د راپورونو له مخې د چين ولسمشر شي جين پينګ خپل پوځ ته په خطاب کې وېلي: هيڅ وخت جنګ ته د اماده او تيار سۍ له حالت څخه مه غافله کيږئ، او د هر ډول حالاتو او جنګ لپاره اماده اوسئ.
د چين ولسمشر خپل پوځ ته دا خبره داسې مهال کوي چې د امريکا او چين ترمنځ اړيکې د ترينګلتيا په وروستي حد کې روانې دي او همدا راز د منځني ختيځ کړکېچ هم لوړې کچې ته رسېدلی دی.