو له نامه د مقاومت جبهې ګټه اخیستنه؛ د فرانسې د پرېکړه‌لیک تر شا څه دي؟

    22 جون 2025

    مولوي امیرخان متقي له خپل پاکستاني سیال سره پر دوه اړخیزې سوداګرۍ او ټرانزیټ خبرې کړي

    22 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،965 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،899 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،894 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.