Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تورې څېرې»د پرون ناکام چارواکي، د بایللي سهار په لټون کې
    تورې څېرې

    د پرون ناکام چارواکي، د بایللي سهار په لټون کې

    صابر افغانصابر افغان7 سپتمبر 2025څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د افغان حکومت مخالفین، چې دا مهال په بهر کې مېشتو سیاسي، نظامي او مدني ډلو رهبري کوي، ډېری یې د پرځېدلي جمهوریت چارواکي او ازمویل شوي چارواکي دي، چې په تېر رژیم کې یې مهم مسؤلیتونه ترسره کړي، پر لوړو سیاسي پوسټونو مقرر وو او تر یو حده یې په نظام کې جایګاه درلوده، لکه عبدالرشید دوستم، یونس قانوني، محمد محقق، احمد مسعود، امرالله صالح، سمیع سادات، یاسین ضیاء، سیاف، خليلي، نبیل او ګڼ شمېر نور.

    دوی په مختلفونو نومونو ډلې او جبهې پرانیستې دي، شعار یې د افغان حکومت په وړاندې هر اړخیزه مبارزه ده، خو اهداف یې بیا پاشلي او مختلف دي، مثلاً د ملي ګټو پر ځای د شخصي ګټو تأمین، واک ته له نا مشروع لارو رسېدنه او نور؛ دوی د خپلو ناسمو جوړښتونو او ژورو اختلافي تفکراتو په شتون کې بیا هم هڅه کوي، تر یو حده خپلو شومو موخو ته ورسېږي، خو مختلفو عواملو انزوا ته بېولي.

    د مخالفو ډلو همدغه مشران چې پرون چارواکي وو، د ولس په تله کې وزن شوي، اعتبار یې برې بایللی او نور یې د ملاتړ لپاره زړه نه ښه کوي، دوی د خپلو فسادونو، مظالمو او ناوړه کړنو له کبله منفور او په افغانستان کې د واکمنۍ پر مهال ناکام شوي، د پرون ماتې او ناکامي یې هر چا ته ښه څرګنده ده، دوی باید نور په خپلو فعالیتونو او منډو ترړو د هغه بایللي سهار لټون و نه کړي، کوم چې یې څلور کاله وړاندې بایلود.

    د مخالفینو په آند روڼ سهار هغه دی چې افغانستان د بهرنیو یرغلګرو او نیابتي ډلو د جګړې او ګټې ډګر وي، نه د امن، سولې او ثبات مثالي هېواد. خلکو ته روښانه ده چې د شل کلن جمهوریت تجربه له فساد، بې ‌عدالتیو او ناکامیو ډکه وه، چې ډېره برخه مسؤلیت یې همدغو سیاستوالو ته ور ګرځي، نو ځکه خو خلک باور نشي پرې کولای، حتی هغه خلک چې یو وخت د ډیموکراسۍ او واشنګټن د دفاع په نوم قرباني کېدل، نن ورځ په همدغه سیاسیونو دومره باور نه لري چې یو ځل بیا تکیه په وکړي؛ همدغه بې باورۍ هم د شومو اهدافو د تحقق مخه نیسي.

    بهرنیان هم د مخالفو ډلو د هغه مشرانو او سیاسیونو آرمانونه نور نه پوره کوي، چې په افغانستان کې په فساد او نالایقۍ کې خاص نوم لري. که څه هم پخواني چارواکي او سیاسیون د بهرنیانو ګټو ته وفادار وو، خو په څنګ کې یې شخصي ګټې هم په پراخه کچه تأمینولې، چې له کبله یې هېواد او په ځانګړې توګه سیستم جوړولو ته هیڅ بنسټیز کار و نه کړ، چې وروسته په تدریج سره د بهرنیانو د ګټو تأمینوونکی رژیم(جمهوریت) هم وپرځېده او د پخوانیو چارواکو بدې ورځې پیل شوې.

    بهر مېشتو مخالفو ډلو، پخوانيو چارواکو او سیاسیونو ته پکار ده چې د داسې سهارونو تمه، آرمان او غوښتنې له ذهنه وباسي، چې یو ځل پکې ناکام شوي دي؛ دوی دې دا هم له یاده وباسي چې بیا به د افغانستان پر دې مجاهد پروره خاوره واکمنان وي، ګټې به یې خوندي وي، واک به یې په لاس کې او د هیڅ بې عدالتۍ پوښتنه به نه ورڅخه کېږي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهصهیونیستي رژیم تېرو ۲۴ ساعتونو کې څه باندې ۴۰۰ فلسطینیانو ته مرګ ژوبله اړولې
    راتلونکي مقاله متحده عربي اماراتو ۴۰ ټنه نوره بشري مرسته افغانستان ته واستوله

    مربوطه لیکنې

    د مقاومت جبهې دوکه‌ شوي جنګیالي بې‌انګیزې شوي دي

    6 سپتمبر 2025

    د اسلام آباد په ناسته کې د مقاومت شوری رول

    3 سپتمبر 2025

    په نقاب کې پټه څهره؛ د عبدالرشید دوستم له شرم ډک ژوند لیک ته لنډه کتنه

    2 سپتمبر 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 7 سپتمبر 2025

    تېره اوونۍ له ایران او پاکستان څخه ۱۷ زره او ۴۰۰ افغان کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوي

    د ‎کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت مسؤلینو ویلي، چې په تېره یوه اوونۍ کې…

    د افغانستان او ايران ترمنځ د وریښمو پُل د هر ډول تګ راتګ پرمخ پرانیستل شو

    7 سپتمبر 2025

    روسيې د اوکراين ولسمشرۍ ماڼۍ په نښه کړې

    7 سپتمبر 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    تېره اوونۍ له ایران او پاکستان څخه ۱۷ زره او ۴۰۰ افغان کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوي

    7 سپتمبر 2025

    د افغانستان او ايران ترمنځ د وریښمو پُل د هر ډول تګ راتګ پرمخ پرانیستل شو

    7 سپتمبر 2025

    روسيې د اوکراين ولسمشرۍ ماڼۍ په نښه کړې

    7 سپتمبر 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،018 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،960 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،990 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.