دا چې د مېزان شپږمه د ډاکټر نجیب د وژلو له ورځې سره برابره ده، نو د نجیب په تړاو د ده د لارې ملګری امرالله صالح چې دواړه د استخباراتو د هماغه مېز تر شا دنده کړې چې د ملت د وژلو اجنډا پرې پرته وه.
کله چې ډاکټر نجیب الله د خاد په چوکۍ کښېناست نو د دې ادارې تشکیلات یې له لسو کلیدي کسانو څخه تر ۲۵۰۰۰ او بیا تر ۳۰۰۰۰ پورې ورسول، خاد(خدمات امنیت دولتی) د امنیتي خدمتونو مخفف دی چې دا اورګان د اګسا او کام په نامه هم یادېده.
د ۱۳۵۷ کال د ثور د کودتا څخه وروسته ددې اورګان لومړنی رئیس اسدالله سروری و، ورپسې اسدالله امین دا اورګان رهبري کړ، بیا دریم رئیس یې ډاکتر نجیب و له نجیب وروسته ددې اورګان د رهبرۍ چارې غلام فاروق یعقوبي ته وسپارل شوې.
د خاد اورګان د ډلیزو وژنو سابقه لري، هغه مهال خاد د جهنم په نوم یادېده؛ دې اورګان له ۱۳۵۷ کال څخه تر ۱۳۵۸ کال پورې په یو روایت ۱۲۰۰۰ مسلمانان له تېغه تېر کړل او په بل روایت چې نوموړي اورګان ۵۰۰۰ وطنوال په شهادت ورسول.
د خاد او ډاکټر نجیب په جنایتونو د هغه مهال یو نظامي منصبدار چې جنرال عمرزی نومېږي، نوموړي یو کتاب لیکلی چې «د کابل شپې» نومېږي؛ د دې کتاب په منځپانګه کې یې ټول هغه لیستونه او مکتوبونه د سند په ډول راوړي چې خاد هغه مهال په پولیګونونو کې شهیدان کړي.
پولیګون هغه مهال زندان ته ویل کېده چې خلقیانو به د پلچرخي له زندان څخه بې ګناه زندانیان په توره شپه باستل او بیا به یې د جیپانو د څراغونو رڼا ته چارماري کول، یا به یې قطار ودرول او په ډزو به یې شهیدان کړل او په سکټوارونو به یې ایستلو لویو کندو کې خطا کړل او د بلدوزرونو په واسطه به یې پرې خاورې اړولې.
دا یوازې د پلچرخي د زندان تراژیدي نه ده، بلکې کونړ، لغمان او تازه خوست کې د شیخ د پوهنتون په انګړ کې ډلیز قبر وموندل شول.
په دې کندو او ډلیزو قبرونو کې داسې انسانان هم شهیدان شوي چې نه په مرمۍ لګېدلي او نه هم په دار ځړول شوي، بلکې ژوندي کندو ته غورځول شوي او بیا پرې خاورې اړول شوي.
ګڼې کورنۍ لا هم د خپلو کورنیو د ورکو غړو په لټه کې دي، دوی په دې نه دي خبر چې هغه د خاد په واسطه ژوندي تر خاورو لاندې شوي.
د ډاکټر نجیب د اته ویشتم تلین په مناسبت امرالله صالح په خپل ایکس پاڼه لیکلي:«هیڅ داسې لاسوند ما ونه موند چې دا ثابته کړي ګواګې ډاکتر نجیب دې ډلیزې وژنې کړې وي، یا خاد دې قومي او سمتي وژنې کړې وي؛ زه چې کله د ملي امنیت رئیس شوم، نو ما علاقه لرله چې په دې مسایلو څېړنه وکړم، خو ما داسې څه ونه موندل چې خاد دې ډلیزې وژنې کړې وي؛ دا یوازې د غربي رسنیو تبلیغات وو چې د خاد وېره یې د خلکو په ذهنونو کې کرلې وه».
زه وایم چې امرالله صالح دې یوازې «د کابل شپې» کتاب ولولي چې عمرزي صاحب لیکلی، د ټولو مکتوبونو کاپي ګانې یې په کتاب کې خوندي کړي، ټول هغه لیستونه چې پولیګونونو ته د لیستونو سره مل لېږل شوي او هغوی ته هدایت شوی چې دا کسان ووژنئ.هغه جدولونو کې نوم، د پلار نوم، د نیکه نوم، ولایت او د جرم د ډول تذکر هم شوی دی.
د جرم دوه ډولونه قلمداد شوي چې یو یې اشرار او بل یې فیوډال ښودل شوی.د خلقي نظام په دور کې دا دوه کټګورۍ خلک مطلق په مرګ محکوم وو چې یو یې فیوډال او بل یې اشرار وو.
فیوډال هغه څوک و چې ډیرې ځمکې یې لرلې یا په بل عبارت ځمکوال کس د فیوډال په نوم شهرت لاره او فیلډ په انګلیسي ژبه کې ځمکې ته وایي.
خلقي نظام کې دوی د خلکو ځمکې ووېشلې، یعنې له ځمکوالو یې ځمکې واخیستلې، د هغوی په بزګرانو او کور کلي کې یې په غریبو ووېشلې ترڅو د اشتراکیت په نامه خپله تیوري عملي کړي.
چې دې مسئلې د افغانستان خلک یو دایمې لانجې ته ټېل وهل، تر اوسه افغانان د هماغه بدیو کفاره پرېکوي.
دا چې صالح نجیب پاک او لاسونه یې ورته سپین ښودلي، امرالله صالح هم د ډاکټر نجیب په پل روان سړی دی؛ نوموړي د بګرام زندان، د پلچرخي زندان او د افغانستان ټول زندانونه یې په پښتنو ډک کړل، د ایساف په قواوو یې د افغانستان کلي او بانډې بمبارد کړې، کټ مټ لکه ډاکټر نجیب چې زندانونه ډک کړل او بیا یې ډلیزې وژنې وکړې او د دې برسېره یې د افغانستان کلي او بانډې د روسانو په زرهي پوشو ټانګونو او بې رحمه طیارو لولپه کړل.
ډاکټر نجیب بیا ټولوژنه کوله او امرالله صالح یوازې پښتانه وژل او علماء کرام یې ترورول.
د نجیب د ټولوژنې په تړاو د ببرک کارمل د دفاع وزیر او د نجیب د ګوند ملګری جنرال عبدالقادر په خپلو یادښتونو کې لیکي:«نجیب الله باری برای من که از وزارت دفاع برکنار شده و به عنوان سفیر ایفای وظیفه میکردم گفت: تو نمی فهمی! گفتم: بگو که بفهمم، گفت: پشتون را سر ازبیک زدم، ازبیک را سرپشتون، من گفتم: این جرم تاریخی و خیانت ملی است، گفت: برو! تو هنوز نفهمیدی…»
د ظلم کاسه نسکوره ده، نه د خلقي نظام د تاجدارانو قبرونه شته او نه یې ښه نومونه پاتې، بلکې د دوی د نومونو په یادولو یې د کورنۍ، ګوند او د هغه وخت د حکومت ملګري یې پرې د خجالتۍ احساس کوي.
د ملت د قاتلانو ځای دلته نشته، ښه بېلګه یې د شر او فساد مخکښان دي لکه د صالح غوندې او امثالهم او نه د وطن خلک د دوی نومونه او جرمونه هضمولی شي.
تاریخ بد ظالم شی دی کټ مټ لکه د مرګ ملایکه چې په شاه او ګدا رحم نه کوي دغسې تاریخ هم د جانیانو او جنایتګرو مخونه لوڅوي او روان نسل ته یې شریرې څهرې او شرارتونه یې بربنډوي.
صالح د مسعود اجورتي قاتل و او مسعود د امریکایانو لپاره اجورتي قتلونه کول؛ دا سبق به د افغان ولس د کتابونو غټ سرټکي وي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.