نوموړی زیاتوي؛ د دوی سره چې هغه وخت پوره نظامي تجهیزات موجود وو او د یو شل حکومت رهبري یې کوله، مونږ یې ټغر په یوه هفته کې ټول کړ، اوس هیڅ نشي کولای؛ دوی ته صرف د فسبوک او ټویټر مبارزه پاتې ده.
د پنجشیر امنیه قوماندانۍ ویاند عابدالله فاروقی د یاد ولایت د عامه امنیت په اړه وایي چې: هیوادوال دې د خلکو په افواهاتو او دروغو نه غولېږي او خپل ذهنونه دې پرې نه خرابوي، مونږ هغوی(د شر او فساد لارویان) داسې نه دي ځپلي چې زمونږ امنیت ته بیا ځلې ګواښ شي.
مخکینۍ مقالهفطرت: د امریکا راتلونکی ولسشمر باید د افغانستان په اړه مثبت او واقعبینانه سیاست غوره کړي
راتلونکي مقاله د واخان د کوریډور په تړاو د شر او فساد رسنیزې ډنډورې