د ریاستالوزراء له اقتصادي معاونيت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د رياست الوزرا د اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ؛ ملي تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۵ میلیاردو افغانیو په ارزښت د ۳۱ پروژو قراردادونه منظور او د ۷ هغو تعدیل کړل.
خبرپاڼه زياتوي چې د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډې ته چې نن د اسد میاشتې په ۳۱مه نېټه جوړه شوې وه، له اجنډا سره سم ۴۰ پروژې د منظورۍ لپاره وړاندې شوې، چې له جملې یې د ۳۱ پروژو قراردادونه منظور، د ۷ تعدیل، د یوې لغوه او د یوې پروژې د قرارداد د قېمت په اړه اړوند ټاکل شوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه، څو له قراردادي شرکت سره بیاځلې مذاکرات ترسره او خپل راپور د ملي تدارکاتو کمېسیون مشرتابه ته وړاندې کړي.
همدارنګه په خبرپاڼه کې راغلي چې په منظور شوو او تعدیل شوو پروژو کې په بادغیس ولایت کې د آبګردان ذخیروي بند د پاتې چارو بشپړول، د نغلو برښنا بند د تولیدي فابریکې د یوه توربین بیارغونه، په مختلفو ولایتونو کې د برښنا اړوندوسایلو چمتو کول، هېوادوالو ته د باکیفیته او چټکو مخابراتي او انټرنیټي خدمتونو وړاندې کول، د هېواد په بېلابېلو ګمرکونو کې د خدماتو وړاندې کول، د بادغیس ولایت په قلعه نو ښار کې د اوبو رسولو لویې شبکې بشپړول او یوشمېر نورې پروژې شاملې دي، چې د اسلامي امارت له لوري تمویلېږي.