Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د پرځېدلي جمهوریت ناپاکې امنیتي لیکې د یو منظم حکومت بدیل کېدلی شي؟
    لیکني

    د پرځېدلي جمهوریت ناپاکې امنیتي لیکې د یو منظم حکومت بدیل کېدلی شي؟

    عمران آغاعمران آغا22 اگست 2025څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp
    د پرځېدلې جمهوریت یو شمېر پخواني قوماندانان وایي، د پرځېدلي جمهوریت امنیتي او دفاعي ځواکونه د سرپرست حکومت بدیل دي. خو که د جمهوریت د امنیتي ځواکونو تاریخ وکتل شي، پاڼې یې له بدو پېښو او ناسمې سابقې ډکې دي، بیا دغه ځواکونه له سرپرست حکومت سره مقایسه کول او یا یې بدیل ښودل د ملت په سترګو کې د خارو شېندلو په معنیٰ دي، ځکه د جمهوریت امنیتي ځواکونه په شر، فساد، قتل، اختطاف، اختلاس، ظلم، وحشت، غلا او جنایاتو کې ښکیل وو، پر خپلو افغانانو یې رحم نه کاوه خو د اشغالګرو لپاره بیا محافظین وو، د هغوی د دفاع لپاره یې د ډالرو په مقابل کې ځانونه سپر کړي وو او د واشنګټن په دفاع کې قرباني کېدل، په صفري قطعاتو او کومانډویانو کې هغه چا ته زیاته ارتقاء او نظامي رتبه ورکول کېده، چا چې به زیات بې ګناه وګړي شهیدان کړل او چا چې د چاپو پر مهال تر ټولو زیات ظلم کاوه.

    د افغانستان هغه سیمې چې د جمهوریت د امنیتي ځواکونو تر کنټرول لاندې وې، تر ټولو نا امنه سیمې بلل کېدې، د کابل په زړه کې د امنیتي ارګانونو تر څار لاندې خلک چورېدل، د هېچا عزت خوندي نه و، له ماښام وروسته هېڅوک له کور څخه نشوای وتلای، امنیتي حوزو په خپل منځ کې کابل او ښارونه د غلا، قاچاق او اختطاف لپاره تقسیم کړی و، هر زورواکي په خپل سري ډول له دوکانونو څخه باج اخیسته، امنیتي حوزې د غلو او اختطافګرو په هډو بدلې شوې وې، د همدې امنیتي لیکو په منځ کې هر ډول فساد نهادینه شوی و، چې له کبله یې هر زورواکي د خپلو مصالحو لپاره کارول او شخصي ګټې یې پرې خوندي کولې.

    که چیرته د جمهوریت د امنیتي ځواکونو ظلم او وحشت ته په عمیق نظر وکتل شي، په تاریخ کې یې پاڼه د دوی د فساد او جنایاتو له کبله شرموونکې او د افغانستان په لمنه تور داغ ده. د همدې امنیتي لیکو له منځه یو پخوانی جنرال، عبدالرازق یادولی شو، په کندهار ولایت کې د نوموړي له خوا په زرهاوو بې ګناه افغانان په شهادت ورسېدل، د ډېرو شهیدانو جسدونه تر اوسه لا ورک دي، د ډېرو شهیدانو جسدونه لا هم په رېګونو کې پیدا کېږي، د همدې جنرال په زندانونو کې له تحولاتو سره داسې ځوانان پیدا شول، چې کورنیو یې مړه بللي وو او فاتحې یې اخیستل شوي وې.

    په میدان وردګ ولایت کې د علي پور په نوم یو قوماندان چې محمد محقق یې پوره حمایه کول، سره له دې چې جمهوریت ته یې نسبت کېده او د جمهوریت په امنیتي لیکو کې یو قوماندان و، خو د یو شمېر عواملو له مخې بیرته د جمهوریت په وړاندې ودرېدی او د جمهوریت د کومانډویانو الوتکه یې وویشتل، په ۱۳۹۷ل کال کې یې د غني له لوري د نیولو امر وشو، نوموړي یې په مقابل کې وویل: «حکومت توان ګرفتاری من را ندارد»؛ غني ته یې په ځواب کې د زور ښودلو لپاره د غور ولایت د لعل جنګل په سیمه کې څلور عسکر او ۸ عام وګړي ووژل.

    د جمهوریت امنیتي ارګانونه له همدغسې جنایتکارانو ډک وو، دوی داسې کارنامې نلري چې د اوسني سرپرست حکومت بدیل شي. د جمهوریت امنیتي ځواکونو دیني پوهه او ملي روحیه نه دلورده، قیادتونه یې پردي وو، د پیسو لپاره تر ارزښتونو هم تېر وو، خو برعکس بیا د سرپرست حکومت قیادت او افراد د افغانانو له منځه دي، په هېواد کې یې د نا امنۍ، جرم او فساد په ځای امن، سوکالي او عدالت تأمین کړي او شپه او ورځ د دې وطن د آبادۍ لپاره خولې تویوي.

    په هیڅ صورت د پرځېدلي جمهوریت امنیتي ځواکونه د دغسې یو عادل حکومت بدیل نشي کېدلی او نه به هم د دې هېواد وګړي نور اجازه ورکړي چې د فاسدو امنیتي لیکو افراد بیا ځل واک ته ورسېږي او د بې ګناه وګړو وینې وبهېږي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهپنجشېر کې زيانمنو خلکو ته د مرستو رسولو هوکړه لاسليک شوه
    راتلونکي مقاله د پرځېدلي جمهوریت ناپاکې امنیتي لیکې د یو منظم حکومت بدیل کېدلی شي؟

    مربوطه لیکنې

    د پرځېدلي جمهوریت ناپاکې امنیتي لیکې د یو منظم حکومت بدیل کېدلی شي؟

    22 اگست 2025

    د پاکستان پوځ؛ د نیابتي ډلو ټپلو او مخالفینو وروستۍ هیله!

    20 اگست 2025

    د مخالفو ډلو ځالې د له منځه تلو په حال کې دي

    19 اگست 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 22 اگست 2025

    تېره ورځ له ايران او پاکستان څخه څه باندې زر کورنۍ هېواد ته راستنې شوي

    سرحدي پوليسو له کندهاره دوبۍ ته د تاريخي سکو د قاچاق مخه نيولې

    22 اگست 2025

    د پرځېدلي جمهوریت ناپاکې امنیتي لیکې د یو منظم حکومت بدیل کېدلی شي؟

    22 اگست 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    تېره ورځ له ايران او پاکستان څخه څه باندې زر کورنۍ هېواد ته راستنې شوي

    22 اگست 2025

    سرحدي پوليسو له کندهاره دوبۍ ته د تاريخي سکو د قاچاق مخه نيولې

    22 اگست 2025

    د پرځېدلي جمهوریت ناپاکې امنیتي لیکې د یو منظم حکومت بدیل کېدلی شي؟

    22 اگست 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،002 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،948 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،971 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.