
تحلیل – لومړۍ برخه
په دې وروستیو کې افغانستان د خودکفايي او دوه اړخیزو ډیپلوماټیکو اړیکو په برخه کې ښه پرمختګونه درلودل، چې له جملې یې یو هم د پاکستان رقیب هېواد هندوستان ته د هېواد د بهرنیو چارو د وزیر کامیاب او بریالی سفر یادولی شو؛ دا سفر د افغانستان له خوا د رقابت په موخه نه، بلکې د متوازنې ډیپلوماسۍ، هند کې د قونسلي خدماتو پراخولو او مفاهمې لپاره ترسره شو، خو د هند رقیب دا و نه شو زغملای او لکه څنګه چې د دوی خوښه وه، هماغسې و نه شول، نو سمدستي یې د افغانستان ارضي تمامیت نقض او هوايي برید وکړ.
د پاکستان ادعاوې او حقیقت:
پاکستان، پر افغانستان د اکټوبر د ۹مې له هوايي برید وروسته ادعا وکړل چې په دې برید کې یې د پاکستاني طالبانو مشر مفتي نورولي محسود یې په نښه کړی؛ پاکستان په دې برید غوښتل څلور موارد پر یوه وخت څرګند او هدف ترلاسه کړي، اول دا چې د پاکستاني طالبانو رهبري په افغانستان کې ده، دویم دا چې پاکستان هر کله وغواړي، نو د افغانستان ارضي تمامیت به نقضوي، دریم دا چې په کور دننه شته سیاسي فشارونه کم کړي او خپلو خلکو ته په یو ډول قناعت ورکړي، چې د پاکستان پوځ تهدید له منځه وړلای شي، څلورم دا چې افغانستان باید د پاکستان د غوښتنو مطابق ډيپلوماټیکې اړیکې عیارې کړي. خو دا څلور واړه موارد چې مهم اهداف یې لرل، ترلاسه نه کړل.
۱. لومړی مورد چې د پاکستاني طالبانو رهبري په افغانستان کې ده او هلته د دغه خوځښت مشر په نښه شوی، دروغ ثابت شو. د دغه تحریک د مشر مفتي نور ولي محسود یوه تازه ویډيو خپره شوې، چې د پاکستان له خوا د نوموړي په نښه کېدل او په کابل کې یې د هغه شتون رد کړ، هغه ویلي چې په قبایلي خاوره، خیبر کې اوسېږي او هلته یې خپلې مبارزې ته ادامه ورکړې. دا ویډيو د پاکستان د استخباراتي ادارې د عزت جنازه وه.
۲. دویم مورد چې پاکستان هر کله وغواړي، نو د نامسؤله وسله والو ډلو مرکزونه به په افغانستان کې په نښه کوي او د دغه هېواد ارضي تمامیت به نقضوي، خو ځوابي اقدامات به نه وي؛ مګر پاکستان چې څنګه انګېرلې وه، دا ځل افغانستان بې ځوابه پاتې نشو، بلکې داسې ځواب ورکړل شو چې پاکستاني پوځ یې فکر لا هم نشوای کولای. دغه اجیر پوځ ته د نوک ځواب په سوک ورکړل شو او دا ورته وښودل شوه چې دا خاوره بې مالکه نه ده.
۳. دریم مورد چې پاکستاني پوځ هڅه کول د دې برید په ترسره کولو، په کور دننه شته سیاسي فشارونه کم کړي او خپلو خلکو ته په یو ډول قناعت ورکړي، چې پاکستانی پوځ هر چیرته تهدید له منځه وړلای شي؛ خو دا هم د تل په څېر یوه ناکامه هڅه بللی شو، ځکه له دې برید څو ساعتونه وروسته، پاکستاني طالبانو او نورو وسلوالو ډلو په پاکستان کې تر دې مهاله، د پخوا په پرتله څو چنده ډېر بریدونه کړي، چې ځغلنده کتنه ورته کوو.
تحریک طالبان پاکستان د اکټوبر له یوولسمې بیا تر شپاړلسمې په پېښور، باجوړ، شمالي وزیرستان، بنو، جنوبي وزیرستان، کوهاټ، ټانګ، اورکزو، دیر، کرم، خیبر، ډېره اسماعیل خان، سوات او نورو سیمو کې ګڼ شمېر بریدونه کړي، چې ټول ټال شمېر یې «۶۴» ته رسېږي، د دې بریدونو پر مهال له سپکو او درنو وسلو څخه استفاده شوې، چې په پایله کې له سل زیاتو پاکستانیو ملېشو ته مرګژوبله اوښتې ده، مرکزونه یې وران شوي، وسلې او مهمات ترې نیول شوي او وسایط یې تخریب شوي دي.
اتحاد المجاهدین هم د اکټوبر له لسمې بیا تر شپاړلسمې د پاکستان په مختلفو سیمو کې بریدونه کړي، چې ټول ټال شمېر یې «۱۸» ته رسېږي، په دې کې کمینونه، د پوستو نیول او مختلف النوع بریدونه شامل دي، چې ګڼ شمېر پوځیانو ته یې مرګ ژوبله اړولې او د ډرون په شمول یې زیات شمېر وسلې او مهمات ترلاسه کړي دي.
که چیرته پر افغانستان په بریدونو سره په پاکستان کې امن راغلی وي، پر حکومت سیاسي فشارونه کم شوي وي، پاکستاني پوځ په دې سره کوم پرمختګ کړی وي او تهدیدونه یې دفع کړي وي، نو پایلې دې یې رسنیو او تحلیلګرانو سره شریکې کړي. په اطمنان سره ویلی شو، چې د افغانستان پر ارضي تمامیت تېری، پر ملکي اهدافو بریدونه او په جنایاتو مرتکب کېده به هیڅکله پاکستان امن نه کړي او نه به هم پر دغه هېواد شته فشارونه کم کړي.
۴. څلورم مورد چې افغانستان باید د پاکستان د غوښتنو مطابق ډيپلوماټیکې اړیکې عیارې کړي؛ دا هم یو خوب او خیال دی. افغانانو، په ځانګړې توګه د افغانستان نویو واکمنانو د ولس په ملاتړ له لسیزو مبارزې وروسته په افغانستان کې سرتاسري امن قایم کړی او په ډېر لوړ قیمت یې خپلواکي ترلاسه کړې. نوي افغان حکومت په نړۍوال کلي کې متوازنه ډيپلوماسي انتخاب کړې او د همدې پالیسۍ پر بنسټ، د اسلام د غوښتنو مطابق له هر هېواد سره تعاملات رامنځته او ساتي، دا حکومت په هیڅ قیمت د بهرني فشار او غوښتنې مطابق تعاملات نه عیاروي، له همدې کبله د پاکستان په شمول د هر هغه هېواد چې په دې برخه کې ناسمې غوښتنې لري، له سره دې غور پرې وکړي.
له دې سره د پاکستان د لومړي هوايي برید ټول اهداف ناکام او نه ترلاسه کېدونکي بللی شو؛ د پاکستاني پوځ د شریرې کړۍ دغه ناسمې او بې تحلیله پریکړې د دغه هېواد په وړاندې د افغانانو غصه وپارول، پاکستان د دې ناکام برید او ارضي تمامیت د نقض داسې تاوان پرې کړ، چې له وړاندې یې هیڅ فکر نه کاوه.
غبرګون او انتقامي عملیات:
د پاکستاني پوځ شریرې کړۍ د خپل هوايي برید هغه زیانونه او غبرګونونه نه وو تحلیل کړي، چې له دې برید وروسته ورسره مخامخ شول. د افغانستان ملي دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې وویل: موږ د افغانستان په حریم دا تجاوز په تر ټولو کلکو ټکو غندو او د خپل حریم څخه دفاع زموږ حق ده، له دې اقداماتو وروسته که وضعیت هر څومره ترینګلی کېږي، عواقب به یې د پاکستان پوځ ته راجع وي.
له دې غبرګون یوه ورځ وروسته، د افغانستان له خوا پر ډیورنډ فرضي کرښه له نیمروز تر نورستان پورې د پاکستاني پوځ پر پوستو همغږي بریدونه پیل کړه، دا بریدونه چې په کافي اندازه امادګي ورته نیول شوې وه، له سپکو او درنو وسلو څخه استفاده پکې وشول، پر ځینو پوستو په بریدونو کې ډرونونه هم استفاده شول؛ د دې انتقامي عملیاتو پایلې له اټکل ډیرې مثبتې وې او پاکستان ته غاښ ماتوونکی ځواب ورکړل شو.
په انتقامي عملیاتو کې د پاکستاني ملېشو لسګونه پوستې نیول شوې، سلګونه ملېشو ته مرګ ژوبله اوښتې او وسلې یې ترې نیولې دي. په دې بریدونو کې افغان ځواکونه د ابابیل په څېر د دښمن په مرچلو ور نازل شول، دوی د افغان ولس په استازیتوب دښمنانوته وښودل چې له خپلې خاورې د سر په قیمت ساتنه کوي، د خبرو په ځای یې د عمل په ژبه مشروع غبرګون وښود او څرګنده یې کړه چې له څومره منظم او عالي پلان سره سم یې د هېواد د ارضي تمامیت ساتنه وکړه.
افغانستان که پاکستان سیمې ته ګواښ دی؟
پاکستان پر هر نړۍوال سټېج د افغانستان په اړه یوه تبلیغاتي موضوع، شایعات او له واقعیت لیرې اندیښنې مطرح کړې، چې له جملې یې په افغانستان کې د هغه نامسؤله وسلوالو ډلو د شتون ادعا ده چې پاکستان په ځلونو مطرح کړې ده، خو واقعیت بیا بل څه دی.
د انتقامي عملیاتو له پای ته رسېدو وروسته د افغان حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په یو مطبوعاتي کنفرانس کې وویل، چې پاکستان په خپله خاوره کې د داعشي پروژې په موجودیت او پټنځایونو سترګې پټې کړې دي، چې هم خپل دیني علماء او خلک پرې وژني او هم د افغانستان او سیمې امنیت او ثبات پرې تهدیدوي؛ نوموړي زیاته کړې داعش په افغانستان کې له ماتې وروسته په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې خپلو اصلي ځایونو ته ور وګرځېدل او هلته یې نوي پټنځایونه او مرکزونه ایجاد کړل، د دې مرکزونو له لارې یې ګڼ شمېر بهرني افراد جذب او بیا د ایران او مسکو په شمول په افغانستان کې لسګونه بریدونه وکړل چې په اړه یې کره شواهد شتون لري.
پاکستان د داعش په څېر نیابتي ډلې نه تنها د افغانستان او سیمې د بې ثباته کولو لپاره استفاده کوي، بلکې غواړي د نړۍ او پاکستاني ولس پام د دغه هېواد له بې ثباتۍ، د افغانستان او سیمې د نورو هېوادونو پېښو ته واړوي. پاکستان چې په ځلونو یې پر افغانستان د دوی د مخالفو وسلوالو ډلو د روزلو او مرکزونو ورکولو ناسم تورونه پوري کړي او د دوی په اصطلاح پاکستان پرې ګواښي، نو باید دا سوالونه هم حل کړي چې که افغانستان نا مسؤله وسلوالې ډلې روزي، نو ولې د سیمې نور هېوادونه نه دي ورسره بې ثباته شوي؟ پاکستان پر ډيورنډ کرښه زرګونه پوستې او پر مؤقتي بندرونو(تورخم، سپین بولدک، انګور اډه او نورو) د آیایسآی ځانګړي څارونکي ټیمونه لري، بیا نو نامسؤله وسلوال له کومې لارې پاکستان ته ننوځي چې دغه هېواد یې بې ثباته کړی؟ او که پاکستان د دې وړتیا له لاسه ورکړې چې د خپل حاکمیت او ثبات ساتنه وکړي؟
معلومه خبره ده چې د پاکستان ادعاوې له مسؤلیت څرګنده تېښته ده، دغه هېواد نشي کولای تر خپل حاکمیت لاندې سیمو کې خپل مخالفین کنټرول کړي او ثبات وساتي؛ واقعیت دا دی چې د پاکستان د بې ثباتۍ عاملین وسلوالې ډلې نه، بلکې د پاکستاني پوځ دننه هغه شریره کړۍ ده، چې په خپلو ناسمو او نا سنجیده کړنو یې د پاکستان ولس د خپل حاکمیت په وړاندې درولی. د دې کړۍ ټولې نا سنجیده فیصلې دي، چې په خپله خاوره کې وسلوالې ډلې روزي او په خپله سیمې ته ستر ګواښ پېښوي، نه تنها سیمې، بلکې ګواښ یې تر اروپا هم رسېږي.
د دوه اړخیزو نښتو دوام او د پاکستان بشري جنایت:
له انتقامي عملیاتو سره پاکستاني لوري ته درانه زیانونه واووښتل او په هماغه شپه په ۱۲بجو نښتې د سعودي او قطر په منځګړیتوب ودرېدې، خو پاکستان د نورو نښتو لپاره تازه دمي عساکر، مهمات او توپچي کنډکونه اماده کول، چې افغان سرحدي پولیسو او دفاعي ځواکونو وار پرې دمخه او په خوست کې یې برید پرې وکړ. له دې سره سپین بولدک کې هم سخته نښته پیل شوه، پاکستاني لوري ته درانه ځاني تلفات واووښتل، خو په بدل کې یې پاکستاني پوځیانو په سپین بولدک او وېش کې عام خلک په نښه او برید یې پرې وکړ، چې د ښځو او ماشومانو په ګډون سلګونه تنه ملکي وګړي پکې ټپيان او لسګونه شهیدان شول.
له دې نښتې وروسته د پاکستان په سخت اصرار د ۴۸ ساعتونو لپاره د اوربند غوښتنه وشوه، افغان حکومت هم ومنل او د دې لپاره چې ستونزې په سولهییز ډول حل شي، د مذاکراتو لپاره یې د دفاع وزیر په مشري یو لوړ رتبه هیئت قطر ته ولېږه، خو پاکستاني لوري د خپلو بشري او جنګي جنایاتو په دوام، د اوربند د ۴۸ ساعتونو له پوره کېدو سره سمدستي د پکتیکا په ګومل کې د ملکي خلکو پر کورونو هوايي بریدونه وکړل او د ښځو، ماشومانو او سپین ږیرو په ګډون یې د کرکیټ یو سیمهییز ټیم په نښه او شهیدان کړل.
پاکستان په دې څو ورځني جنګ کې د دوه افغان خبریالانو په شمول، بې ګناه ملکي وګړي په نښه کړي، چې ښکاره بشري جنایت بلل کېږي. که څه هم د انساني حقونو نړۍوال بنسټ ویلي، افغانستان کې پر ملکي اهدافو د پاکستان برید د بشري حقونو له منشور ښکاره سرغړونه ده؛ خو د پاکستاني پوځ دا ناروا بریدونه د نړۍوالو بنسټونو له خوا یوازې په څو اعلامیو غندل د هیچا درد نه دوا کوي او نه هم د دغه نړۍوالو بنسټونو مسؤلیت خلاصېږي. دوی دې دا بشري جنایات دقیق وڅېړي او عاملین دې هغه نړۍوالو محاکمو ته معرفي کړي، چې همېشه یې د افغانستان په اړه له واقعیت لیرې څرګندونې کړې دي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.