Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د ښځو په نومونو د مخالفینو د مستعارو ادرسونو او اکاونتونو ګرم بازار
    لیکني

    د ښځو په نومونو د مخالفینو د مستعارو ادرسونو او اکاونتونو ګرم بازار

    صابر افغانصابر افغان6 فبروري 2025څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    په دې وروستیو کې د سرپرست حکومت د مخالفینو له‌خوا د ښځو په نومونو د مستعارو اکاونټونو جوړولو بازار ګرم شوی؛ که یو خوا په دغه ګرم بازار کې د ښځو په مستعارو نومونو او جعلي رسنیزو شخصیتونو د منفي تبلیغاتو پراخه څپه را پیل شوې، بل‌خوا یې بیا رسوايي هم پیل شوې او یو په بل پسې افشاء کېږي.

    د نجونو په مستعارو نومونو تبلیغاتي اکاونټونه د بهر مېشتو کرايي لیکوالانو د هغه پروژو برخه ده، چې د افغان ملت د فکري او رواني امنیت د ځپلو او له منځه وړلو لپاره استفاده ترې کېږي. دوی له پخوا په دغه تبلیغاتي پروژو تغذیه شوي او لا هم تغذیه کېږي.

    بهر ته تښتېدلو پروژه‌يي لیکوالانو، مطبوعاتیانو او د یرغل د فکر لارویانو لا هم په داسې ټولنه کې د منفي تبلیغاتو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړی او د پراخولو هڅې یې کوي، چې پوره شل کاله غربي یرغلګرو په خپلو منځونو کې د منفي تبلیغاتو له امله په ډیرو دښمنیو اخته کړی و او تر منځ یې د فاصلو ایجاد ته کار کاوه.

    مستعار اکاونټونه چې اوس یو ځل بیا د سرپرست حکومت د مخالفینو په منځ کې د تبلیغاتي جګړې مطرح تکتیک دی، د دروغجنو او ناسمو اطلاعاتو ترڅنګ یې د پروپاګند او تحریف لپاره استفاده کوي؛ د مخالفینو له جملې دغه تکتیک د مقاومت جبهې په منځ کې خورا مطرح او له پخوا را پیل شوی و.

    د نجونو په نومونو اکاونټونه په افغانستان کې د جمهوري بدنام حکومت پر مهال د امرالله صالح له خوا د مقاومت جبهې په منځ کې را پیل شوي وو، علي مثیم نظري او د دغه جبهې نور غړي لا هم له جعلي هویت څخه په استفاده ګڼ شمېر اکاونټونه استفاده کوي.

    په دې وروستیو کې د هندوکش‌غږ لخوا د پخوانیو چارواکو او ځینو مخالفو جبهو د غړو هغه غږیز پیغامونه هم خپاره شول، چې په‌کې خپلو همکارانو ته د نجونو په نوم د مستعارو اکاونټونو د جوړولو او د هغوی له لارې د سرپرست حکومت په وړاندې د پراخو تبلیغاتو کولو لارښوونې کوي.

    په بهر کې مېشت مخالفین د یادو مستعارو اکاونټونو له لارې نه تنها دا چې د سرپرست حکومت په وړاندې ناسم تبلیغات کوي، بلکې په ځینو مواردو کې د اسلام د مقدس دین په وړاندې هم دریځ نیسي، د مقدساتو او ارزښتونو توهین کوي او له دې لارې غواړي څو پیسې او په بهر کې د دایمي هستوګنې اسناد ترلاسه کړي.

    په بېلابېلو نومونو مستعار تبلیغاتي اکاونټونه په ټولنه کې د بې باورۍ لامل هم ګرځېدلي او ټولنیزه ستونزه یې ایجاد کړې ده؛ ځکه ښايي له ځینو مستعارو اکاونټونو غیر اخلاقي استفاده وشي، د اکاونټ تعقیبونکي بلک‌مېل شي. له همدې امله باید په ټولنه کې عام وګړي د مخالفینو له دغه تکتیک سره بلد وي او د دوی د مستعارو تبلیغاتي ادرسونو له پروپاګند څخه متأثر نه شي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد مخابراتو وزارت: د وزارتونو سيسټمونه محفوظ دي او هیڅراز ستونزه پکې نشته
    راتلونکي مقاله نذیره کریمي ته د ټرمپ ځواب، د مخالفو جبهو او سیاسیونو هیلې هم له منځه یووړې

    مربوطه لیکنې

    پر ایران برید او د ایراني پلوه مقاومت ډلو مرموزه چوپتیا

    24 جون 2025

    د مخالفو ډلو په پاشلتیا کې د بهرنیو هېوادونو رول

    22 جون 2025

    جنګونه او درسونه؛ اُمت باید څه ترې زده کړي؟

    17 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    منځنی ختیځ 24 جون 2025

    پر اسرائیلو د ايران تازه توغنديز بريدونه د روانې جګړې تر ټولو خونړي بريدونه بلل کېږي

    د الجزيرې د راپورونو له مخې نن سهار ايران د بالسټیک توغندیو پر مټ د…

    د ایران او روسیې د دفاع وزیرانو ټلیفوني خبرې؛ مسکو له تهرانه بشپړ ملاتړ اعلان کړ

    24 جون 2025

    پر ایران برید او د ایراني پلوه مقاومت ډلو مرموزه چوپتیا

    24 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    پر اسرائیلو د ايران تازه توغنديز بريدونه د روانې جګړې تر ټولو خونړي بريدونه بلل کېږي

    24 جون 2025

    د ایران او روسیې د دفاع وزیرانو ټلیفوني خبرې؛ مسکو له تهرانه بشپړ ملاتړ اعلان کړ

    24 جون 2025

    پر ایران برید او د ایراني پلوه مقاومت ډلو مرموزه چوپتیا

    24 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،965 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،899 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،895 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.