
د پرځېدلي جمهوريت د دفاع وزارت مرستيال تميم عاصي د اتريش په ويانا ښار کې د مخالفينو او مقاومت جبهې د تش په نوم مشرانو ناستې ته په اشارې په خپله اېکس پاڼه ليکلي، چې د ويانا له هرې غونډې وروسته طالبان کمزوري نه؛ بلکې لا پياوړي کېږي.
نوموړي همدا راز زياته کړې: «هرکله چې د ويانا غونډه ترسره شي، له هغې را وروسته طالبان يا اسلامي امارت لا پیاوړی شي او د نړيوال مشروعيت په لور قدم واخلي، دليل یې دا دی چې عام خلک په جګړه او فساد کې ښکېلو دې مشرانو نه؛ طالبان سل ځله غوره ګڼي».
ياده دې وي چې د تميم عاصي سربېره د پرځېدلي جمهوريت ګڼو نورو مشرانو هم په ياده غونډه توندې نيوکې کړي او يوه بې معنا او استخباراتي پروژه یې بللې ده.