Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»سیاسي لیکني»د پاکستان پوځي رژیم د مذاکراتو پر مېز هم ناکام شو
    سیاسي لیکني

    د پاکستان پوځي رژیم د مذاکراتو پر مېز هم ناکام شو

    صابر افغانصابر افغان1 نوومبر 2025څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    له هغې وروسته چې د ډیورنډ د فرضي کرښې په اوږدو کې د پاکستان پوځي رژیم تجاوزانه حرکتونه د افغان حکومت له لوري له کلک غبرګون سره مخ شول، اسلام‌آباد ته دا خبره روښانه شوه چې د زور سیاست نور د افغانانو پر وړاندې نتیجه نه ورکوي. همدا لامل و، چې د پوځي فشار له ناکامېدو وروسته یې د مذاکراتو دروازې وټکولې.

    لومړي مذاکرات په قطر کې ترسره شول. د دې مذاکراتو وړاندیز په اصل کې د پاکستان پوځي رژیم کړی و، ځکه په جګړه‌یز ډګر کې نه یوازې خپلو اهدافو ته و نه رسېدل، بلکې د خپلو ځواکونو د مرګ‌ژوبلې او درنو مالي تلفاتو په پایله کې یې ځان د انزوا په حالت کې وموند. د دې ترڅنګ د اسلامي هېوادونو له پیغورونو سره هم مخ شول، چې څنګه د یوه اسلامي هېواد پر هوایي حریم تجاوز کوي او په بمبارۍ کې د عامو خلکو په شمول ښځې او ماشومان شهیدانوي. له همدې امله د پاکستان پوځي رژیم د مذاکراتو غوښتنه وکړه، څو هغه هدف تر لاسه کړي، چې د زور په نتیجه کې یې نه شوای تر لاسه کولی.

    د قطر مذاکرات، سره له دې چې د پاکستاني پوځي رژیم غوښتنه وه، یوازې د دې لپاره پیل شول، څو نړۍوالو ته وښیي چې موږ د سولې پلویان یو؛ حال دا چې د خبرو پر مېز یې هم د اور لمبو ته لمن وهله. د یاد پوځي رژیم دریځ له پیله ناسم، مغرورانه او تحکمانه بڼه لرله. د خبرو ټول اصول یې له پامه غورځولي وو. د ګواښونو، شرطونو او متکبرانه دریځ له امله یاد مذاکرات له بحثونو وروسته یوازې په اوربند پای ته ورسېدل. برعکس، افغان لوري د خبرو ټول اصول مراعات کړل او د ملي وقار، متانت او منطق پر بنسټ یې خبرې وکړې، چې منځګړی هېواد قطر هم د دې شاهد و.

    د پاکستان پوځي رژیم د قطر په مذاکراتي بهیر کې داسې نامشروع غوښتنې لرلې، چې د افغانستان له ملي حاکمیت، علیا مصالحو او ملي منافعو سره په ښکاره ټکر کې وې. افغان پلاوي په پوره تدبیر سره د دوی ټولې غوښتنې په کلکو ټکو رد کړې. همدغه نامشروع غوښتنې د دې سبب شوې، چې مذاکرات په دوهم پړاو کې هم ترسره شي او پر پاتې مسایلو بحث وشي.

    له قطر وروسته، ترکیې د منځګریتوب وړاندیز وکړ، خو دا هم د پاکستان پوځي رژیم د غوښتنو منلو دویم پړاو و. پاکستاني پوځي رژیم که څه هم دا مذاکرات د خپل سیاسي حیثیت د احیاء لپاره وروستی چانس باله، خو د خبرو پر مېز یې بیا هم د غرور ژبه کاروله. له یوې خوا یې خبرې کولې او له بلې خوا یې حکومتي چارواکو اخطارونه خپرول. د پاکستاني پوځي رژیم دا مذاکرات هم د تېرو مذاکراتو تسلسل وو، چې په دریځ کې یې تکبر، دوه‌مخیتوب او دښمني له ورایه څرګنده وه.

    په استانبول کې د مذاکراتو پر مېز د پاکستاني پوځي رژیم د نه‌تعهد، بې‌ادبۍ او وقفه‌یي کړنو له امله د خبرو فضاء زیانمنه شوې وه. هغوی غوښتل چې د وخت په تېرولو سره خپل فشار زیات کړي، خو افغان پلاوي له منطقي سیاست کار واخیست. دا څرګنده شوه چې د پاکستان پوځي رژیم لا هم د رښتینو خبرو صداقت ته چمتو نه و.

    د افغان لوري چلند د افغانستان واقعي استازیتوب وکړ. له نرمښت سره، سره یې د اساسي اصولو کلکه دفاع وکړه، خو د پاکستان پوځي رژیم چې د سیاست او مذاکراتو له فن دواړو بې‌برخې دی، د تکبر او تحکم له تګلارې پرته بل څه وړاندې نه کړل. دا یې هم و نه سو زغملای چې یو خپلواک افغانستان ورسره د مساوات پر بنسټ خبرې وکړي.

    پاکستان لا هم د سیاست او دیپلوماسۍ پر ځای د پوځ له لیدلوري ټولو مسایلو ته ګوري. د همدې ذهنیت له امله د مذاکراتو پر مېز هم ناکام شو، خو افغانستان بیا دا میدان هم وګټی. د استخباراتي سیاستونو دوام او د نیابتي جګړو ملاتړ د پاکستاني رژیم د ناکامۍ اساسي لاملونه دي.

    اوس افغانستان هغه پخوانی افغانستان نه دی چې د نورو فشار ومني. سیمه‌ییز توازن بدل شوی، د افغان حکومت خپلواکي ټولو ته ثابته شوې ده او ملت هم په هر ډول شرایطو کې د ارضي تمامیت دفاع ته ژمن دی. دا نوي واقعیتونه د پاکستاني پوځي رژیم د زړې تګلارې پر ضد د زمانې پرېکنده پریکړه ده.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهنن شنبه د کرنیزو علومو او ټکنالوجۍ ملي پوهنتون د غذایي امنیت داخلي کنفرانس کوربه ده
    راتلونکي مقاله مجاهد: د پاکستان عوامو ته احترام لرو، دوی زموږ وروڼه دي، باور پرې لرو او د خپل ځان فکر پرې کوو

    مربوطه لیکنې

    د سریع ترور او د مخالفینو د بد برخلیک احتمالي سناریوګانې

    8 جنوري 2026

    د مقاومت ډلې د روڼ سهار دروغجنې وعدې او د بدمرغو ماښامونو واقعیت

    7 جنوري 2026

    د مقاومت ډلې د روڼ سهار دروغجنې وعدې او د بدمرغو ماښامونو واقعیت

    7 جنوري 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 10 جنوري 2026

    خوست کې نږدې ۱۴ سوه جریبه ځمکه امارتي تثبیت شوه

    د عدلیې وزارت وایي، د خوست ولایت د مرکز اړوند په غړومبۍ او مټه چینې…

    ملي دفاع وزارت بې سرنوشته پاتې مجاهدين په خپلو ليکو کې په دندو ګماري

    10 جنوري 2026

    روسيه وايي کېيف کې د قطر سفارت ته د زيان رسولو په پېښه کې لاس نه لري

    10 جنوري 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    خوست کې نږدې ۱۴ سوه جریبه ځمکه امارتي تثبیت شوه

    10 جنوري 2026

    ملي دفاع وزارت بې سرنوشته پاتې مجاهدين په خپلو ليکو کې په دندو ګماري

    10 جنوري 2026

    روسيه وايي کېيف کې د قطر سفارت ته د زيان رسولو په پېښه کې لاس نه لري

    10 جنوري 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،102 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،051 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،111 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.