ارغوان وطنیار
افغانستان د تاریخ په اوږدو کې د شرعي مسایلو د نه اجماع یا دیني فروعي مسایلو په سر جنجالونه زغملي ، هره ډله یا تنظم راغلی ځان یې تر نورو غوره ګڼلی یو بل یې حذف کړي چې دغه اختلاف بالاخره د اور کره توده کړې او دا مظلوم ملت یې په دې بټ کې ټسولی.
اختلافات تردې کچې ژور تللي چې یوې ډلې بل تکفیر او ان واجب القتل بللی، لویې لویې فتنې ځینې را ولاړې سوي دي، د هرې تعریف له دین څخه متنوع و دا ملت دومره لاره ورکه کړې وه چې نه پوهیدل د چا او کومې ډلې ومني زموږ د تېر نیمې پېړۍ جنجالونو ته که وګورو نو مومو چې ټولو سیاسي جګړو دیني رنګ خپل کړی و.
د سیاف ګوند ځانته اسلامي خطاب کاوه، نورې ډلې یې فتنه ګرې ډلې بللی، حکمتیار خو ځان بیخي د پېغمبر وارث ګاڼه نور یې منحرف یادول، د رباني اسلامي جمعیت بیا ځان منځلاری باله نور یې افراطي مذهبي مجنونان بلل، د مجددي اسلامي نجات ګوند ځان د پېغمبر صلی الله علیه وسلم اولاده بلل، نور یې جعلي مسلمانان بلل همداسې پیر ګیلاني ځان تر نورو ډېر معتبر معرفي کاوه او خلک یې خپل اطاعت ته بلل، دا احزاب ټول د دین له ادرسه سره اړم ول او ولس یې قصابي کاوه تر شا یې لویې استخباراتي لوبې او مهرې وې، د افغانستان جنګ د ګاونډي او سیمې د هېوادونو د سوداګرۍ بازار تود ساتلی و.
هرې فاتحې ډلې به دا ملت دومره وټکوه چې نور به یې د ژوند په نامه له ساه ټکېدو هم امان غوښته مرګ یې تر ژوندانه ډېر غور ګاڼه، په ټولو پاټکونو د ملت څرمن ایستل کېده مال یې ترې اخیسته او ناموس یې ورته بې عزته کاوه، د ملت د ښکلو لوڼو عفت نه و خوندي نه هم چا خپل پیمخي زوی د ځناورو له منګولو د ژغورولو وسه درلوده.
دا بوږونکي داستانونه تش خیالي داستانونه نه دي زموږ نږدې نسل د جمعیت د قومندان شاهدان دي چې هلک یې په زور واده کړ، زموږ خلکو ولیدل چې ناهید د ګلمجمو له ویرې ځان له مکرویانو ګوزار کړ او پرېنښوده چې د دوی ناولي لاسونه د هغې پاک وجود باندې ولګيږي.
د تنظیمو وحشي توپکوال په کابل او ولایتونو لکه د افت ملخان ورشېوه شول، هر څه یې چې په مخ ورتلل په بې رحمۍ یې لوټل. ان نارینه و ښکلې جامې د چنګیزیانو له لارویانو نشوای اغوستلای.
زرګرامه ماغزه هغه کتاب دی چې ښاغلی شهرت ننګیال یې لیکوال دی، هغه د کابل او افغانستان دغه فاجعې له نږدې عکاسي کړي او د دې پېښو اوله سرچینه ده. هغه وایي په میوند جاده کې د یو ځوان په غاړه ښکلې جامې او ښکلی واسکټ و، دلته میشت وسلوالو پرې ورغږ کړ چې بوټونه، واسکټ او جامې مو وباسئ.
هغه کس مجبوراً جامې وایستلې، بوټونه او واسکټ یې همدې وسلوالو ته ورکړ چې ده ته ګوته په ماشه ولاړ ول.
بیا له میوند جادې روان شو او په ژړغوني غږ نارې کړې زنده باد مجاهد و زنده باد جهاد.
د کابل په افشارو کې د رقص مرده او میخ کوبۍ کیسې خو لا نه دي زړې، دغه ټول شرونه او فسادونه تش په نامه اسلامي تنظیمونو له خپلو ادرسونو وکړل.
هرې ډله به په بلې ډلې د الله اکبر او د تکبیر په مقدسو نومونو وربلوسیدل.
د کابل ښار د اویا زرو بې ګناه کابلیانو په وینو ووینځل شو، د لارو او کوڅو سپي د انسانانو په غوښو روږدي و چې ان په ژوندي انسانانو به یې حملې کولې، د کابل هر کور یوه هدیره ده او هرې کورنۍ پکې له جنازې او تکفین پرته د خپل فامیلونو جسدونه خوندي کړي.
خدای پاک ددې ملت ناره واورېده له کندهاره یې ملا محمد عمر مجاهد دې ولس ته ډالۍ کړ هغه خپله جلالي او قهریدلي توره د فسادي ارزالو په وړاندې پورته او حیدري نارې یې په ډېر کم وخت کې د هیواد، شرق، غرب جنوب او شمال ولړوزول.
د ظلم، فساد او استبداد ماڼۍ نسکورې ولوېدې او دې ملت د شر او فساد له ډلو ټپلو نجات ومونده.
اوس بیا په مذهبي لباسونو کې د دجال ملګري هڅه کوي چې دا ملت بیا د اویایمو کلونو پر مسلخ واړوي خو د ملت ترخه خاطرات لا هم د ملت په ذهن کې ژوندي دي د تحریریانو، خوارجو، معتزله و او نورو فرقو په وړاندې باید حکومت هیښ وي په ولس فرض دي چې ځان او وطن له بې عزتۍ او داړلو وژغوري.
دا د نړۍ بد رحمه او بې رحمه توپان باید ټول ملت په شا وتمبوي د نړۍ دې فتنې سوریه، عراق، فلسطین، لیبیا او تونس کې د انسانانو د سرونو پریکولو سناریو خو مو یوه لسیزه پخوا ولیده.
د افغانستان اسلامي امارت د مدیریت هڅې د قدر وړ دي چې نورې ډلې یې مهار ساتلي خو دا ساتل ډیر تمرکز غواړي دغسې ډلې د اسلام په نوم اوس هم مسجدونه، عبادت خانې د قران کریم نسخې هر څه په شقاوت او بې دردۍ له منځه وړي. د دې مدیریت یوه اساسي اړتیا او مبرم ضرورت دی.
هیله ده چې په دې مدیریت کې هر کور، هر نارینه ځوان او هره مسلمانه پېغله، ښونکی، زده کوونکی، د رسنیو کارکونکی مرسته وکړي.
ګنې دا توپان به دا شریکه بیړۍ(وطن)خدای مه کړه ډوبه کړي