د جمهوري رژیم له پرځېدو وروسته، د ګاونډیو هېوادونو او آن د نړۍ تر ټولو لویه اندېښنه، له افغانستان څخه د نورو هېوادونو پر ضد د بهرنیو وسلهوالو ډلو فعالیت و؛ یوه بېاساسه اندېښنه چې د اشغالګرو او د هغوی د اجیرانو د شل کلن جمهوریت په اوږدو کې د پراخو تبلیغاتو پایله وه.
د نوي حکومت له راتلو راهیسې، که څه هم دا دروغ له منځه لاړل او هغه حقیقت چې د دې ملت د دښمنانو په تبلیغاتو کې پټ و، روښانه شو، خو بیا هم کله نا کله له کوم ثبوت او مدرک پرته، د ځینو مشخصو کړیو لخوا د نوي حاکمیت پر ضد ورته تورونه لګول کېږي ترڅو له دې لارې خپلو ناوړه غوښتنو ته ورسېږي.
خو پوښتنه دا ده چې له افغانستان څخه د ګواښونو د شتون په اړه مضحکه ادعاوې د چا لخوا او په کوم هدف خپرېږي؟ هغه پوښتنه چې په دې لیکنه کې به پرې بحث وشي.
له شک پرته چې نوي حکومت یوازې په خبرو کې نه، بلکې په عمل کې ثابته کړې ده چې افغانستان یو بشپړ خوندي هېواد دی. لکه څنګه چې خلک د رامنځته شوي امنیت او ارامۍ تر سیوري لاندې ارام ژوند تیروي، ګاونډي هېوادونه به هم د افغانستان لخوا له کوم خطر سره مخ نه شي.
همدا د دې لامل شو چې په ډېره کمه موده کې د افغانستان ډېری ګاونډیان په دې هېواد کې شته حقیقت ومني او د افغانستان له نوي حکومت سره د تعامل، ارتباط او همکارۍ په لور ګامونه پورته کړي.
په دې منځ کې، یوازې تاجکستان و چې شایعات یې پر حقیقت غوره کړل او د افغانستان له نوي حکومت سره یې د اړیکو په ټینګولو کې ځنډ وکړ؛ هغه اقدام چې اوس په کې د بدلون نښې لیدل کېږي لکه تاجکستان ته د بلخ د والي وروستی سفر، یو داسې سفر چې د افغانستان د نوي حکومت مخالفینو ته جدي خطر ګڼل کېږي.
اوس چې د افغانستان د نوي حکومت او سیمې هېوادونو، په شمول د تاجکستان، ترمنځ د تعامل بهیر ګړندی شوی دی، د پخواني رژیم ځینې شخصیتونه چې له دې بهیر څخه اندیښمن دي، هڅه کوي «په افغانستان کې د نا امنۍ» د پخوانیو او تکراري روایتونو په خپرولو سره د نوي حکومت مشروعیت تر پوښتنې لاندې راولي؛ لکه په تاجکستان کې د پرځېدلي جمهوریت سفیر او تش په نوم «مقاومت جبهې» ته نږدې کس ظاهر اغبر.
اغبر په دې وروستیو کې تاجکستان ته د بلخ د والي سفر او د دواړو هېوادونو ترمنځ د رسمي اړیکو د زیاتوالي په غیر مستقیم غبرګون کې، د ډله اییز امنیت سازمان (CSTO) د مرستیال څرګندونو ته استناد کړی او هڅه یې کړې ده چې د هغه له خولې د افغانستان له خاورې د امنیتي ګواښونو په اړه اندیښنې مطرح کړي.
اوس چې اسلامي امارت د واقعیت پر بنسټ د پالیسیو په رڼا کې، د سیمې او له هغه ور هاخوا ډېری هېوادونو، د افغانستان د امنیت، ثبات او نوي نظم حقیقت منلی دی، د اغبر په څیر کسان په داسې موقعیت کې قرار لري چې نه رسمي ځای لري او نه ولسي ریښې. په داسې وضعیت کې، د «سیمه اییزو ګواښونو» په څیر مفاهیمو ته لمن وهل یوازې د سیاسي بقاء د ساتلو او د هغو بهرنیو کړیو پام را جلبولو هڅه ده چې په تېرو وختونو کې یې ملاتړ ترې کاوه.
د اغبر دا ادعا چې له افغانستان څخه ګواښونه شتون لري؛ له خپل دې اعتراف سره یې په ښکاره توګه په ټکر کې ده چې ويلي یې و د ډله اییز امنیت سازمان غړي له امارت سره رسمي اړیکې لري.
په رښتیا، څنګه ممکنه ده چې هغه هېواد چې د دوی له نظره «د ګواښ سرچینه» ده، په دیپلوماټیک ډول په رسمیت وپیژندل شي او د دوی سفارتخانې اوسني حکومت ته وسپارل شي؟ دا تناقض، نه یوازې د استدلال کمزوري، بلکې د هغه پټ هدف هم څرګندوي؛ د پخواني سفیر د عنوان ساتل، په بهرنیو رسنیو کې د ځای ساتل او «له نا امنۍ سره د مبارزې» په شعار د مالي مرستو جلبولو هڅه.
حقیقت دا دی چې نن ورځ افغانستان، د پخوا برعکس، نه یوازې له بهرنیو وسله والو ځواکونو څخه پاک شوی دی، بلکې د سمو امنیتي پالیسیو په پایله کې، د ګاونډیو هېوادونو پر وړاندې له هر ډول ګواښ څخه خالي دی. همدا د دې لامل شوی چې د شانګهای او ډله اییز امنیت تړون په څېر د سیمه اییزو سازمانونو ډېری غړي هېوادونه په تدریج سره د افغانستان له نوي حکومت سره د رغنده تعامل په لور ګامونه واخلي.
د تعامل لپاره د تاجکستان اراده، تر هر څه زیات په سیمه کې د نویو واقعیتونو له درک څخه سرچینه اخلي. دوشنبه ښه پوهیږي چې نن ورځ افغانستان نور د بهرنیو قدرتونو د سیالۍ ډګر نه دی، بلکې یو خپلواک هېواد دی چې د متوازنو اړیکو، اقتصادي همکارۍ او سرحدي ثبات په لټه کې دی. له همدې امله، د تاریخ د تیرو تحلیلونو پر بنسټ د دښمنانه دریځونو دوام، نه د تاجکستان او نه هم د سیمې د کوم بل هېواد په ګټه دی.
خو د اغبر په څېر کسانو لپاره چې ټول سیاسي هویت یې د جمهوریت له دوران سره تړلی، د دې حقیقت منل ستونزمن دي. دوی پوهېږي چې د افغانستان د نوي حکومت او تاجکستان ترمنځ د رسمي اړیکو په پراخیدو سره، د دوی وروستی سیاسي پناه ځای هم له منځه ځي. له همدې امله دوی خپلې تل پاتې حربې، یعني «د افغانستان د امنیت تور ښکاره کولو» ته پناه وړي.
په دې ټولو سربېره، هغه څه چې په عملي ډګر کې لیدل کېږي بل څه دي؛ په ټول هېواد کې امنیت ټینګ دی، بهرنۍ اړیکې په پراخیدو دي او د سیمې عامه افکار نور د اغبر لخوا په جوړو شویو جعلي روایتونو باور نه لري.
په پایله کې ویلی شو چې ظاهر اغبر او د هغه همفکران د نا امنۍ پر روایت په ټینګار سره، هڅه کوي چې «له لاسه وتلې څوکۍ» باندې د ځان بلونکي سفیر، یا د مقاومت د تش په نوم جبهې د استازي په توګه وساتي. خو د سیمه اییز سیاست حقیقي جریان له بلې لارې تېریږي؛ هغه لاره چې د واقعیت، تعامل او متقابل درناوي پر بنسټ جوړه شوې ده او همدا لاره ده چې تاجکستان به هم ډیر ژر یا وروسته پر هغه باندې تېرېدلو ته مجبور شي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.


