
د افغانستان د صعنت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي احمدالله زاهد په نوي ډیلي کې د هند د صنعت او سوداګرۍ له وزیر جیتین پرساد سره کتلي.
صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، په دغه ناسته کې دواړو لوریو د افغانستان او هند تر منځ د ګډې سوداګرۍ په برخه کې پر همکاریو خبرې وکړې او سوداګرو ته یې د اسانتیاو رامنځته کولو ژمنه کړې ده.
دغه راز دواړو لوریو د کابل او نوي ډیلي تر منځ د مشترکې سوداګریزې کمېټې پر جوړولو هوکړه کړې، چې وخت پر وخت به د سوداګریزو مسایلو په اړه بحث او غونډې ولري.
ورته مهال ښاغلي زاهد په دغه ناسته کې هندي لوري ته بلنه ورکړې، چې په افغانستان کې د پانګونې له فرصتونو څخه ګټه واخلي او په مختلفو سکتورونو کې پانګونه وکړي.