Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تورې څېرې»د ښځو له نامه د مقاومت جبهې ګټه اخیستنه؛ د فرانسې د پرېکړه‌لیک تر شا څه دي؟
    تورې څېرې

    د ښځو له نامه د مقاومت جبهې ګټه اخیستنه؛ د فرانسې د پرېکړه‌لیک تر شا څه دي؟

    صابر افغانصابر افغان22 جون 2025څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د ښځو حقوق؛ هغه مسئله ده چې له ډېر پخوا راهیسې یې معنی او مفهوم په بشپړ ډول بدلون موندلی او ډیری وخت د لویدیځو حکومتونو له خوا د سیاسي تبلیغاتي وسیلې یا د خپلو ګټو د تأمین لپاره د یوې آلې په توګه کارول کېږي.

    په دې منځ کې، د مقاومت جبهه هم د خپلو لویدیځو بادارانو په څېر د ښځو د حقوقو له موضوع څخه خپل بدنامه غورځنګ ته د مشروعیت ورکولو د وسیلې په توګه کار اخلي او کله نا کله د خپلو پخوانيو شرمناکو کړنو سره، سره د ښځو د حقوقو د ملاتړ خبرې هم کوي.

    په تېرو څو ورځو کې، د مقاومت جبهې د بهرنیو اړیکو مسئول علي میثم نظري، په خپله ایکس پاڼه کې په یوه پوسټ کې د افغان ښځو د حقوقو په ملاتړ د یوه پرېکړه‌لیک د تصویب خبر ورکړ؛ هغه پرېکړه‌لیک چې د هغه په وینا د فرانسې – افغانستان د دوستۍ ډلې د غړو په هڅو، د «بارتولومه لِنوار» (Bartolomé Lenoir) په مشرۍ تصویب شوی دی.

    اوس پوښتنه دا ده چې ایا د لویدیځ ډیموکراتیکې نړۍ دریځ واقعاً د انساني ارزښتونو پر بنسټ دی او که د سیاسي ګټو تابع؟ هغه پوښتنه چې د دې لیکنې په دوام کې به یې د ځوابولو هڅه وکړو.

    اصل موضوع ته له ننوتو مخکې باید ووایو چې شاید د هغو کسانو لپاره چې لا هم د مقاومت جبهې سره د صهیونیستي رژیم نږدې او صمیمي اړیکې ورته حیرانوونکې دي، جالبه وي چې هره ډله، ګوند یا غورځنګ چې له مقاومت جبهې سره متحد کېږي، په مستقیم یا غیر مستقیم ډول له صهیونیستي رژیم سره په اړیکه کې دی!

    د بېلګې په توګه موږ ښاغلي «بارتولومه لِنوار» ته اشاره کولای شو؛ هغه څوک چې علي میثم نظري په ځانګړي ډول ترې مننه کړې او هغه یې د ښځو د حقوقو په ملاتړ د پرېکړه‌لیک د تصویب اصلي بنسټګر بللی دی.

    نوموړي پر غزې د صهیونیستي رژیم د ښکاره تېري او په دې تړانګه کې د نږدې ۷۰ زره بې ګناه انسانانو د عام وژنې په ترڅ کې، د ماشوم وژونکي رژیم پلوي کړې او په پوره بې شرمۍ یې څو ځلې له هغه څخه ملاتړ اعلان کړی دی.

    د فرانسې – افغانستان د دوستۍ ډلې مشر، چې په حقیقت کې باید د فرانسې – مقاومت جبهې دوستي وګڼل شي، په ښکاره یې له صهیونیستي رژیم څخه ملاتړ اعلان کړی، د نتنیاهو او د هغه د دفاع وزیر د نیولو حکم یې هم غندلی او په غزه کې د روانو واقعیتونو پر خلاف د صهیونیستي رژیم جنایتونه نسل وژنه نه ګڼي.

    په افغانستان کې د ښځو د حقوقو د ملاتړ د پرېکړه‌لیک تر شا د داسې شریرو څهرو اصلي ماهیت ته په پام سره به پوه شو چې د ډیموکراتیکې نړۍ دریځونه هم یواځې پر یوه اصل ولاړ دي او هغه له سیاسي ګټو څخه له پیروي پرته بل څه نه دي.

    رښتیا هم څنګه ممکنه ده چې یو انسان، که په وجود کې یې د انسانیت یوه ذره هم پاتې وي، د زرګونو بې ګناه ښځو له وژنې او قتل څخه خوند واخلي او د هغه له عامل څخه ملاتړ اعلان کړي، خو په مقابل کې، په افغانستان کې د ښځو د حقوقو د تأمین لپاره پرېکړه‌لیک صادر کړي؟ په داسې حال کې چې د هغوی د ادعا پر خلاف، په افغانستان کې د ښځو حقوق تر بل هر وخت ډېر د اسلام د سپیڅلي شریعت د لارښوونو سره سم تأمین شوي او په هیڅ معیار یې حقه حقوق تر پښو لاندې شوي نه دي.

    له دې ټولو سره، سره روښانه ده چې دا ډول چلونه او تبلیغاتي حربې نه یواځې مقاومت جبهې ته مشروعیت د ورکولو کې کومه مرسته نه کوي، بلکې تر پخوا ډېر د افغانستان مسلمان ملت او د نړۍ د عامه افکارو په وړاندې د هغوی درواغجنه او پرديو سره تړلې څهره رسوا کوي؛ ځکه چې خلک ښه پوهیږي هغه ډله چې لاسونه یې د بې ګناه انسانانو په وینو ککړ دي او کلونه کلونه په خیانت، مزدورۍ او د اشغالګرو په تړاو پېژندل شوي کسان، نشي کولای د ښځو د حقوقو او انساني ارزښتونو د دفاع ادعا وکړي.

    په پایله کې، دا ډول اقدامات یوازې د دې جریان او د هغه د صهیونیستي او لویدیځو ملاتړو د اصلي ماهیت د افشاء کېدو لامل کېږي او دا ښیي چې د دې ټولو پرېکړه لیکونو او شعارونو تر شا، له سیاسي ګټو او استعماري لوبو پرته بل څه نشته.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهمولوي امیرخان متقي له خپل پاکستاني سیال سره پر دوه اړخیزې سوداګرۍ او ټرانزیټ خبرې کړي
    راتلونکي مقاله بهرنیو چارو وزارت: د ایران د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا نقض د منلو نه دی

    مربوطه لیکنې

    د احمد مسعود سمبولیکې لیدنې، بهرنی ملاتړ او په وړاندې یې ننګونې

    21 جون 2025

    د ښځو په نامه سیاست؛ مقاومت جبهه ښځو ته د غربي حقونو په نوم د امتیاز په لټه کې

    20 جون 2025

    مخالفي ډلې؛ په ایران کې د استخباراتي معلوماتو راټولولو لپاره د موساد نوې حربه

    19 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 22 جون 2025

    د روسیې د ملي امنیت شوری مرستیال: یو شمېر هېوادونه چمتو دي ایران ته اټومي سرګلولې ورکړي

    د روسیې د ملي امنیت شوری مرستیال دیمیتري مدودف ویلي، چې د امریکا لخوا د…

    بهرنیو چارو وزارت: د ایران د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا نقض د منلو نه دی

    22 جون 2025

    د ښځو له نامه د مقاومت جبهې ګټه اخیستنه؛ د فرانسې د پرېکړه‌لیک تر شا څه دي؟

    22 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د روسیې د ملي امنیت شوری مرستیال: یو شمېر هېوادونه چمتو دي ایران ته اټومي سرګلولې ورکړي

    22 جون 2025

    بهرنیو چارو وزارت: د ایران د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا نقض د منلو نه دی

    22 جون 2025

    د ښځو له نامه د مقاومت جبهې ګټه اخیستنه؛ د فرانسې د پرېکړه‌لیک تر شا څه دي؟

    22 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،965 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،899 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،894 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.