پرځول شوي جمهوريت کې د پارلمان وکیل او د افغان حکومت د مخالفې مقاومت جبهې غړي محیالدين مهدي په يوه پوډکاسټ کې ويلي، چې دی افغان نه دی او په خبره یې هېڅکله ځان د افغانستان په نوم د يوه هېواد وګړی نه بولي.
نوموړی له افغانيت څخه له انکار ورهاخوا له تعصب په ډکو څرګندونو کې وايي، چې افغانستان پرته له پښتنو څخه د نورو قومونو د اوسېدو ځای نه دی.
د مهدي او د مقاومتيانو د مهمو مشرانو دې ډول څرګندونو ته په پراخه کچه غبرګونونه ښودل شوي او د عامو خلکو په باور دوی تعصب ته کار کوي او د پرديو په اشارو او لارښوونو غږېدونکي اشخاص دي.
ياده دې وي، چې دا مهدی نومی شخص د پرځول شوي جمهوريت په فوق العاده امر په پارلمان کې وکيل و.
مهدی لومړی او اخېرنی کس نه دی، چې د افغانانو ترمنځ د تعصب او تفرقې اچولو هڅه کوي بلکې د جمهوريت اکثريت چارواکو او مسولينو د ورته هڅو په بدل کې له پرديو پروژې او لارښوونې اخيستې.