د ټولګټو چارو وزارت وایي، د دغه وزارت وزیر، ملا محمد عیسی ثاني نن (چهارشنبه) په کابل کې د ایران له سفیر علیرضا بیکدلي سره کتلي.

د یاد وزارت په وینا، دې کتنه کې د افغانستان او ایران ترمنځ پر اقتصادي او سوداګریزو اړیکو او د بنسټیزو پروژو د پراختیا په اړه هر اړخیزې خبرې شوې دي.

کابل کې د ایران سفیر ویلي، چې د میل ۷۸ ابو نصر فراهي سړک دویم لاټ، چې ۵۳ کیلومتره اوږدوالی لري، چارې به یې په نږدې دوو میاشتو کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

نوموړي زیاته کړې، چې هېواد یې د یاد سړک لومړی لاټ چې ۶۴ کیلومتره اوږدوالی لري، د بیارغونې لپاره هم بودجه ځانګړې ده.

د ټولګټو چارو وزارت په وینا، د میل ۷۸ ابونصر فراهي سړک ټولټال ۱۱۷ کیلومتره اوږدوالی لري او د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګریزو توکو د لېږد او ټرانزیټ لپاره مهمه لاره ده.

وزارت ویلي، هڅه کوي د ایران هېواد په همکارۍ دغه پروژه ژر تر ژره بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپاري.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version