
د ننګرهار د پښتورګو ملي روغتون کې د يورولوژۍ متخصصينو او د جراحي ټيم په ګډې همکارۍ د يو ناروغ له چپې ګوردې ۴۵ تيږې اېستل شوې.
د ننګرهار ولایت مقام رسنیز دفتر د دې روغتون د مسئول ډاکتر ذبيح الله روفي له قوله لیکلي: «ناروغ شديد دردونه درلودل، چې د کلينيکي او لابراتواري معايناتو وروسته يې ناروغي تشخيص او په بریاليتوب يې عمليات تر سره شول.»
نوموړي زیاته کړې، چې اوسمهال د یاد ناروغ روغتيايي وضعيت د ډاډ وړ دی.

