
د پرځول شوي جمهوریت پخواني مرستیال ولسمشر او د مقاومت په نوم د خیالي جبهې د رهبري غړي احمد ضیا مسعود، په یوه خپره شوې مقاله کې ویلي چې په افغانستان د پاکستان بمباري مشروع ده او ملامتي یې پر افغان لوري واچوله.
نوموړي چې د پخواني رژیم له لوړپوړو چارواکو څخه ګڼل کېږي، ادعا کړې چې د پاکستان بریدونه د هغه هېواد حق دی او د ستونزې اصل لامل افغانستان دی. دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې په وروستیو ورځو کې د افغانستان پر بېګناه وګړو د پاکستان له لوري بمبارۍ سخت غبرګونونه راپارولي دي. دغه څرګندونې د ملي غیرت، حاکمیت او مظلوم ولس پر ضد ښکاره بېغیرتي ګڼل کېږي.
په ورته مهال، د مقاومت جبهې نور مشران او د پخواني ړنګ شوي رژیم یو شمېر سیاسي څېرې، چې ځانونه د هېواد خواخوږي بولي، د پاکستان د بریدونو په وړاندې چوپ پاتې دي او آن ځینو یې دا یرغل توجیه کړی دی.
د یادونې وړ ده چې څو ورځې وړاندې د پاکستان استخباراتي ادارې په اسلاماباد کې د همدې غولېدلو او تښتېدلو پخوانیو سیاسي څېرو یوه غونډه راوبلله او په پای کې یې ګډونوالو ته ۱۳ زره کلدارې او یوه یوه جوړه پاکستانی رخت د ډالۍ په توګه ورکړل.