
د پنجشېر ولایت د کانونو او پېټرولیم ریاست د دغه ولایت په پریان ولسوالۍ کې د سرو زرو د یوه نوي کان د تثبیتېدو خبر ورکړی.
د کانونو رئیس محمد قاسم امیري ویلي، چې دغه کان تازه د پریان ولسوالۍ کلکوا سیمه کې د یاد ریاست د تخنیکي ټیمونو لهخوا تثبیت شوی دی.
ورته مهال د پنجشېر ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ویلي، چې په دغه ولایت کې ورځ تر بلې د کاني سیمې او په ځانګړې ډول د قیمتي ډبرو کانونه د پراختیا په حال کې دي.