کله چې یو انسان لوړ انساني اهداف او ټولنیز آرمانونه ونلري او هر څه تنها د شخصي ګټو او مادي لاسته راوړنو له زاویې وارزوي، په داسې حالت کې انسانان په داسې موجوداتو بدلېږي چې تل هڅه کوي نور د خپلو شخصي موخو لپاره د وسیلې په توګه وکاروي. دا ډول کسان بیا له هر فرصت څخه استفاده کوي، ترڅو نور خلک د خپلو شومو موخو د تحقق لپاره د وسیلې په توګه وکاروي. هغوی د نورو له نومونو او پتو(ادرسونو) څخه یوازې د دې لپاره ناوړه ګټه اخلي، چې د خپلو موخو لپاره په جوړو شویو تبلیغاتي محفلونو کې یې یاد کړي، پرته له دې چې هغوی پخپله پرې خبر یا خوښ وي، په هغو لیستونو کې یې شاملوي چې له بې بنسټو تورونو او دروغو څخه ډک وي. دا کسان تل هڅه کوي خپلې منفورې او مجرمانه نقشې پلي کړي، دوی د دې کار لپاره له نورو څخه د آلې په توګه له ګټې اخیستو څخه هم مخ نه اړوي.

د دې ډول اشخاصو لپاره مهمه نه ده چې د خپلو نفسانې او مادي غوښتنو د پوره کولو لپاره له کومو وسایلو، فکري، فرهنګي یا نورو طریقو څخه کار اخلي، ځکه د دوی یوازینۍ موخه د خپلو شخصي هیلو او غوښتنو تحقق دی. لکه څنګه چې خلک او ملت دوی ته تر ټولو ارزانه قرباني ښکاري، په دې لاره کې د نورو د آرمانونو، حتی ځانونو او ژوند له بربادېدو هم درېغ نکوي.

د دې ډول اشخاصو له څرګندو بېلګو څخه یوه هم د مقاومت جبهې د ښځو شوری ده، چې وخت ناوخت د دې جبهې د نارینه مشرانو په څېر د بهرنیو هېوادونو په غونډو کې زړې او بې معنی ورستې خبرې کوي، د خپلو نارینه مشرانو په څېر هڅه کوي د بهرنیو تمویلوونکو پام ځان ته راواړوي، ترڅو د خپلو شخصي غوښتنو لپاره لوړ مالي امتیازات ترلاسه کړي.

دې ښځو په داسې حال کې، چې افغانستان د خپلواکۍ نوي پړاو ته داخل شوی، بیا رغونې او ثبات ته اړتیا لري، تر څو ځان نړۍ ته ثابت کړي، د دې پر ځای چې په هېواد کې پاتې شي او د ښځو د ژوند د ښه والي لپاره په بېلابېلو برخو کې د یو سالم، اسلامي او باعزته ژوند لپاره هڅې وکړي، دا یې ښه ګڼلې چې هېواد پرېږدي او غربي هېوادونو ته چې د افغان ملت ښکاره دښمنان دي، پناه یوسي. نو دا خبره روښانه ده چې د دوی اصلي هدف د هېواد د ښځو نېکمرغي نه، بلکې د پردې تر شا یوازې د خپلو شخصي اسانتیاوو او هوساینې په لټه کې وي، ځکه خو یې د ژوند په کمزوري بنسټ کې د یوه کوچني ټکان په لیدلو سره د تېښتې لار غوره کړې ده.

اوس دا ښځې په بېلابېلو نومونو او عنوانونو، د افغانستان د پاک لمنو، باعفته او باوقاره ښځو په دروغجنه استازولۍ، غونډو او محافلو ته ورځي، پرته له دې چې د افغانستان د ښځو له خوا په رسمیت پېژندل شوې یا یې قانوني استازولي وکړي، په غولوونکې او خاینانه توګه د هغوی په استازیتوب خبرې کوي او داسې تورونه ورباندې لګوي چې هره پاک لمنه افغانه ښځه ترې بري او پاکه ده.

هغه څه چې دې جعلي استازو او د مقاومت جبهې د ښځو شوری په دې وروستیو کې د سویس په یوه غونډه کې ویلي، دا ښيي چې هغوی د افغانستان د ښځو د اوسني رښتیني او عادي وضعیت په اړه تر کومي کچې بې‌ خبره دي. د دې دروغجنو استازو ادعاوې چې ګواکې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې جنسیتي آپارټایډ شتون لري او د ښځو د شکنجې او جنسي ناوړه ګټې اخیستنې په اړه یې بې‌ اساسه او بې‌ مدرکه راپورونه وړاندې کړي، دا نه یوازې له عیني حقیقتونو سره هیڅ ډول ورته والی نه لري، بلکې هېڅ عادل او باضمیره انسان هم دا خبرې نه مني. ځکه هېڅکله د افغانستان د بیدارو، دین‌ پالو او هوښیارو ښځو فکر او باور د داسې ښځو په ژبو نه څرګندېږي؛ دا یوازې د هغوی پر ژبو څرګندېږي، چې خبرې یې له ښځینه مکر څخه سرچینه اخلي او موخه یې یوازې د خپلو شومو پلانونو د پلي کولو لپاره د بهرنۍ بودیجې او ملاتړ راجلبول دي.

هغه څه چې دا ښځې یې په ذهن کې لري او د پلي کولو هڅه یې کوي، له عریانۍ، حدودو ماتولو، بې حده آزادۍ او د ښځو او نارینه وو د ناروا اختلاط د ترویج له غوښتنې پرته بل څه نه دي، هغه غوښتنه چې د افغانستان د با ایمانه ښځو د پاک لمنۍ او عفت له روح سره اوږده فاصله لري. د دې هېواد ښځې هېڅکله دومره بې‌شرمۍ او بې‌ بندوبارۍ ته غاړه نه ږدي.

که څه هم دوی هڅه کوي د سرپرست حکومت تر واکمنۍ لاندې د ښځو وضعیت تور، ظالمانه او تریخ وښيي، خو واقعي وضعیت دا ښيي چې اوس د ښځو لپاره یوه منل شوې، مناسبه، د آرامۍ، امنیت او مصئونیت فضا برابره ده، دا هغه څه دي چې د دوی ټولې دروغجنې خبرې او بې‌ اساسه ادعاوې بې‌ باوره کوي. دوی که هر څومره هڅه وکړي، نشي کولای د دې دروغو او جعلي واقعیتونو له لارې د غربي هېوادونو پام ځان ته راواړوي او خپل جیبونه ډک کړي.

که په لنډ ډول ووایو، دا ښځې د بهرنیو هېوادونو د ملاتړ راجلبولو په هڅه کې دي، ترڅو د مالي منابعو او امتیازاتو له لارې خپل شخصي او خودخواهانه پروګرامونه تمویل کړي. که چېرې د دوی هدف رښتیا هم د افغان ښځو خواخوږي او دفاع وای، هېڅکله به یې هم په هېواد کې د اوسېدنې پر مهال، دښمن ته لاس نه ورکاوه، ښځې به یې بې‌ عفتۍ، فحشا او ابتذال ته نه هڅولې، بلکې د هغوی ملاتړ به یې کړی و، همدا راز به یې د یوه سالم، له دیني او فرهنګي ارزښتونو سره د برابر تعلیم او پرمختګ په لوري هڅې کړې وای.

خو هغه څه چې د جمهوریت په دوره کې وشول، د ښځو پر عزت، عفت او وقار باندې ښکاره ظلم و. هغه وخت هره پروژه او هر پروګرام چې د ښځو په نوم پلی کېده، یا هره تعلیمي او کاري زمینه چې ورته برابرېده، اصلي هدف یې ناوړه ګټه اخیستنه وه.

نن سبا هماغه ښځې چې د هماغه پروګرامونو مسؤلې، تنظیموونکې او ملاتړې وې، له هېواده دباندې د ښځو د ملاتړ چیغې وهي؛ حال دا چې نن ورځ د افغانستان د ننه ښځې د امنیت، آزادۍ او استقلال احساس کوي، نور دا اندېښنه نه لري چې اشغالګر یا یرغلګر به د دوی کور ته بې اجازې ورننوځي، د دوی دروازه به په زور خلاصه کړي او تلاشي به یې واخلي.

ښکاره ده چې دا ښځې نه یوازې د افغانستان د ښځو استازې نه دي، بلکې د هغوی اصلي دښمنانې دي چې د اشغالګرو ترڅنګ ولاړې دي او هڅه کوي یو ځل بیا د دوی د راستنېدو لپاره زمینه مساعده کړي، ترڅو د ښځو عزت، عفت او نجابت تر پوښتنې لاندې راولي او هېڅوک د دوی مخه ونه شي نیولای.

له دې ډول ښځو چې کلونه، کلونه یې د ذلت او سپکاوي په فضا کې تېر کړي، نور هیڅ تمه نشي کېدای، ځکه د دوی خبرې تل د هغوی د ناپاکو ارمانونو هینداره ده، چې ټولو ته څرګنده ښکاري.

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version