ستره محکمه وايي د پکتیا ولايت د مرافعه محکمې د رئيس مفتي عبیدالله خالد او د یاد ولايت څمکنيو ولسوالۍ ابتدائيه محکمې د مسؤولينو په ډېرو هڅو، د علماء کرامو او قومي مشرانو په منځګړيتوب د قتل موضوع حل او فصل شوې.
د سترې محکمې په وينا د قتل یاده موضوع د څمکنيو ولسوالۍ ابتدائيه محکمې ته تر راجع کېدو وروسته څېړل شوې او د مرافعه محکمې رئیس او نورو مسؤولینو د قضیې دواړه لوري سولې ته هڅولي، چې په پایله کې د مقتول کورنۍ قاتل ته بخښنه کړې، او یاده موضوع د دواړو کورنيو ترمنځ په رسمي ډول پای ته رسېدلې ده.