د پاکستان پوځ چې له اوږدې مودې راهیسې د امریکا، انګلستان او په ټوله کې د غرب تر مستقیم رسوخ لاندې فعالیت کوي، په سیمه کې د کرايي قاتل په توګه د یادو هېوادونو پروژې پر مخ وړي او آن پر خپل رعیت او ولس هم رحم نه کوي. اوس مهال د پاکستاني حکومت ټولې چارې د پوځ له خوا سمبالېږي، سیاسي حکومت او سیاسیون پکې سمبولیکې څهرې دي او هېڅ ډول اجرائیوي صلاحیت نه لري.
د پاکستاني پوځ تاریخ ته که وکتل شي، ټول پوځي مشران او کلیدي کسان یې غرب په هر اړخیزه توګه روزلي، خپل ارزښتونه یې ورته پېچکاري کړي او پاکستان ته له رسېدو سره سم، د یادو هېوادونو د ګټو د خوندیتوب لپاره د هغوی له خوا د ورکړل شوې اجنډا سره سم پر مخ ځي. که کوم ځل یو پاکستاني سیاستوال او یا هم د ملکي حکومت یو چارواکي د پوځ د اجنډا خلاف کار او یا خبره کړې، نو ژر تر ژره یا خو په فزیکي ډول حذف شوی او یا هم د زندان تورو پنجرو ته لېږل شوی دی، چې ښه بېلګې یې بېنظیر بوټو او د دغه هېواد پخوانی لومړی وزیر عمران خان دي.
پاکستاني پوځ ته نه د پاکستان ګټې مهمې دي، نه پاکستانی ملت او نه هم د سیمې ثبات او له ګاونډیانو سره ښې اړیکې؛ د دوی لپاره یوازې غربي اجنډاوې عملي کول او په بدل کې یې ترې ډالر اخیستل مهم دي او بس! پاکستاني پوځ په خپلو دغه ناسمو سیاستونو او د پردیو ګټو خوندیتوب، اوس عملاً له خپل ولس او خلکو سره په جګړه کې ښکېل کړی، دې چارې یې پوځي مشران وارخطا کړي او تر ډېره یې پړه پر خپلو ګاونډیو هېوادونو، له هغې ډلې پر افغانستان ور اچوي.
پاکستاني حکومت او په ټوله کې پوځ د خپلو دغو ناکامیو د پټولو او د دوی له خوا پر پاکستاني ولس له ظلمونو د پام اړولو په موخه داسې کارونو ته لاس اچوي، چې د دوی بقا له جدي ګواښ او اوسنی حالت د لا پېچلتیا سره مخ کولی شي. پاکستاني پوځ او حکومت د خپلو دغو نمایشي او ناکامو منډو ترړو په دوام، په اسلام اباد کې د پرځېدلي جمهوریت څو ناکامې او بدنامې څهرې راټولوي او هڅه به وکړي چې په افغانستان کې یې جګړې ته وهڅوي او په دې سره په پښتونخوا، بلوچستان، سېند او نورو ځایونو کې پر خپلو ناکامیو او ظلمونو پرده وغوړوي.
د دې غونډې په تړاو لومړۍ او مهمه خبره دا ده، چې دا خلک په افغانستان کې د ننه د ولس له خوا رټل شوي او هېڅوک یې نه ملاتړ کوي او نه یې خبره اوري، دویمه دا چې دا خلک په ډېرو دروازو وګرځېدل او ناهیلې ترې را ستانه شول، دوی لومړی په غرب کې د ځان لپاره د ملاتړو د پیدا کولو لپاره ډېرې هلې ځلې وکړې، خو خریدار یې پیدا نه شو، بیا یې د سیمې او ګاونډیو هېوادونو دروازو ته مخه کړه، آن د اسرائیل تر موساده ورسېدل، خو په افغانستان کې د ننه د داخلي ملاتړ د نه موجودیت او د ولس له خوا د تنفر له وجې یې هر څه ناکام شول.
بله خبره دا ده، چې د پاکستاني پوځ دا هڅې هم د خپلې وارخطایي هڅې دي، دوی له سختې سیاسي، نظامي، اقتصادي او ټولنیزې ماتې سره مخ دي، پاکستاني ملت او ټولنه همدا اوس په چټکۍ سره د انارشېزم خواته روانه ده، په سیند، پنجاب او پښتونخوا کې هره ورځ پراخې سیمې له لاسه ورکوي او عسکر یې وژل کېږي، له هند، بنګله دېش، ایران، افغانستان او ټولو ګاونډیانو سره یې اړیکې خرابې دي، نه څوک ورسره تجارت ته زړه ښه کوي، نه سیاست او نه هم ګډ کار ته، دوی ځانونه منزوي کړي او د خپلې انزوا د ماتې لپاره دا ډول کارونو ته لاس اچوي.
پاکستان دا اوس له ایران سره هم همداسې کار کوي، هغه ایران ضد ډلې روزي او ځای یې ورکړی چې له ایراني حکومت سره مخالفې دي، خو هلته یې هم دا هڅه ناکامه ښکاري او تر اوسه میدان ترې ایران وړی دی، نو په ټوله کې ویلی شو چې په اسلام اباد کې د نیابتي مخالفینو دا اوسنۍ ناسته بې معنی، بې ګټې او له خپل ولس او وطن سره د ناپایه دښمنۍ په معنی ده، افغانان او افغان ولس دا هرڅه ویني او په خپله حافظه کې یې ساتي، دوی دا ډول کسان هېڅکله نه بښي او نه یې هم هېروي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.