له تېرې پنجشنبې ورځې راهيسې ځينو رسنيو د کابل په خيرخانه سيمه کې د امنيتي ځواکونو له لوري د عصمت الله نوري په نوم د يوه پخواني نظامي د شکنجه کېدلو او وژل کېدلو خبرونه لاس په لاس کړل چې هندوکشغږ وپتیله په دې اړه هر اړخيزه او بې طرفه څېړنه وکړي؛ له څېړونو وروسته معلومه شوه چې ياد کس د شکنجې نه، بلکه د زړه د حملې له امله وفات شوی.
لومړی:
د عصمت الله نوري نومي کس ورور په ويډيويي کليپ کې د خپل ورور مړينه د زړه د حملې له امله ګڼي او هېڅ ډول کومه شخړه او شکنجه یې نه ګڼي او نه په چا څه ادعا لري.
دوهم:
رسنيو د عصمت الله نوري نومي کس مړينه د عبدالحمید خراساني له لوري د شکنجې په پايله کې ياده کړې په داسې حال کې چې يو غږيز کليپ چې عصمت الله نوري عبدالحمید خراساني ته کړی ښيي چې نوموړی د خراساني نږدې شناخته او خپل ؤ، او پر دې سربېره په ياده سيمه کې د حميد خراساني او اسلامي امارت په کلک ملاتړي پېژندل کېدل.
درېيم:
په ياده سيمه کې د امنيتي کامرو تصوير کې په واضح ډول ښکاري چې عصمت الله نوري نومی کس چې تور رنګ جامې یې په غاړه دي په عادي ډول د عبدالحمید خراساني څنګ ته راځي او وروسته له يوې لنډې مکالمې پرته له کومې شخړې ستنېږي.
د يادونې وړ ده چې امنيتي ځواکونو په ياده سيمه کې عمليات ترسره کول او دا چې له نظامي عملياتو د عامو افرادو تصوير اخيستل منع دي نو په عمصت الله نوري نومي کس امنيتي ځواکونو شک کړی وو چې ګواکې له عملياتو یې تصويرونه اخيستي او د همدې موضوع د سپيناوي په پار د عبدالحمید خراساني څنګ ته رابلل شوی چې وروسته معلومه شوه چې ياد کس تصويرونه نه دي اخيستي او بېرته د خراساني له څنګ رخصت شوی.
څلورم:
د امنيتي ځواکونو عمليات او د امنيتي کامرو له مخې د عصمت الله نوري نومي کس او د خراساني ليدنه سهار ٧:٣٠ بجې شوې، په داسې حال کې چې په ياد کس د زړه حمله د همدې ورځې پر ١٠:٠٠ بجې راغلې او د همدې سيمې نږدې د نجيب صديقي نومې شفاخانې ته له خپلې مېرمنې سره تللی چې ډاکټرانو له معايناتو وروسته ورته له ځايه د نه ښورېدلو ويلي او د دوهمې حملې وړاندوينه یې کړې چې بلاخره همالته په شفاخانه کې د ډاکټرانو په شتون کې پرې د زړه حمله راغلې او مړ شوی.
۱ څرگندون
داد افغانستان بچیان ندی اوس که چیری افغانان وی نوخپل وطن ته دی راشی چی دبل له سپیومینځلوخلاص شی