Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تورې څېرې»د پرځېدلي جمهوریت یوه مفسده څنډه؛ لویه څارنوالي، د عدالت که فساد بنسټ!؟
    تورې څېرې

    د پرځېدلي جمهوریت یوه مفسده څنډه؛ لویه څارنوالي، د عدالت که فساد بنسټ!؟

    صابر افغانصابر افغان5 اگست 2025څرگندونې نشته5 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    په معاصره نړۍ کې عدالت د هر نظام د مشروعیت او پایښت بنسټ ګڼل کېږي، خو کله چې د عدالت بنسټونه پخپله د فساد پر محور وګرځي، نو د نظام مشروعیت تر پوښتنې لاندې راځي. په پرځېدلي جمهوریت کې لویه څارنوالي نه یوازې د عدالت مرجع نه وه، بلکې د سیاسي رقابتونو، شخصي عقدو، قومي امتیازاتو او مالي فساد یوه لويه مرجع وه.

    لویه څارنوالي په پرځېدلي جمهوریت کې داسې بنسټ و چې د قانون تطبیق، د مجرمینو څارنه، د دوسیو تعقیب او د ولس له حقونو دفاع یې دنده ګڼل کېده، خو عملي واقعیتونه بیا له شعارونو سره واټن درلوده. په څارنوالي کې د دوسیو د لغو، بندېدو، یا د متهم د خلاصون لپاره لویه مالي معامله روانه وه. څارنوالانو تر ډېره د پیسو، شناخت، قوم، یا سیاست په بنسټ پرېکړې کولې.

    د پرځېدلي جمهوريت د يوه چارواکي احمدالله علیزي د خبرې په استناد، چې وایي «د قانون د پلي‌کوونکي بنسټ پر ځای، لویه څارنوالۍ د فساد، رشوت، ناوړه استفادې او دوسیو یوه لویه منبع وه. د دې ادارې مشرانو او نږدې کسانو به د شخصي ګټو لپاره د بې‌ګناه خلکو پر ضد جعلي دوسیې جوړولې. هغه کسان چې د رشوت ورکولو وس یې نه درلوده یا یې له چارواکو سره اړیکې نه لرلې، بنديانېدل، شکنجه کېدل او له خپلو دندو ایستل کېدل».

    د احمدالله عليزي خبرې د دې شاهدي ورکوي چې د جمهوريت لويه څارنوالي د زورواکو، څارنوالانو او سیاسيونو ترمنځ په يوه لوی تجارتي مرکز بدله شوې وه چې هره لويه او کوچنۍ پرېکړه یې د عدل پر بنسټ نه، بلکې د رشوتونو په بدل کې حل او فصل کېده.

    احمدالله عليزی د همدې ليکنې په جريان کې يوه بل ټکي ته هم اشاره کوي چې «مظلوم مامورین زندان ته، رشوت‌خوران آزاد! دا یوه معمولې خبره شوې وه چې هغه مظلوم مامور یا عام افغان چې د قانون درناوی یې کاوه، بندي کېده؛ خو هغه څوک چې رشوت یې ورکاوه یا له چارواکو سره مستقیمه اړيکه درلوده خوشې کېده، ستایل کېده او آن لوړې څوکۍ به ورته ورکول کېدې.»

    د پرځېدلي جمهوریت پر مهال د افغانستان په ډېریو دولتي ادارو کې د بستونو خرڅلاو یوه عامه او شرموونکې پدیده وه او لویه څارنوالي هم له دې فاجعې مستثنیٰ نه وه. دا اداره، چې باید د قانون او عدالت مرکز وای، خپله د فساد مرکز ګرځېدلې وه؛ د عليزي له دې خبرې څرګندېږي چې د لويې څارنوالۍ بستونه هم د سیاسیونو او نورو زورواکانو له لوري بولۍ ته وړاندې کېدل او د پیسو په مقابل کې د موقعيت او عایداتو پر بنسټ خرڅېدل.

    په پرځېدلي جمهوريت کې د بستونو د پیرلو دوه لارې ډېرې عامې وې چې يوه یې د سیاستوالو، وکیلانو او زورواکو د شناخت او سفارش له لارې او بله یې هم د چارواکو او منځګړو له لوري د مستقیمې نقدې معاملې له لارې خریداري کېدل.

    دا معمول ګرځېدلی و چې کله به هم يو لوړ بست په پېسو واخیستل شو، هغه به هڅه کوله چې لومړی په بست ورکړل شوې پیسې بېرته پوره کړي او نورې سرمايې برابرولو ته لار هواره کړي، نو بیا به یې په دوسیو کې رشوت او فساد ته مخه کوله چې ځینو کسانو له قاچاقبرانو، زورواکو یا فاسدو سوداګرو سره پټه همکاري لرله، تر څو هم ځان خوندي کړي او هم عواید تر لاسه کړي.

    کله چې بست د يوه قانون‌ پوه پر ځای یوه پیسه‌وال ته ورکړل شي، نو هغه نه عدالت ته ژمن وي، نه ملت ته. دې چارې د قانون حاکمیت له منځه یووړ او خلکو ته یې وښوده چې قانون یوازې پر کمزوري تطبیقېږي.

    کابل بانک، چې د جمهوریت له پیاوړو بانکونو څخه ګڼل کېده، د ۲۰۱۰م کال پر مهال د افغانستان د تاریخ تر ټولو ستر مالي فساد پکې ښکار شو. دغه بانک ظاهراً یو خصوصي مالي بنسټ و، خو په حقیقت کې د لوړپوړو چارواکو، سیاستوالو او زورواکو لپاره د شخصي استفادې سرچینه وه.

    له کابل بانک څخه شاوخوا ۹۰۰ میلیونه ډالر په غیرقانوني ډول د مشکوکو پورونو او جعلي شرکتونو له لارې ایستل شوي وو. ویل کېږي چې د جمهوریت مشران، د کرزي د کورنۍ غړي، وزیران، وکیلان او لوړپوړي چارواکي پکې مستقیم ښکېل وو. لویې څارنوالۍ د لومړنيو فشارونو پر مهال یو شمېر دوسیې خلاصې کړې، خو هغوی چې ځواکمن وو، هیڅکله عدالت ته را کش نکړل شول. د څارنوالۍ چارواکو، د سیاسي ملاحظاتو له امله، د اصلي عاملینو دوسیې یا بندې کړې یا یې پر ځای د کم‌زورو کارکوونکو قرباني کول غوره وبلل.

    دا او دې ته ورته په سلګونو لویې او وړې قضیې د جمهوریت د عدلي بنسټونو د ناتوانۍ او فاسد جوړښت روښانه بېلګه وه او ولسونو ته وښودل شوه چې د پیسو او قدرت خاوندان قانون ته نه حاضریږي، قوانين يوازې په مظلومانو تطبیق کېږي او د زورواکو پر وړاندې بیا تنها د کاغذ پر مخ پاتې کېږي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد عبدالله بن مسعود رض د جګړه‌ییزو ګډو زده‌کړو قومندانۍ څخه لسګونه ځوان منسوبین فارغ شول
    راتلونکي مقاله ملګري ملتونه: له تېرې یوې میاشتې راهیسې په سوریه کې تر ۱۹۰ زرو ډېر کسان بې ځایه شوي دي

    مربوطه لیکنې

    د اشرف غني بې وفا، نا اهله ټیم او ترمنځ یې روانې ناندرۍ

    3 اگست 2025

    له راستنو شویو کډوالو سره د چلند په اړه ړندې او بې ځایه نیوکې

    24 جولای 2025

    د پرمختګ شعوري دښمنان؛ بهر مېشتي مخالفین څه غواړي؟

    23 جولای 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 5 اگست 2025

    ننګرهار کې د يوناما د ځايي دفتر تړلو اوازې سمې نه دي

    له ننګرهار ولايت څخه هندوکش غږ ته رسېدلي معلومات ښيي، چې په دغه ولايت کې…

    شاه‌محمود میاخیل: د سرپرست حکومت پر وړاندې وسله‌وال اپوزیسون له‌منځه تللی او پر فسبوک د فعالو څو محدودو ډلو مشرتابه خپل باور له‌ لاسه ورکړی دی

    5 اگست 2025

    ملګري ملتونه: له تېرې یوې میاشتې راهیسې په سوریه کې تر ۱۹۰ زرو ډېر کسان بې ځایه شوي دي

    5 اگست 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    ننګرهار کې د يوناما د ځايي دفتر تړلو اوازې سمې نه دي

    5 اگست 2025

    شاه‌محمود میاخیل: د سرپرست حکومت پر وړاندې وسله‌وال اپوزیسون له‌منځه تللی او پر فسبوک د فعالو څو محدودو ډلو مشرتابه خپل باور له‌ لاسه ورکړی دی

    5 اگست 2025

    ملګري ملتونه: له تېرې یوې میاشتې راهیسې په سوریه کې تر ۱۹۰ زرو ډېر کسان بې ځایه شوي دي

    5 اگست 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،994 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،930 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،941 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.