د افغانستان په اوسني حساس پړاو کې، د افغان حکومت د هغو مخالفو کړیو او اشخاصو دریځونه چې د نظام د ټینګښت پر ځای، په پردیو هېوادونو کې د امریکايي او اروپايي پروژو په تمه د بدلون په لټه کې دي، د دوی د فکري غلامۍ ښکارندویي کوي. دا ډلې چې په تېرو دوو لسیزو کې یې د بهرنیو ډالرو او اشغال په سیوري کې واک تجربه کړ، نن د خپلې سیاسي ناکامۍ د جبران لپاره یو ځل بیا د پردیو په اشارو پردي پلوه دريځونه غوره کوي. دا چې دوی د پاکستان د هوايي تېريو او نورو بهرنیو کړیو د مداخلې په پلمه، د یوې بلې بهرنۍ لاسوهنې هرکلی کوي، ښيي چې د دوی لپاره ملي حاکمیت د يو عملي هدف په توګه نه، بلکې یوازې د یوې تشې اصطلاح په توګه ارزښت لري.

دوی چې د جمهوریت د سقوط او د بې اعتباره تړونونو د تکرار پر خبرو ټینګار کوي، په حقیقت کې پر خپلې تېرې بې کفایتۍ اعتراف کوي. دغه مخالفین چې کله د بهرنیو ځواکونو په مالي او نظامي ملاتړ په ارګ او قصرونو کې ناست وو، د قانون او ولسي ارادې په اړه یې هېڅ پوښتنه نه درلوده، خو نن د «ولسي حکومت» يا د ډیموکراتانو په اصطلاح «په رايو راغلي حکومت» د دروغجن شعار تر شا د خپلو بادارانو د ګټو د ساتنې هڅه کوي. د دوی سیاسي فعالیتونه، چې د اروپايي هېوادونو په تالارونو کې د څو ناستو په ترسره کولو سره ګرم او د واک د ترلاسه کولو تمې یې پيدا کېږي، د افغانستان له واقعیتونو سره هېڅ اړخ نه لګوي او یوازې د هغو کسانو د استفادې لپاره دي چې غواړي د پردیو په اتکا د واک په تخيل کې ژوند وکړي.

په داسې حال کې چې افغانستان د ګاونډي له پروژه يي تېريو سره مخ دی، د حکومت مخالفین د خپل صف دننه پر يووالي ټينګار کوي، ترڅو د مخالفينو تر منځ يووالی د ګاونډي له تېري او بهرنيو استخباراتي لوبو سره همغږی شي او له همدې لارې دوی هم خپلو موخو ته ورسېږي. د دوی په لیکنو او څرګندونو کې د فشار او زور خبرې د دې ښکارندویي کوي چې دغه ډلې له ولسي ملاتړ څخه په بشپړ ډول بې برخې دي او یوازې د بهرني پوځي فشار او استخباراتي لوبو په تمه ناست دي. د مخالفينو دا دریځونه د هېواد د سولې او ثبات پر وړاندې ستر خیانت او د هېواد ضد کړنو نوی پړاو ګڼلی شو.

دا ادعاوې چې ګواکې د افغان حکومت پر وړاندې د مخالفینو متحد کېدل د دوی د بریا لاره ده، یو خیالي او احمقانه تصور دی چې د تېرو شلو کلونو د عبرتناکه تاریخ د نه محاسبې له امله مطرح شوی. دا ډلې چې کله په واک کې وې، د خپل منځي اختلافاتو او د فساد د سیالیو له امله یې د جمهوري رژيم د دوام فرصت له لاسه ورکړ، نو نن څنګه کولی شي د ټولیز ائتلاف په رامنځته کولو او د پرديو په ملاتړ افغان حکومت وننګوي!؟ د دوی د تبصرو توندوالی د هېواد د پرمختګ لپاره نه، بلکې د خپلې ورکې شوې دبدبې او څوکۍ د بیرته ترلاسه کولو لپاره د یوې ذلیلې هڅې په توګه د مشاهدې وړ دي.

دوی چې د افغانانو پر نوامیسو د دفاع په نوم تمثيلي چیغې وهي، په حقیقت کې هغه کسان دي چې د خپل حکومت د واکمنۍ پر مهال یې د بهرنیو يرغلګرو د هر ډول سرغړونې پر وړاندې چوپتیا غوره کړې وه. دا د شرم ځای دی چې نن همدا کسان د ولس له نوم څخه د یوې وسیلې په توګه کار اخلي ترڅو د خپلو بهرنیو بادارانو لپاره په افغانستان کې د مداخلې لاره هواره کړي. د دوی دا سیاسي هڅې د اسلامي او ملي ګټو لپاره نه، بلکې د خپلو سیاسي بادارانو د ناخوښۍ لرې کولو او د خپلو شخصي ګټو د خوندیتوب لپاره دي، چې ولس هم په ښه ډول پېژندلي‌.

د نظام د مخالفینو دغه ډول پروژه‌يي فعالیتونه د افغان ولس د ارادې پر خلاف یو بل شرمناک ګام بللی شو. کله چې د مخالفينو دننه یو لوری د پردیو د فشار او بل لوری د بهرنیو اډو د بیا فعالېدو په تمه ناست وي، دا ثابتوي چې د دوی په قاموس کې د خپلواکۍ اصطلاح هېڅ ځای نه لري. ولس نور نه غواړي چې د پردیو په اشاره پر مخ وړل کېدونکو دغو پاشلو ډلو د واک او هوس قرباني شي، بلکې ولس د یو داسې افغانستان غوښتونکی دی چې د بهرنیو پروژو له کرښو څخه آزاد او د خپلو اسلامي او ملي ګټو پر محور څرخي.

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version