
د کابل او کندهار پر لویه لاره ارغندۍ سیمه کې د یوه مسافر وړونکي بس د چپه کېدو پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ګڼو ۵۲ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع رسنیو ته ویلي، چې په دې پېښه کې ۲۵ تنه مړه او ۲۷ نور ټپیان شوي دي. ویل شوي، دغه بس له هلمند څخه کابل ته روان و.
د یادونې وړ ده، چې څو ورځې وړاندې د هرات اسلام کلا په لویه لار هم د یوه مسافر وړونکي بس د ټکر او اورلګېدو پېښه کې شاوخوا ۸۰ تنو ژوند لهلاسه ورکړی و.