
د پجنشېر ولایت مقام رسنيز دفتر وايي، چې د دې ولايت له کانونو څخه ۵ زره او ۴۳۵ قیراطه تازه استخراج شوي زمرد د يوې ازادې داوطلبۍ له لارې په ۱۸۹ زره او ۹۹۰ ډالرو پلورل شوي.
سرچينې ويلي، یو شمېر بهرنیو سوداګرو چې په دې داوطلبۍ کې یې برخه اخیستې وه د پنجشېر ولایت د زمردو کانونو پر استخراج د پانګونې ژمنه کړې ده.
د پنجشېر زمرد، چې د سيمې او نړۍ په کچه له ښه نوم څخه برخمن دي، دا مهال په قانوني او فني ډول استخراج او ترلاسه شوي عوايد یې د دولت خزانې ته جمع کېږي.

