Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د چکچکو په غبار کې ورک احمد مسعود!
    لیکني

    د چکچکو په غبار کې ورک احمد مسعود!

    عمران آغاعمران آغا9 سپتمبر 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    لیکوال: انجنیر عبدالواسع سالار

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    غربيان د غریبو هېوادونو یا کمزورو هېوادونو بدمستان تر پارلمانونو را ولي، او په تالار کې ورته دومره چکچکې وهل کېږي چې احمق متکلم په ځان پورې حیران کړي.

    د غربیانو چکچکې بې څه نه وي؛ هغه د دریمې نړۍ هېوادونو لیونیو پورې استهزاء کوي خو دا لیوني احمقان نه پرې پوهېږي.

    احمدمسعود د امریکا، فرانسې او اروپا پارلمان کې د چکچکو په دوړو کې ورک شو، نوموړي ته به یو ډول غرور درېده چې ګواکی په دوی کې یو برجسته سیاستوال، عالم، دانا او زړور سړی زه یم.

    نخیر: له تا پخوا یوځل یې ستا پلار هم د فرانسې د پارلمان په تالار کې بدرګه کاوه همداسې لېونۍ چکچکې هغه ته هم ووهل شوې بیا یې سلاح ګانې ور په شا کړې او افغانستان ته یې را ولېږه، د پارلمان د چکچکو په غبار کې ورک احمد شاه مسعود په افغانستان کې د باروتو په لمبو او لوګي کې خپل ولس لولپه کړ.

    کال دوه وړاندې یې د یوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي یې هم راوست او ښه په چکچکو د امریکې کانګرس کې بدرګه شو، هغه لکه فاتح سټیج ته ودرېده، امریکا په شا وډباوه ورته یې وویل چې روسان ماتېږي او دا به ستاسو مېړانه ماتوي؛ بیا به امریکایي سیاستوالو د سترګو کونجونو کې سره وخندل، خو زیلنسکي نه پوهېده چې دلته یې حیثیت څومره وو؟

    امریکایانو به د زیلنسکي مقاومت ستایه بیا به یې اشرف غني وښوده چې زیلنسکي ترې تکړه دی او غني یو فراري انسان ووت؛ ده باید مقاومت کړی وای لکه زیلنسکي باید مقاومت ته راوتلی وای.

    څو میاشتې وړاندې یې زیلنسکي ته وویل چې له روسانو سره روغه وکړه او خپلې ستونزې خپله هوارې کړه، موږ نه مرسته درکولی شو نه مو ملاتړ کولی شو.

    امریکا اوکراین پرې خاورو سره برابره کړه او هلته یې روسان له اقتصادي او بشري زیان سره مخ کړه، روسانو مالي او ځاني تاوانونه ولیدل خو په پای کې یې اوکراین په اوبو ګډ کړ او خپله د خیر په غونډۍ کښېناسته؛ زیلنسکي به اوس ځان او اوکراین څه ډول له دې توپاني اوبو راباسي دا به وخت ثابته کړي.

    امریکایان د نیمې لارې ملګري هم نه کوي؛ د احمد مسعود مطالعه او تجربه ډېره خامه ده، د احمد مسعود پلار یې هم روسانو ته یوازې پرېښی و، روسان یې افغانستان کې ښکیګېل کړل کله چې افغانان ټوک ټوک شول امریکا افغانستان او هغو مجاهدینو ته شا کړه چې مخکې یې ډالر او سټنګر ورکول.

    امریکا درې لسیزې افغانستان ته شا کړه مګر په نولسم د سپتمبر یې بهانه راجوړه کړه او په افغانستان یې د زمکې او هوا له لارې بریدونه وکړل او افغانستان یې اشغال کړ.

    احمد مسعود ته به ډېر ژر عقل سر ته وخېږي چې امریکایان یې لکه زیلنسکي په اوبو ګډ کړي بیا ترې لاړ شي، نو مسعود ته به افغانان وایي: د کونډې زویه اوس وهه د ډاګ مزلونه!

    مخکینۍ مقالهد احمد شاه مسعود په جنایاتو او خیانتونو چپ پاتې کېدل مناسب نه دي!
    راتلونکي مقاله د نن ورځې د مهمو خبرونو غورچاڼ.

    مربوطه لیکنې

    د ښځو حقونو له نوم په استفاده د مقاومت جبهې سیاسي امتیاز طلبي

    21 جولای 2025

    د ناکامو ډلو بې ګټې فیسبوکي مبارزه او ناکامې خیالي وعدې

    19 جولای 2025

    د افغانستان په اړه ناسم تحلیلونه، خیالي فرضیې او عیني واقعیتونه

    17 جولای 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 22 جولای 2025

    د روسیې او اوکراین ترمنځ د مذاکراتو درېیم پړاو روانه اوونۍ ترکیه کې ترسره کېږي

    د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ویلي، چې د کېیف او مسکو ترمنځ د سولې درېیم…

    د برېښنا شرکت رئیس او د ازبکستان انرژۍ وزیر ترمنځ د برېښنا اړوند موضوعاتو په اړه خبرې شوي

    22 جولای 2025

    حماس، اسلامي نړۍ ته؛ غزه کې زموږ خلک له لوږې مړه کېږي، چوپتیا مو ماته کړئ

    22 جولای 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د روسیې او اوکراین ترمنځ د مذاکراتو درېیم پړاو روانه اوونۍ ترکیه کې ترسره کېږي

    22 جولای 2025

    د برېښنا شرکت رئیس او د ازبکستان انرژۍ وزیر ترمنځ د برېښنا اړوند موضوعاتو په اړه خبرې شوي

    22 جولای 2025

    حماس، اسلامي نړۍ ته؛ غزه کې زموږ خلک له لوږې مړه کېږي، چوپتیا مو ماته کړئ

    22 جولای 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،989 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،923 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،931 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.