څو ورځې وړاندې د پاکستان د استخباراتي ادارې (آی ایس آی) مشر محمد عاصم مالک، په تاجکستان کې د د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان سره ولیدل او پر بېلابېلو موضوعاتو باندې یې بحث وکړ.
هغه سفر چې یواځې د څو ورځو په تېریدو سره یې پټ اړخونه څرګند شوي او د شر او فساد لارویانو، د آی ایس آی په مشرۍ، له پاکستاني پلاوي سره د دې جبهې د مشرانو لیدنه افشا کړې.
د ولسي جرګې پخواني استازي او شر او فساد ډلې مخکښ غړي “عبدالحفیظ منصور” په خپله وروستۍ مرکه کې څرګنده کړې، چې د پاکستان د آی ایس آی مشر د دې بدنامې جبهې له رهبرۍ سره لیدلي او دواړو لوریو یو بل ته ژمنې هم ورکړې دي.
دا ناوړه او د نه منلو وړ همکاري یو لوري ته، خو یو بل څه چې د ملت غوصه یې راپارولې او د دې جبهې د مشرانو وطن فروشي یې تر پخوا لا ډېره روښانه کړې ده، هغه خیانتونه دي، چې بغاوت جبهې د افغانستان د خاورې په اړه ترسره او حفیظ منصور په دې مرکه کې یاد کړي دي.
حفیظ منصور په دې مرکه کې د شر او فساد جبهې په استازیتوب، په پوره بې شرمۍ سره څرګنده کړې چې د ډیورند کرښه د دوی لپاره یو رسمي او منل شوی نړیوال سرحد ګڼل کېږي او پاکستاني پلاوي ته یې د ډیورنډ د پورې غاړې خاورې په اړه، د افغانستان د اصلي خاورې په توګه د خپل تمایل او ارادې نه شتون څرګند کړی دی.
خو تاریخي اسناد او شواهد ښیي چې تر دې دمه د افغانستان او پاکستان تر منځ هیڅ رسمي سرحد نه دی ټاکل شوی؛ بلکې دا کرښه د ډیورند په نوم د انګلیس له لوري په زور او یو اړخیزه توګه، په ختیځ او سوېل ختیځ کې د افغانستان د هماغه وخت په حکومت ور تپل شوې وه.
دغه تښتېدلې او بدنامې څهرې چې د وطن دوستۍ چیغې یې اسمان ته خېژي او هره ورځ د خلکو غوږونه ورباندې خوري، په حقیقت کې پر افغانستان د خپلې بیا واکمنۍ د راتګ، پر دې خاوره د چور د ټغر غوړولو او خپلې ګټې لپاره، د هېواد د دې نه بېلېدونکې او بلې هرې برخې پلورلو ته تیار دي.
دا لومړی ځل نه دی چې دا بدنامې څهرې وطن پلوري، بلکې په تېرو وختونو کې یې هم په ځلونو داسې د شرم وړ کړنې ترسره کړې دي؛ په ځانګړې توګه هغه وخت چې د دوی مشر احمد شاه مسعود، چې د افغانستان د تاریخ یو نه هېرېدونکی خاین دی، د خپل ځان او خپلو ملګرو د ژوندي پاتې کېدو لپاره د پنجشېر د معادنو پر سر، له شوروي اتحاد سره چې ټولو د اشغالګرو په سترګو ورته کتل؛ معامله وکړه. د خپلو شخصي ګټو لپاره یې افغانستان او دا ستړی ملت د شوروي اشغال په اسارت کې پرېښود.
باید وویل شي، لکه څرنګه چې د افغانستان ستر ملت د مسعود د خیانت پر وړاندې ودرېد، دا خاوره یې د شوروي اشغالګرو له ناپاک شتون څخه پاکه کړه، دا ځل به هم ددې ملت باتور بچیان د مسعود د بې لارې زوی او د هغه د ملګرو د ټولو دسیسو په وړاندې درېږي، د شر او فساد له نوي بادار «پاکستان» سره د دوی د نوې نقشې د عملي کېدو اجازه به ورنکړي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.
۱ څرگندون
سلامونه او نيکي هيلي!
ستاسې ليکني او معلومات هرو مرو لولم
مننه چي هيوادوالو ته تازه، نوي او کره معلومات خپروئ. د فرصت په موندلو سره به ستاسو سره خپل معلومات يا ليکني درواستوم. مننه