Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د پرځېدلي جمهوریت د فساد په اړه ناویلې
    لیکني

    د پرځېدلي جمهوریت د فساد په اړه ناویلې

    صابر افغانصابر افغان8 سپتمبر 2025څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    وروستۍ تېرې شوې دوه لسیزې د جمهوریت تر عنوان لاندې، په خوږو او غولوونکو شعارونو پیل، خو د فساد په اوج، قتل عام، د کونډو او یتیمانو په اوښکو او له افغان ولس څخه د مفسدو سیاسیونو په تېښته پای ته ورسېدې. شل کاله هېواد او ملت د مفسدینو، جنګ‌سالارانو، قاتلينو او منفورو اشخاصو په لاس کې لکه د بزکشۍ بزغاله تاو را تاو شو، مګر په آخر کې یې میدان په داسې حال کې پرېښوده، چې له خاورو او وینو پرته بل څه هلته وجود نه درلوده.

    دا د ونډو نظام، په بُن کې وېشل شوي واکونه، د زور او جبر حاکمیت پای ته ورسېد، مګر تور تاریخ او بدمرغه کیسې یې پای نه لري، د جمهوریت بنسټ د فساد پر شګو ولاړ و، د ولس د ارادو پر ځای د بهرنیانو د خوښۍ کوښښ کېده، د وزارتونو څوکۍ د معاملو په بازار کې وېشل کېدلې، ملي شتمنۍ د شخصي جیبونو خوراک شوې، چارواکي د ملت د ساتنې پر ځای د خپلو کورونو، حسابونو او بهرنیو پاسپورټونو په فکر کې ډوب وو، عدالت یوازې یو نوم و، خو په عمل کې یې رښتینې څهره ظلم، درغلي، فساد او بې‌ عدالتي وه، د ولس غږ هېڅ ارزښت نه درلوده، د بې‌ وزلو حقونه تر پښو لاندې کېدل، حتی د پوځیانو معاشونه او د وژل شویو حقونه خوړل کېدل، دا نظام د ولس د تمې پر ځای د ولس دوښمن ګرځېدلی و.

    اوس او وړاندې، وخت او نا‌ وخت خپله د جمهوریت چارواکو په فساد، غلاوو او نورو جنایتونو اعترافونه کړي، له یو او بل یې پردې پورته کړې دي. د هغه وخت د تدارکاتو رئیس الهام هوتکي په خپلو وروستیو څرګندونو کې، یو ځل بیا له یو لړ فسادونو او جنایتونو پرده پورته کړې وه، هغه ویلي وو: په ملي دفاع وزارت کې ٨٠٠ مېلیونه ډالر ورک شول، د خیالي عسکرو معاشونه مشرانو اخیستل، قراردادیانو په عسکرو د خرو او سپیانو غوښې خوړلې، د یو مکتب په جوړولو کې نیم میلیون ډالر غلا کېدله، د يو کيلومتر سړک په جوړېدو کې څه کم يو ميليون ډالر فساد ترسره کېده، د اوبو بندونه د ګاونډيو هېوادونو په فرمایشونو جوړېدل او که ګاونډي هېواد پکې خپل زيان ليده، هغه بند ته د جوړېدو اجازه نه ورکول کېده، جمهوريت د يوه ګند د ځای مثال خپل کړی و او چې هر ځای به دې لټاوه‌ د فساد بوی به ترې پورته کېده.

    «د افغان جګړې پټ تاریخ» کتاب لیکوال یو ځای لیکي: افغانستان د پیسو توره کنده وه، د جمهوریت په اوایلو کې یوه پروژه «افغانانو ته د لاس مینځلو د ورښودلو» تر عنوان لاندې پیل شوه، چې ٨٠٠ مېلیونه ډالر شاوخوا مصرف ورباندې راغلی، په سپينه ماڼۍ کې خوښي پرې څرګنده شوه، مګر کله چې موږ افغانستان ته راغلو، افغانانو پنځه وخته اودس کاوه؛ په هرڅه پوهېدل، موږ هک حیران پاتې شوو، خو اوس ډېر ناوخته و. هغه وايي کله به مو چې د جمهوریت د کوم چارواکي د فساد او جرم قضیه مخته وړله، د فساد ریښې یې حتی تر سپینې ماڼۍ پورې رسېدې، دا ډېر مفسد نظام و.

    د جمهوریت پر مهال د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر د ۲۰۲۲ کال په اکټوبر کې وویل: موږ ټولو غلا کوله، نو نظام به څنګه دوام کړی و. په ٢٠٢٢ مکې ظاهر قدیر ویل: د غني، محب او فضلي غوندې خلک د هېواد واکداران وو، جمهوریت به خود سقوط کېده. وايي، په تېر نظام کې فساد او غصب اوج ته رسېدلی و او ټول چارواکي یې د امریکا مامورین وو.

    په افغانستان کې د امریکايي مرستو د څار ادارې «سیګار» مشر جان ساپکو هم په خپل راپور کې ویلي وو، چې دولتي چارواکي د افغان ځواکونو له کونډو څخه د جنسي استفادې په لټه کې وو. نن چې د جمهوریت چارواکي پخپله د خپلو خیانتونو، درغلیو او فسادونو اعترافونه کوي، دا ښکاره ثبوت دی، چې د هغوی نظام د ولس پر خلاف ولاړ و، ولس ته د خدمت پر ځای یې خیانت کاوه.

    جمهوريت د افغان ولس د زحمتونو، قربانیو او هیلو سوداګر و؛ چارواکي یې د وطن په سر د خلکو په وینو او غوښو ماڼۍ جوړې کړې، خو د وطن د ساتنې توان یې ونه درلوده. اوس یې چې خپله خوله پرانیزي، ملت ته یوازې دا وايي، چې موږ پر تاسې سرچپه حکومت وکړ او بس. دا اعترافونه هغه پټ حقیقتونه بربنډوي، چې ولس کلونه، کلونه په خپلو سترګو لیدلي وو. جمهوریت خپله په خپلو خبرو ځان محاکمه کړ او ولس ته یې وویل، چې موږ ستاسو د تباهۍ لامل وو.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهاروزګان کې د ٧٩ کیلومتره سړک د بیارغونې چارې پیل شوې
    راتلونکي مقاله غزه کې د لوږې له امله د شهیدانو شمېر ۳۸۷ تنو ته لوړ شوی

    مربوطه لیکنې

    د سنبلې نهمه؛ ملت ته د ویاړ او پخوانیو چارواکو ته د عار ورځ

    31 اگست 2025

    له فساد او خیانت تر تېښتې؛ د پرځېدلي جمهوریت د مشرانو تور تاریخ

    31 اگست 2025

    له هېواده د تېرو چارواکو تېښته او د دغه ‎فرهنګ په ترویج کې د دوی رول

    31 اگست 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    تورې څېرې 8 سپتمبر 2025

    په نقاب کې پټه څهره؛ د عبدالرشید دوستم له شرم ډک ژوند لیک ته لنډه کتنه

    درېیمه برخه کله چې د شوروي ځواکونو شتون په افغانستان کې پراخ او ډير شو،…

    د نړیوالې اټومي انرژۍ ادارې مشر: د ایران لوړ غني شوي یورانیم د نطنز او اصفهان اټومي تاسیساتو کې دي

    8 سپتمبر 2025

    ملا نورالدین ترابي او کابل کې د جاپان سفیر د ګډو همکاریو پر پراختیا خبرې کړي

    8 سپتمبر 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    په نقاب کې پټه څهره؛ د عبدالرشید دوستم له شرم ډک ژوند لیک ته لنډه کتنه

    8 سپتمبر 2025

    د نړیوالې اټومي انرژۍ ادارې مشر: د ایران لوړ غني شوي یورانیم د نطنز او اصفهان اټومي تاسیساتو کې دي

    8 سپتمبر 2025

    ملا نورالدین ترابي او کابل کې د جاپان سفیر د ګډو همکاریو پر پراختیا خبرې کړي

    8 سپتمبر 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،020 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،961 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،991 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.