Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تورې څېرې»د پرمختګ شعوري دښمنان؛ بهر مېشتي مخالفین څه غواړي؟
    تورې څېرې

    د پرمختګ شعوري دښمنان؛ بهر مېشتي مخالفین څه غواړي؟

    صابر افغانصابر افغان23 جولای 2025څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    کابل څو ورځې وړاندې د ازبکستان او پاکستان هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو کوربه و، چې د دریو هېوادونو ازبکستان، افغانستان او پاکستان تر منځ د افغان ټرانس ریل‌پټلۍ پروژې د شونتیا څیړنې لوی او مهم تړون پکې لاسلیک شو.

    د دې تړون لاسلیک د سمییز اتصال او تعامل په برخه کې لوی اقتصادي او سیاسي ګام ګڼل کیږي، د دې پروژې په نتیجه کې به د منځنۍ آسیا هېوادونه د جنوبي آسیا له هېوادونو سره وصل شي، د یادې پروژې د لاسلیک په موخه د کابل کوربه توب او د دوه ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو راتګ د سیاسي او اقتصادي تعاملاتو تر څنګ سمه‌ییز باور هم څرګندوي، یعنې سرپرست حکومت کولای شي چې له کاونډیانو او نړۍوالو سره فعالې ډیپلوماټیکې اړیکې ولري او د افغانستان موقعیت د یوه مسؤل هېواد په توګه څرګند کړي.

    د افغان ټرانس ریل‌پټلۍ پروژه د افغانستان د اقتصاد په برخه کې یوه با ارزښته حیاتي پروژه بلل کېږي، دا پروژه د افغانستان ټرانزیټي او جیوپولیټیک موقعیت نور هم پیاوړی کوي، د دې پروژې په نتیجه کې به افغان وګړو ته زرګونه کاري فرصتونه ایجاد شي. پخوا د افغانستان له موقعیت څخه یوازې د جنګ د میدان او پردیو استخباراتي لوبو لپاره ګټه اخیستل کېده، ولې اوس د یوه ټرانزیټي مرکز او د سمه‌ییز اتصال لپاره د یوه اساسي پول حیثیت لري.

    د افغان ټرانس ریل‌پټلۍ پروژې د شونتیا څېړنې تړون تر لاسلیک وروسته یو شمېر بهر مېشتو مخالفینو غبرګونونه وښودل او د دغه تړون په اړه یې د عامه اذهانو د مغشوشولو هڅې وکړې. د سرپرست حکومت سیاسي مخالفین د پخوا په څېر د افغانستان د هر پرمختګ په وړاندې غبرګونونه ښکاره کوي، خو دا غبرګونونه او مخالفتونه تصادفي ندي، بلکې شعوري، تنظیم شوي او هدفمند دي.

    شعوري مخالفت اصلاً په حقیقت نه وي ولاړ، بلکې د سیاسي عقدو، شخصي ناکامیو یا د پردیو اجڼډاوو د تطبیق په نتیجه کې رامنځ ته کېږي.

    شعوري مخالین غواړي چې د سرپرست حکومت مشروعیت ته زیان ورسوي، د نړۍوالو او افغانانو په ذهن کې منفي تصور رامنځ ته کړي او افغانستان په خپلو مخالفتونو تل منزوي وساتي.

    شعوري مخالفینو چې کله واک درلوده، د ریل پټلۍ ادارې یوازې یو سمبولیک شکل درلود او پرمختګ یې یوازې د کاغذ پر مخ وو، دا اداره اصلاً د جمهوریتي مشرانو، د پارلمان د وکیلانو او نورو زورواکو د زامنو او خپلوانو د این ټي اې معاشاتو لپاره جوړه شوې وه، د اورګاډي لارې د افغانستان تر سرحدونو را رسېدلي وو، افغانستان د سمه‌ییز اتصال په برخه کې د یوه حایل په توګه واقع شوی و، په ټول افغانستان کې هېڅا د ریل پټلۍ ادارې په نوم هېڅ څه نه پېژندل ځکه کار نه وو ورته شوی.

    د دې ادارې اړوند د حیرتانو بندر عواید عطاء محمد نور شخصي ټولول او د آقینې بندر عواید د دوستم جیب ته تلل، د سرپرست حکومت په راتګ سره افغانستان د سمه‌ییز اتصال په برخه کې د حایل پر ځای د یوه ټرانزیټي پُل حیثیت غوره کړ، اوس د دې ادارې عواید په مکمله توګه د سرپرست حکومت بودیجې ته ټولېږي چې هر کال له دریو څخه تر څلور میلیاردو افغانیو کېږي.

    خو د سرپرست حکومت مخالفین د افغانستان حقیقت ته نه تسلیمېږي او د افغانستان د پرمختګ شعوري دښمني کوي. دوی د پردیو اجنډاوو د تطبیق غوښتونکي دي او د افغانستان د ملي ګټو مخالفت کوي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهمولوي امیرخان متقي: تېر کال توانېدلي یو، چې په روسیې، ترکیې او پاکستان کې د سرپرست حکومت ډيپلوماټیک حضور د سفیرانو تر کچې لوړ کړو
    راتلونکي مقاله د افغانستان بانک: د تېر کال په پرتله د امریکایي ډالرو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت ۰.۷۹ سلنه لوړ شوی

    مربوطه لیکنې

    له راستنو شویو کډوالو سره د چلند په اړه ړندې او بې ځایه نیوکې

    24 جولای 2025

    د امریکا د بیا ځلې یرغل لپاره لابي کوونکي؛ ايا په رښتيا هم د هېواد د خیر غوښتونکي دي؟

    23 جولای 2025

    له ملي ګټو سره د امرالله صالح د دښمنۍ بل څرک

    22 جولای 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 24 جولای 2025

    ‏د کانونو او پټرولیم وزارت: تېر کال په کوچني مقیاس د ۴۲ او په لوی مقایس د ۱۰ کانونو تړونونه لاسلیک شوي دي

    د کانونو او پټرولیم وزارت مسئولینو د حکومتي ادارو د یو کلنو لاسته راوړنو د…

    فطرت: هیواد ته راستنېدونکي کډوال د عفوې له فرمان څخه برخمن دي

    24 جولای 2025

    د فلسطین مقاومت ځواکونو د غزې په بېلابېلو سیمو کې اسرائیلي پوځیان په نښه کړي

    24 جولای 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    ‏د کانونو او پټرولیم وزارت: تېر کال په کوچني مقیاس د ۴۲ او په لوی مقایس د ۱۰ کانونو تړونونه لاسلیک شوي دي

    24 جولای 2025

    فطرت: هیواد ته راستنېدونکي کډوال د عفوې له فرمان څخه برخمن دي

    24 جولای 2025

    د فلسطین مقاومت ځواکونو د غزې په بېلابېلو سیمو کې اسرائیلي پوځیان په نښه کړي

    24 جولای 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،990 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،925 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،931 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.