د پنجشېر د کانونو او پټرولیم ریاست مسوولینو نن د دغه ولایت له کانونو د تازه استخراج شویو زمردو د پلور خبر ورکړی دی.
د دغه ولایت د کانونو او پټرولیم رییس محمد قاسم امیري ویلي، چې یو ځل بیا د هېواد پر سوداګرو ۲ زره ۶۰۴ قیراطه زمرد د ۳۳۵ زره ۵۰۰ ډالرو په ارزښت د کانونو د څارنې کمېټې د سیمه ییزو چارواکو او سوداګرو په شتون کې د داوطلبۍ له لارې وپلورل شول. ښاغلي امیري زیاته کړه، چې تر دې وړاندې هم له دې لارې د هېواد پرسوداګرو زرګونه قیراطه زمرد پلورل شوي دي.