
په ملي دفاع وزارت کې له انګریزي ښکېلاک څخه د خپلواکۍ اخیستلو ۱۰۶مې کلیزې نمانځغونډې ته د چارو ادارې لوی رئيس مولوي نور الحق انور په خپله وينا کې ويلي، چې آزادي هرڅوک اخيستلی شي؛ خو د آزادۍ ساتل مهم دي.
نوموړی زياتوي: «دا هېواد، ټولنه او ولس د اسلامي جسد غوندې حيثيت لري، د دې فتحې مثال د مکې د فتحې په څېر دی.»
ښاغلي انور همدا راز زياته کړې، چې دیوالونه د یرغلونو مخه نه شي نیولی او په وينا یې په فکرونو کار په کار دی، څو ذهنيتونه جوړ او له نظام سره منسجم شي.