د لومړي ځل لپاره له افغانستان څخه د یوې خصوصي تولیدي فابریکې له لورې طبي محصولات اوزبيکستان ته صادر شول.
د مسوولینو په وینا، د یادې طبي کڅوړې ارزښت ۲۵۰ زره امریکایي ډالره ده، چې ټول ټال درې زره کارټنه کېږي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال خیرالدین مایل وایي، چې اوس مهال هېواد کې په نړیوالو معیارونو برابر محصولات توليدېږي.
نوموړي له صنعت او سوداګرۍ وزارت غوښتي، تر څو د کورنیو محصولاتو د ودې او بازارموندنې لپاره په نړيوالو نندارتونونو کې د ګډون زمینه برابره کړي.
صنعت او سوداګرۍ وزارت هم له دې مخکې ويلی وه چې افغانستان په ۱۳۳ تولیدي محصولاتو کې ځان بسیاینې ته رسېدلی دی.