پاکستاني رسنیو د خپلو چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې د دغه هېواد د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر “اسحق دار” به نږدې ورځو کې افغانستان ته سفر وکړي.
پاکستاني رسنیو ویلي، چې د پاکستان د سنا جرګې د بهرنیو اړیکو په نوې جوړه شوې غونډه کې د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحق دار دغه څرګندونې کړې دي.
نوموړی دغه سفر په داسې مهال کوي، چې پاکستان په مکرر ډول د اوسني افغان حکومت تر مشرۍ لاندې افغان خاوره کې د پاکستاني طالبانو د تحریک د غړو د شتون ادعاوې کړي، خو افغان حکومت یې دا ادعا په کلکه رد کړې او ویلي دي، چې پاکستان کې بریدونه او ناامني د هغوی خپله ستونزه ده او په کار ده چې پړه یې پر افغانستان وا نه چول شي.
افغانستان ته د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر اسحق دار د سفر تر اعلان یو ورځ مخکې د پاکستان د بهرنیو چارو پخواني وزیر او د پيپلز پارټۍ رهبر بلاول بوټو زرداري ویلي، چې په تشو سفرونو د پاکستان ستونزې نه هواریږي.