Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د پاکستان پوځ او آی ايس آی د ولس په ځپلو کې بريا لټوي
    لیکني

    د پاکستان پوځ او آی ايس آی د ولس په ځپلو کې بريا لټوي

    صابر افغانصابر افغان5 جولای 2024څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د پاکستان له جوړښت څخه بيا تر ننه پوري د دې هېواد پوځ او آی ايس آی يواځې د همسايه ګانو په بربادي او پرديو ته په جاسوسي کې خپله بقاء لټولې؛ چې د دوی د دغې فارمولې مقابل پاکستاني ولس د ټي ټي پي او بي ايل اې (BLA) په نامه سپېڅلې مبارزه پيل کړې.

    کله چې پاکستان په وجود راغی او انګرېزانو له هندوستان او افغانستان څخه ځمکه جلا، پاکستان يې منځته راوړ له همغه وخت څخه؛ لکه په وجود کې چې سرطان دانه منځته راشي نو ټول وجود خوري، همدغسي د پاکستان له جوړېدو سره سيمه ټول نا امنه شوې او ټول همسايه هېوادونه ترې په غاو دي، ورځ تر بلې سيمه پر تباه کېدو ده.

    د پاکستان د منځته راتلو سره پاکستان په ډېر بد حالت کې قرار درلود، اقتصادي سيمه او کارخانې هند ته پاته شوې چې دوی ته يواځې په مليونونو وږی ولس ور له غاړې شو؛ چې په دغه وخت کې برتانيې او امريکا لاس ورکړ.

    د پاکستان له جوړښت څخه بيا تر ننه په پاکستان کې د برتانيې او امريکا اډې موجودې دي چې وخت په وخت يو ځای عمليات هم سره کوي؛ همدا اوس يې د ټي ټي پي او پښتنو د وژلو لپاره امريکايان دعوت کړي.

    امريکا او برتانيه په سيمه کې اتحادي هېواد نه درلود؛ ځکه يې پاکستان ته وويل چې زموږ پروژې عملي کوه چې په بدل کې به موږ پيسې درکوو، ځکه به له پيدايښت سره به مخ پر ختمېدو بيرته نه ځې.

    د دې لپاره ضروري وه چې واک ټول پوځ او آی ايس آی په لاس کې واخلي او له همغه وخت څخه په پاکستان کې پوځي واک دی خو په نامه د جمهوريت دی؛ ولس مشران ترې خپله پنځه کلنه دوره نه شي پوره کولای؛ پسي اخلي يې، په دار کوي یې يا يې هم بندي کوي، ځکه پوځ او آی ايس آی نه غواړي چې ولسواکي په پاکستان کې حاکمه او بهرنۍ پاليسي يې خپلواکه شي.

    د عمران خان بندي کېدل، د بهوټو د وژلو وجه هم همدا ده چې دوی غوښتل بهرنۍ پاليسي يې خودمختاره شي، خو پوځ او آی ايس آی يې هيڅکله ورسره نه مني.

    د دوی د دې غلطو پاليسيو له وجې نن هندوستان يو طاقت او د پرمختګ يو مثال ګرځېدلی، ايران پرمختګ او خودمختاره دی حتا افغانستان هم په اقتصادي لېول تر دوی بهترۍ ته ځان رسولی، که څه هم له څو لسيزو جګړو څخه تازه رابهر شوی، خو دوی ورځ تر بلې مخ پر تباهي روان دي، هېواد يې ډېوالي کېدو ته رسېدلی، ولس يې خوار او زار دی.

    د پاکستان ولس هم دا درک کړې چې پوځ او آی ايس آی يې ورځ تر بلې خرابوي خو په جبر او وحشت سره يې کنټرول کړي؛ پر خپل ولس داسي بمونه غورځوي چې پرديو يرغلګرو به هم داسي نه وای کړي؛ د ولس په ځپلو کې يې حد کړی، وژل، بې عزته کول او داسي غير انساني کړنه به نه وي چې دوی له خپل ولس سره نه وي کړې.

    په خپل ولس کې يې بې شمېره ډلې جوړې کړي چې وخت په وخت ترې همسايه هېوادونو کې کار اخلي؛ په هندوستان، بنګلديش، ايران او افغانستان کې يې جنګوي او که ضرورت شي نو په همدې ډلو باندې پښتانه او بلوڅان هم ځپي.

    لکه جيش عدل ډله چې د سني او شيعه په نامه يې تيار او په ايران کې يې جنګوي؛ يا هم لشکر طيبه چې په هندوستان کې يې جنګوي؛ يا هم لکه اوس چې یې په افغانستان کې د داعش خراسان په نامه ډله جنګوي چې پر دې هرې پروژې دوی له نړۍوالو پيسې اخلي.

    د پاکستان ولس اوس درک کړې چې همېش د پاکستان نظام د دوی په سرونو استخباراتي لوبې کوي؛ د دوی وينه خرڅوي او په بدل کې له نړۍوالو ډالر اخلي ځکه د ټي ټي پي (TTP) او بي ايل اې (BLA) بلوڅانو په نامه يې ځوانان راپورته شوي او د دغه جابر نظام په مقابل يې مبارزه پيل کړې.

    دا چې پاکستاني نظام زدکړه له برطانيې کړې نو په هر کار کې له خپلو شيطاني دماغو څخه کار اخلي؛ د دغې مبارزې (ټي ټي پي او بي ايل اې) د ختمولو په نامه هم له نړۍوالو ډالر اخلي او بيرته همدغه ډلې پر خپلو همسايه هېوادونو تاوانوي او د خپل بادار شوم اهداف پلي کوي.

    مخکینۍ مقالهکندهار کې د غوړيو د تولید درې فابریکي جوړیږي
    راتلونکي مقاله کابل کې یو شمېر نمبر پېلټونه نیول شوي

    مربوطه لیکنې

    د مخالفو ډلو په پاشلتیا کې د بهرنیو هېوادونو رول

    22 جون 2025

    جنګونه او درسونه؛ اُمت باید څه ترې زده کړي؟

    17 جون 2025

    افغانستان ته د وروستیو جګړو پیغام او چالشونه

    17 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    منځنی ختیځ 22 جون 2025

    د يمن حوثي ځواکونو ته حماس غورځنګ پيغام؛ د فلسطين او يمن دښمن يو او جګړه یې ګډه ده

    د حماس غورځنګ پوځي څانګې “القسام” د یمن حوثي ځواکونو مشر ته په یوه پیغام…

    د سوریې استخباراتو د نشه يي توکو مهم قاچاقبر او د بشارالاسد د تره زوی وسيم‌الاسد نيولی

    22 جون 2025

    د يمن د انصار الله د سياسي دفتر غړی محمد البخيتي: د ايران ترڅنګ د امريکا پر وړاندې د جګړې ډګر ته دانګو

    22 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د يمن حوثي ځواکونو ته حماس غورځنګ پيغام؛ د فلسطين او يمن دښمن يو او جګړه یې ګډه ده

    22 جون 2025

    د سوریې استخباراتو د نشه يي توکو مهم قاچاقبر او د بشارالاسد د تره زوی وسيم‌الاسد نيولی

    22 جون 2025

    د يمن د انصار الله د سياسي دفتر غړی محمد البخيتي: د ايران ترڅنګ د امريکا پر وړاندې د جګړې ډګر ته دانګو

    22 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،965 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،899 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،894 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.