Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د ښځو حقوق؛ رښتینې اندېښنه که د تښتېدلو سیاسي لوبه؟
    لیکني

    د ښځو حقوق؛ رښتینې اندېښنه که د تښتېدلو سیاسي لوبه؟

    صابر افغانصابر افغان12 مارچ 2025څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    په تېرو څو ورځو کې له افغانستان څخه بهر د ښځو د وضعیت په اړه د مارچ د اتمې، «د ښځې د ورځې» په مناسبت بېلابېلې غونډې جوړې شوې. ځینې دغه غونډې د بهرنیو بنسټونو او مؤسسو له لورې جوړې شوې وې، خو ځینې نورې بیا د جمهوري نظام د تښتېدلیو سیاستوالو او د سرپرست حکومت د مخالفو ګوندونو او جبهو لخوا جوړې شوې وې.

    دا په داسې حال کې ده چې دغه غونډو په افغانستان کې د ښځو وضعیت د خپل بحث محور ګرځولی، خو د فلسطین او سوډان په څېر هېوادونو کې مسلمانې ښځې تر ټولو ناوړه شرایطو کې ژوند کوي. له هغه ځایه چې د دغه ډول غونډو اصلي ماهیت د ښځو ملاتړ نه دی، نو له دغو کسانو څخه د زرګونو شهیدو شویو ښځو د دفاع تمه باید ونه لرو.

    د طالبانو د حکومت له واک ته رسېدو وروسته، د ښځو موضوع له دغه هېواد څخه بهر یوه له مهمو بحثونو څخه وه؛ داسې چې آن ځینو حکومتونو له دې قضیې څخه د سرپرست حکومت په وړاندې د فشار د وسیلې په توګه کار اخیست او د خپلو نامشروع غوښتنو د تحمیل لپاره یې ترې ګټه پورته کړې ده.

    په دې منځ کې، د جمهوري رژیم تښتېدلي او د طالبانو حکومت د مخالفو جبهو بیرغ‌داران هم له دې قافلې څخه وروسته پاتې نه دي او کله ناکله د ښځو د حقونو مسئله د شهرت ترلاسه کولو، مطرح کېدو او د خپلو بادارانو د توجه جلبولو لپاره د یوې وسیلې په توګه کاروي.

    په داسې حال کې چې د همدغه کسانو د حکومتولۍ پر مهال، افغان ښځو په بد وضعیت کې ژوند کاوه او له ګڼو ننګونو سره لکه اعتیاد، جبري او له کم عمره ودونه، کورني تاوتریخوالي او د میراث او مهر له حق څخه محرومیت سره مخ وې؛ هغه ننګونې چې د وخت د حکومت لخوا یې د له منځه وړلو لپاره هیڅ هڅه نه کېده.

    سربېره پر دې، د همدې سیاستوالو په همکارۍ د اشغالګرو ځمکني او هوايي وحشیانه بریدونه، په تېرو شلو کلونو کې پخپله د افغان ښځو د اساسي حقوقو، یعنې د ژوند کولو د حق نقض کول و. په دې موده کې د دې خاورې زرګونه مسلمانې ښځې د اشغالګرو د بریدونو په پایله کې د همدغه څهرو تر تریخ سیوري لاندې شهیدانې، یا ټپیانې او معیوبې شوې.

    په رښتیا، که د دغه کسانو مړه ضمیرونه د ښځو د حقونو په نومه څه پېژني، نو په دې ټوله موده کې چېرته وو!؟ ولې یې په هغه شلو کلونو کې چې د واک په رأس کې وو، آن یو ځل هم د ښځو د حقونو د دفاع لپاره خپل غږ اوچت نه کړ او نه یې کومه غونډه یا ناسته جوړه کړه!؟

    د دې پوښتنې ځواب ټولو ته څرګند دی! هو، د جمهوري حکومت تښتېدلي هم د خپلو بادارانو په څېر د ښځو د حقوقو له مسئلې څخه تنها د خپلو شخصي ګټو د تأمین لپاره د یوې وسیلې په توګه کار اخلي او په حقیقت کې، نه یوازې ښځو ته، بلکې د ټولنې هیڅ قشر ته هیڅ اهمیت نه ورکوي. دا حقیقت د هغوی شرمناک عمل په څرګنده توګه ثابت کړی دی.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالههندي پانګوالو د پنجشېر پر کانونو پانګونې ته لېوالتیا ښودلې
    راتلونکي مقاله بلوڅ بېلتون پالو د پاکستاني حکومت له لوري د تبادلې وړانديز د ردولو له امله ۵۰ نور پوځيان وژلي

    مربوطه لیکنې

    احمد مسعود؛ د اخلاقو استازی که د غرب د سیاسي اجنډا لوبغاړی!؟

    11 جون 2025

    د امن او ثبات اختر؛ د قربانیو ثمره او د سوکالۍ هیله

    9 جون 2025

    شر غوښتونکي مخالفین؛ امن او باثباته افغانستان لار ورکي کړي دي

    7 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 12 جون 2025

    هند کې د الوتکې د لوېدو پېښې جزئيات؛ د الوتکې ټوله سپرلۍ وژل شوې

    هند کې د الوتکې د لوېدو پېښې جزئيات؛ د الوتکې ټوله سپرلۍ وژل شوې

    12 جون 2025

    هند کې د الوتکې د لوېدو پېښې جزئيات؛ د الوتکې ټوله سپرلۍ وژل شوې

    12 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    هند کې د الوتکې د لوېدو پېښې جزئيات؛ د الوتکې ټوله سپرلۍ وژل شوې

    12 جون 2025

    هند کې د الوتکې د لوېدو پېښې جزئيات؛ د الوتکې ټوله سپرلۍ وژل شوې

    12 جون 2025

    هند کې د الوتکې د لوېدو پېښې جزئيات؛ د الوتکې ټوله سپرلۍ وژل شوې

    12 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،953 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،885 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،877 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.