Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د پوځ او حکومت نمایشي او حاشیوي منډو ترړو، د پاکستان د پاشل کېدو شک په یقین بدل کړی
    لیکني

    د پوځ او حکومت نمایشي او حاشیوي منډو ترړو، د پاکستان د پاشل کېدو شک په یقین بدل کړی

    صابر افغانصابر افغان13 جنوري 2025څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    پاکستاني حکومت په دغه هېواد کې په بې مخینې ډول د ډېرېدونکو کشمکشونو، سیاسي اړ و دوړ، ترینګلي امنیتي وضعیت، پاشل کېدونکي اقتصاد، ټولنیز طبقاتي سیستم، پراخېدونکي اخلاقي او اداري فساد او له ولس سره ډېرېدونکي واټن څخه د خلکو او نړۍ د پام اړولو، د پاکستاني ملت او هلته د محکومو او مظلومو قومونو د تېر ایستنې لپاره ځینې نمایشي او حاشیوي منډې ترړې پیل کړي او هڅه یې دا ده ترڅو په کور دننه، سیمه ییزه او نړیواله کچه له منځه تللی حیثیت پرې بېرته اعاده او یا تر یوې کچې کنټرول کړي.

    پاکستاني حکومت چې واګې یې د یوه ظالم پوځ او استخباراتو په لاس کې دي، بیا هم د ستونزو د حل لپاره اصلي علتونو او جرړو ته د مراجعې پر ځای، نمایشي کارونو ته لاس اچولی او داسې ښکاري چې دغه حکومت لا هم له ولس سره د خپلو ستونزو اساسي حل ته ژمن نه دی او په دې ډول نمایشي کارونو او منډو ترړو یواځې غواړي چې د لنډې مودې لپاره د ټپي، زورېدلي، کړېدلي او مظلوم ولس د غوسې او کرکې په اور اوبه واچوي او پام یې د لنډې مودې لپاره ترې بلې خواته واړوي.

    د پاکستاني حکومت، پوځ او استخباراتو اوږدو ظلمونو، وحشتونو، جنایتونو، قتلونو، شکنجو او غیر انساني او غیراسلامي زندانونو، پردیو پروژو او ناسمو سیاستونو، دا هېواد یوځل دوه ټوټې کړ او د همدغو ناسمو پالیسیو او ظلمونو په پايله کې د ختیځ پاکستان اوسېدونکي اړ کړ، چې ان خپل دښمن (هند) ته پناه ور وړي او د پاکستاني جنایتکاره او ظالم پوځ له ظلمونو او جنایتونو د خلاصون لپاره ترې مرسته وغواړي. همداسې وشول او د ختیځ پاکستان اوسېدونکو له دغه جنایتکار پوځ سره د یوې سختې جګړې په پایله کې خپله ازادي خپله کړه او بنګله‌دېش په نامه یې ځان ته مستقل هېواد جوړ کړ.

    دغه ظالم او جنایتکاره پوځ له هغه پېښې د عبرت اخیستلو پر ځای، د هماغو ناسمو پالیسیو، جنایتونو، ظلمونو او وجشتونو ته دوام ورکړ. د تېر په پرتله یې توپیر دا دی، چې دا ځل د دغه هېواد پر پوځ، حکومت، استخباراتو او ټولو سرچینو حاکمو اقلیت پنجابیانو په دغه جغرافیه او پښتونخوا پر مېشتو لویو قومونو لکه پښتنو، سندیانو، بلوڅانو او کشمیریانو له اوږدې مودې راهیسې ناتار جوړ کړی، ځوانان یې ورته وژني، کورونه یې ورته په بمونو الوځوي، مشران یې په یوه او بل نامه یا وژني او یا یې تري تم کوي، د ژوند له اساسي او لومړنیو امکاناتو یې محروم کړي، د دوی په سیمو کې شته طبیعي زېرمې لوټي، د دوی د اوسېدو په سیمو کې د امریکايي، غربي او نورو هېوادونو د شومو پروژو د پلي کولو په نوم ترې پیسې اخلي او په ټوله کې د دې سیمو پر خلکو یې عادي ژوند تریخ کړی.

    له دغو ناوړه لارو په ترلاسه کېدونکو پیسو څو ظالم پاکستاني پوځي مشران، څو مفسد سیاسیون او قومي او مذهبې ټېکه داران په دوبۍ، امریکا، اروپا او نورو هېوادونو کې بنګلې ابادې کړي، بچیانو او د کورنۍ غړو او بچیانو ته یې له عیشت او نوش ډک ژوند برابر کړی او په غرب کې د دوی ټول لوړ لګښتونه د بلوڅانو، پښتنو او نورو پرګنو له وینو تامینوي.

    دغو ټولو بې عدالتیو، جنایتونو او قساوتونو پاکستان دا ځل په څو ټوټو د وېشل کېدو پر پوله درولی، د سیال له سیالۍ یې پرځولی، حیثیت یې بایللی، پورونو غرق کړی او هر چا منزوي کړی دی. محرومو پښتنو، وژل شویو او وژل کېدونکو بلوڅانو، مظلومو کشمیریانو او سندیانو اوس هلته له دغه ظالم پوځ او حکومت د خلاصونو په موخه خپلې مبارزې په درز کې روانې کړي دي او داسې ښکاري چې پاکستان به دا ځل د دوو پر ځای څلور او پنځه ټوټې کېږي. دغه شک هغه مهال په یقین بدل شو، کله چې د پاکستان مفسد، ظالم او جنایتکاره پوځ او مشران دا هرڅه په رډو سترګو ویني، خو د اصلي ستونزو د حل او له ولس سره د پخلاینې پر ځای په نورو لوبو، حاشیوي او نمایشي منډو ترړو بوخت دي.

    مخکینۍ مقالهد پاکستان د طالبانو غورځنګ ځواکونو بنو ولايت کې يو پوځي ټانکر له منځه وړی
    راتلونکي مقاله بلوڅ بېلتون پالو په یو لړ بریدونو کې پاکستاني پوځیان، معدن وړونکې لارۍ او پوځي تاسیسات په نښه کړي

    مربوطه لیکنې

    د مخالفو ډلو په پاشلتیا کې د بهرنیو هېوادونو رول

    22 جون 2025

    جنګونه او درسونه؛ اُمت باید څه ترې زده کړي؟

    17 جون 2025

    افغانستان ته د وروستیو جګړو پیغام او چالشونه

    17 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 23 جون 2025

    د سوریې په شمال کې د امریکا پر پوځي هډې برید شوی

    امنیتي ځواکونو پکتیا کې وسلې او مهمات کشف او ضبط کړي

    23 جون 2025

    اسرائیلي رژیم د ایران پر فردو اټومي تاسیساتو او اوین زندان هوایي بریدونه کړي

    23 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د سوریې په شمال کې د امریکا پر پوځي هډې برید شوی

    23 جون 2025

    امنیتي ځواکونو پکتیا کې وسلې او مهمات کشف او ضبط کړي

    23 جون 2025

    اسرائیلي رژیم د ایران پر فردو اټومي تاسیساتو او اوین زندان هوایي بریدونه کړي

    23 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،965 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،899 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،894 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.