
په مسکو کې د افغانستان سفیر، مولوي ګل حسن حسن د روسیې د سوداګرۍ خونې د رئیس له ځانګړي استازي الکساندر شکیراندو او د افغان ـ روسي سوداګرۍ شوری له رئیس، دیمیتري انتونوف سره کتلي.
روسیه کې افغان سفارت وایي، دې کتنه کې روسي لوري په افغانستان کې د پانګونې او سوداګرۍ لېوالتیا څرګنده کړې او زياته کړې یې ده چې اوس مهال په افغانستان کې د پانګونې لپاره وړ شرایط برابر شوي دي.
ښاغلي حسن د افغانستان د امنیتي او اقتصادي وضعیت په اړه معلومات ورکړي او د افغاني محصولاتو د وارداتو او بازار موندنې د پراختیا غوښتنه یې کړې ده.
سرچینه زیاتوي، چې دواړو لوریو د همکاریو د پياوړتيا او پراختيا ډاډ څرګند کړی دی.

