د پکتیا د کرنې، اوبولگولو او مالدارۍ ریاست وايي، په دغه ولایت کې د ځنگلونو د بیا احیا کولو باندې یې کار روان دی او په ۷ ولسوالیو کې یې سلگونه هکتاره ځنگلونه بیا احیا کړي دي.
د کرنې ریاست د طبیعي ځنگلونو عمومي مدیر اصف الرحمن بسمل وايي، په تېرو پینځو کلونو کې شاوخوا ۹۳۰ هکتاره ځنگلونه بیا احیا شوي دي، چې نیمايي غوزان او ځڼغوزي دي.
د بسمل په خبره، د ځنگلونو تلپاتې پروژې له لارې یې یوازې سږ کال په پسرلني کمپاین کې ۶۶ زره د غوزانو او بادامو نیالگي کېنولي دي.:«د پکتیا په ټولو ولسوالیو کې تخریب شوي ځنگلونه بیا احیا کېږي. د ځنگلونو د بیا احیا کولو لپاره اوږدمهال پلان لري او زرگونه نیالگي به ورته وروزي.»
د بسمل په خبره، پروسږکال یې ۲۰ هکتاره ازمایښي ځڼغوزي په میرزکه ولسوالۍ کې کرلي، چې اوس یې مثبته پایله ورکړې او په نورو ولسوالیو کې هم په پام کې لري چې ورته ځنگلونه وکري.
ځنگلونه له یوه پلوه چاپېريال پاک ساتي، د سېلابونو مخه نيسي او د وحشي ژوو کورونه پهخپله غېږ کي لري او د بل پلوه د طبي بوټو په وده او نمو کي مهم رول لوبوي اوهم زموږ لپاره پاکه او تازه هوا برابروي.
همدا راز ځنگلونه د ژوند ارزښت لرونکي اړتیاوې هم برابره وي، چې په گڼو برخو لکه د سون لرگیو، ودانیزو چارو، د مېوو او نورو فرعي محصولاتو په توگه ترې کار اخېستل کېږي، چې دا ټول د انسانانو او وحشي حیواناتو د ژوند کولو لپاره خورا اړین دي.
د جمهوریت پر مهال د هېواد ډېر ځنگلونه ووهل شول او په ځینو ولایتونو کې غرونه سپیره شول، چې اوس یې د بیا احیا لپاره هڅې روانې دي.
د همدغو ځنگلونو له برکته اوس هر کال د هېواد له بېلابېلو ولایتونو زرگونه ټنه ځڼغوزي او غوزان راټولېږي، چې د نړۍ گڼو هېوادونو ته صادرېږي.