Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د پاکستان پوځ خپل ولس غولوي
    لیکني

    د پاکستان پوځ خپل ولس غولوي

    صابر افغانصابر افغان11 مې 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    محمد فیصل

    د پاکستان له جوړیدو ډیر وخت تیر شوی نه و چې پوځ یې په سیاست کې ښکیل شو.

    ایوب خان، یحیی خان، ضیاء الحق او د پرویز مشرف په ګډون ګڼو پوځي مشرانو ملکي حکومتونه ړنګ کړل او پوځي دیکتاتورۍ یې جوړې کړې.

    د پوځ اصلي دنده د یو هیواد د پولو او ارضي تمامیت ساتل وي، خو پاکستاني پوځ نه پولې ساتلي او نه یې ارضي تمامیت ساتلی. هغوی د خپلو ګټو او حرص له پاره پاکستان ګړنګونو غورځولی دی.

    پاکستاني پوځ تل د خپل ولس د غولولو او کورنیو مسلو څخه د خپلو خلکو د مخ اړولو له پاره یو بیروني دښمن موندلی دی.پاکستانی پوځ و نه توانید چې د بنګله دیش د بیلتون مخه ونیسي.

    نه یې په خپل هیواد کې کورنیو جګړو او بیلتونپالو مخه نیولې او نه هم توانیدلی چې په سیاست کې د ښکیلتیا له لارې سیاسي او اقتصادي ثبات رامنځته کړي.

    اوس چې له دوی سره په یوه ورځ ازاد شوی هند په اقتصادي او سیاسي ډګر کې ډیر وړاندې تللی او په هیڅ لحاظ له هند سره د جګړې او خبرو جوګه نه دي، نو مخه یې افغانستان ته کړې.

    دوی بیا هم خپل ولس غولوي او فکر کوي له افغانستان سره د دښمنۍ له لارې به ولس په ځان راټول کړي.

    پوځ یې وړمه ورځ په یو بیان کې وویل چې د پښتونخوا په شانګله کې په چینایانو شوی برید له افغانستانه پلان شوی او بریدګر هم له افغانستان ورغلی و.

    د حیرانتیا خبره خو دا ده چې د دوی په اصطلاح د “لمبړ ون فوج او استخباراتو” په موجودیت کې یو بریدګر څنګه له چاودیدونکو موادو ډک موټر له دغومره اوږد واټن وهلو وروسته هلته رسوي.

    خو مالومیږي چې دروغ وایي او د خپل ولس د غولولو هڅې کوي.

    خپل ولس ته ښیي چې افغان حکومت یې دښمن دی.

    پوځ په دې ډول د خپلو ناکامیو د پټولو ناکام کوشش کوي او د ځان له پاره د یو بل بیروني دښمن په لټه کې دی.

    افغان حکومت چې اقتصاد محوره بهرنۍ پالیسي یې خپله کړې، پوهیږي چې جګړو افغانستان ډیر ځپلی او اوس د یوې بلې جګړې جوګه نه دی، خو که پاکستانی پوځ د جګړې نیت لري، نو بیا د پاکستان پوځ د امریکا په مشرۍ له ناټو او وارسا بلاکونو ډیر قوي نه دی.

    امریکا او شوروي چې ټینګ نه شول او ومو شړل، پاکستان ته درس ورکول بیخي ډیر اسانه دي.

    د پاکستان ولس هم باید پوه شي چې د پوځ ناسمو پالیسیو دوی ډیر خراب کړي او که نوره موقع ورکول کیږي، پاکستان به څه موده وروسته له ګړنګونو اخوا پروت وي.

    مخکینۍ مقالهلغمان کې پرو سږکال ۷۶زره پېژندپاڼې وېشل شوې دي
    راتلونکي مقاله له ټولنې څخه استفراق شوي شخصیتونه

    مربوطه لیکنې

    د افغان تاریخ حماسه او له ولسه د احمد مسعود غیر منطقي غوښتنې

    4 فبروري 2026

    د راتلونکي لپاره د مخالفینو روایت‌ جوړونه ولې پای او پایله نه لري؟

    2 فبروري 2026

    د بلوڅ وسلوالو جګړه د تبلیغ او واقعیت ترمنځ

    1 فبروري 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 6 فبروري 2026

    د ملي دفاع وزارت ویاند، عنایت الله خوارزمي: د پاکستان پوځي رژیم د بې‌بنسټه تورونو او عجولانه څرګندونو له لارې پر خپلو امنیتي ناکامیو پرده نه شي اچولای

    د ملي دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي ویلي، په داسې حال کې چې د…

    پاکستانۍ خبرياله غريده‌ فاروقي: حکومت له چاودنې وروسته ډېر ژر د ځانمرګي بریدګر اړوند معلومات راټول کړل، دا معلومات ولې له برید څخه مخکې ترلاسه نه شول؟

    6 فبروري 2026

    د پاکستان د جمعیت علماء اسلام ګوند مشر، مولانا فضل الرحمن: لسګونه استخباراتي ادارې شته؛ خو بیا هم په اسلام‌ اباد غوندې ښار کې د عامو وګړو ژوند خوندي نه‌ دی

    6 فبروري 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د ملي دفاع وزارت ویاند، عنایت الله خوارزمي: د پاکستان پوځي رژیم د بې‌بنسټه تورونو او عجولانه څرګندونو له لارې پر خپلو امنیتي ناکامیو پرده نه شي اچولای

    6 فبروري 2026

    پاکستانۍ خبرياله غريده‌ فاروقي: حکومت له چاودنې وروسته ډېر ژر د ځانمرګي بریدګر اړوند معلومات راټول کړل، دا معلومات ولې له برید څخه مخکې ترلاسه نه شول؟

    6 فبروري 2026

    د پاکستان د جمعیت علماء اسلام ګوند مشر، مولانا فضل الرحمن: لسګونه استخباراتي ادارې شته؛ خو بیا هم په اسلام‌ اباد غوندې ښار کې د عامو وګړو ژوند خوندي نه‌ دی

    6 فبروري 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،104 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،057 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،116 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.