د یو اسلامي نظام له لوري شرعي حدود پلي کول په ټولنه کې د جرمونو د کموالي لپاره لازمي دي؛ شرعي حدود د نظام ماهیت ثابتوي، همدا راز الله متعال فرمایلي: وَلَكُمْ فِي الْقِصَاصِ حَيَاةٌ. (سورة البقرة: ۱۷۹).
ژباړه: په قصاص کې(چې د حدودو برخه ده) ژوند دی.
د قصاص تطبیق په حقیقت کې ځکه ژوند دی چې موجوده او راتلونکي ټول خلک او ټولنه د قاتل له شره په امان کېږي.
د شرعي حدودو، په ځانګړې توګه د قصاص مسایل خورا باریک دي، په یوه ډیره وړه نقطه کېدای شي یو کس د قصاص له حکم څخه مستثنی شي، اسلام هم د قصاص د تطبیق په اړخونو کې خورا ډیر مسائل لري او د احتیاط تر څنګ د مقتول وارثینو ته د بښنې او معافۍ ترغیب هم ورکوي.
تېره اوونۍ په پکتیا ولایت کې پر یو تن قاتل د قصاص شرعي حکم تطبیق شو، خو هم مهاله بغاوتګرو چې ډيری یې د پرځېدلي جمهوریت چارواکي دي او د طالبانو په ضد تبلیغاتو لپاره پیسې یا د بهرنیو هېوادونو تابعیت اخلي، د قصاص د تطبیق په اړه شایعاتو او ناسمو تبلیغاتو ته مخه کړې.
د دوی له جملې یې ځينې د شرعي حدودو تطبیق ته د دیموکراسۍ په عینکو کې ګوري، دوی حدود له نړیوالو معیارونو او بشري حقونو څخه سرغړونې ګڼي او له فردي ازادۍ سره یې په ټکر کې بولي.
بغاوتګر دغه حدود “ناوړه سزاګانې” نوموي، دوی په اصل کې له طالبانو سره نه، بلکې له اسلام او اسلامي معیارونو سره مخالفت کوي، له دې کبله خو د شریعت تطبیق هم د دیموکراسۍ په معیارونو برابرول غواړي.
یوه ډله بغاوتګر بیا د حدودو په تطبیق کې د تبعیضي چلند تور پوري کوي، غواړي د شایعاتو په خپرولو عام خلک د شرعي حدودو د تطبیق په وړاندې خنډ وګرځوي او د بغاوتګرو وړیا عسکر جوړ شي؛ مګر په اسلام کې د حدودو د تطبیق لپاره شرایط خورا سخت دي.
د حدودو لپاره د یو زعیم او نظام تر مشرتابه لاندې د عادلانه محکمې شتون لازمي دی، کوم چې د صلاحیت محیط رامینځته کوي؛ همدارنګه په اکثرو مواردو کې د معیار مطابق شاهدانو، مجرم اعتراف او ګڼو نورو مواردو پوره کولو ته اړتیا وي.
بغاوتګر هغه شریر عناصر دي، چې په خورا سپین سترګۍ د اسلام او اسلامي حدودو پر ضد تبلیغات کوي او په بې شرمۍ د قصاص غندنه کوي؛ دوی هیله لري چې په افغانستان کې به د هغې دیموکراسۍ او بشر حقونو په نوم بیا ولسونه وغولوي، چې په دوه لسیزو کې یې د همدې دیموکراسۍ او بشر حقونو په حاکمیت کې بې ګناه وګړي او مقدسات بمباردول او هره ورځ یې په خپلو وحشتونو د سلګونو انسانانو ژوند اخیست.
د بغاوتګرو په ډیموکرات حاکمیت کې غلاوي، نا مشروع اړیکې، ناحقه قتلونه او ګڼ شمېر نور جرمونه په ښکاره کېدل، چې خپله بغاوتګر یې هم شریکان وو، بل خوا بیا نه عادلانه نظام او محکمه وه، نه شریعت تطبیق کېده او نه یې هم د حدودو په تطبیق کې صلاحیت درلوده، ځکه خو ولس ستړی وو او ارام ژوند یې نه درلود، د هیڅ چا مال، سر او ناموس نه وو خوندي.
خو په تېرو دریو کلونو کې د شریعت له تطبیق سره د ولس سر، مال او ناموس خوندي شوي، غل د غلا، قاتل د قتل او نور مجرمین د جرم کولو هڅه نه کوي، ځکه چې حاکمیت د عدالت او انصاف دی.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.