Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»د چین سفیر: چینايي پانگه‌وال به وهڅوي چې په افغانستان کې پانگونه وکړي
    افغانستان

    د چین سفیر: چینايي پانگه‌وال به وهڅوي چې په افغانستان کې پانگونه وکړي

    صابر افغانصابر افغان24 اپریل 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي په کابل کې د چین سفیر ژاو شېنگ سره لیدلي او په دوه اړخیزو همکاریو یې خبرې کړې دي.

    له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، په دې ناسته کې د افغانستان او چین تر منځ پر دوه اړخیزو سياسي، اقتصادي او فرهنگي همکاریو او وروستيو سیمه‌يیزو پرمختگونو خبرې وشوې.

    د خبرپاڼې له مخې، د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې اسلامي امارت د سوداگرۍ او پانگونې په برخه کې ښه فرصتونه رامنځ ته کړي.

    چین ته د انارو او ځڼغوزیو د صادراتو لوړېدل او د مس عینک، واخان دهلېز او ځینو نورو برخو کې د پانگونې په برخه کې پرمختگونه د اسلامي امارت د یادې تگلارې ښکاره بېلگې دي.

    په خبرپاڼه کې د چین سفیر ژاو شېنگ له قوله ویل شوي، چې چین هڅه کوي په اقتصادي برخه کې لا زیات چینايي پانگه‌وال وهڅوي تر څو په افغانستان کې د اوږدمهاله همکارۍ په نیت پانگونه وکړي.:«دوی د واخان په موضوع کې د دوه اړخیزې همکارۍ په څرنگوالي او امکاناتو باندې غور کوي او هڅه کوي چې له یادې لارې افغان حکومت سره نږدې همکارۍ ته دوام ورکړي.»

    په دغه ناسته کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې په سیمه کې وروستۍ پېښې او پرمختگونه ایجابوي چې افغانستان او چین په پوره همغږۍ خپلو همکاریو ته دوام ورکړي تر څو دواړه هېوادونه وتوانېږي چې خپلې گډې گټې په ښه ډول خوندي کړای شي.اوسمهال افغانستان او چین ښې اړیکې لري او دغه اړیکې د سفارتونو تر کچې رسېدلي دي.

    چین په افغانستان کې د مس عینک، د تېلو او کانونو په استخراج او گڼو نورو برخو کې پانگونه کړې او تمه شته چې چینايي پانگه‌وال به نورو برخو کې هم پانگونې ته زړه ښه کړي.

    مخکینۍ مقالهد نړیوال بانک راپور؛ خیالي اټکلونه او نه پټېدونکي واقعیتونه!
    راتلونکي مقاله د اوسپنې پټلۍ اداره: تېره اوونۍ د اوسپنې پټلۍ له لارې ۷۰زره مټریک ټنه توکي لېږدول شوي

    مربوطه لیکنې

    خوست کې هغه کس نيول شوی چې غوښتل یې په هوايي ډزو انجلۍ ځان ته په نوم کړي

    24 جون 2025

    د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت: پروان ولایت کې د کلیوالي سړکونو د جوړولو چارې پيل شوې

    24 جون 2025

    چينايي پانګوال افغانستان کې د برېښنا او اوبو بندونو جوړولو په برخه کې پانګونه کوي

    24 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    تبصرې 25 جون 2025

    مقاومت جبهه؛ روان وضعیت، په وړاندې یې ننګونې، راتلونکې سناریو او حل لاره

    تحلیل مقاومت جبهه: په ۲۰۲۱ز کال کې د سرپرست حکومت په وړاندې، د احمد مسعود…

    پاکستاني طالبانو د جنوبي وزيرستان پر يوه پوځي کمپ بريد کې پنځه پوځيان وژلي

    24 جون 2025

    خوست کې هغه کس نيول شوی چې غوښتل یې په هوايي ډزو انجلۍ ځان ته په نوم کړي

    24 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    مقاومت جبهه؛ روان وضعیت، په وړاندې یې ننګونې، راتلونکې سناریو او حل لاره

    25 جون 2025

    پاکستاني طالبانو د جنوبي وزيرستان پر يوه پوځي کمپ بريد کې پنځه پوځيان وژلي

    24 جون 2025

    خوست کې هغه کس نيول شوی چې غوښتل یې په هوايي ډزو انجلۍ ځان ته په نوم کړي

    24 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،969 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،900 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،895 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.